جمعه, اپریل 26, 2024
Home+د فروغ فرخزاد د مړینې ۵۶ کاله ووتل

د فروغ فرخزاد د مړینې ۵۶ کاله ووتل

تاند- له نن څخه ۵۶ کاله پخوا د ۱۳۴۵ د دلوې په ۲۴ مه / د فبرورۍ ۱۴ مه د ایران نامتو معاصره شاعره فروغ فرخزاد په ۳۱ کلنۍ کې په یوه ترافیکي پېښه کې مړه شوه. د هغې بشپړ نوم فروغ زمان فرخزاد عراقي و. د ډیرو کره کتونکو په باور فرخزاد د ایران د فارسي شعر داسې شاعره ده چې په وروستۍ پیړۍ کې یې ساری نه دی لیدل شوی.

دا په یوه داسې ایرانۍ کورنۍ کې زېږېدلې چې ډېر اولادونه یې لرل. څلور وروڼه، دوې خویندې. مشهور شاعر، هنرمند او شومن فریدون فرخزاد، چې ډیر کلونه وروسته په پاریس کې په مرموز ډول ووژل شو، د دې کشر ورور و.

فروغ فرخزاد ۱۶ کلنه وه چې واده یې وکړ او له تهران څخه د ایران جنوب اهواز ته لاړه، چې اکثره اوسیدونکي یې عرب دي. د دې د واده ۲ کاله نه و تیر چې جلا شوه او بېرته تهران ته لاړه.

دې په اووه کلنۍ کې په شعر ویلو پیل کړی و خو لومړنۍ شعري ټولګه یې په ۱۳۳۱ کې چاپ شوه. دا مهال فرخزاد ۱۸ کلنه وه. په ۲۱ کلنۍ کې یې دوهمه شعري ټولګه، چې (دیوار) نومېده، چاپ شوه. د دې ټولګې پر شعرونو یې یو شمېر ادیبانو او کره کتونکو سختې نیوکې وکړې ځکه چې فرخزاد ذاتاً د قیدونو او دودونو په وړاندې باغي وه.

خو لا یو کال تیر نه و چې درېیمه شعري ټولګه یې راوایسته. دا ټولګه (عصیان) نومېده. دې ټولګې هم ډیر بحثونه وپارول.

ښايي دا به د خپل عمر له لنډوالي خبره وه چې څلورمه یا وروستۍ شعري ټولګه یې خپره کړه. د فروخزاد په څلورمه شعري ټولګه کې ۳۱ شعرونه شامل دي چې د ۱۳۳۸ او ۱۳۴۲ ترمنځ یې ویلي دي.

دې د سینما په هنر کې هم استعداد درلود. د څلورمې شعري ټولګې له چاپولو وروسته د سینما په برخه کې د زده کړو او تجربې لپاره بریتانیا ته لاړه.

له بریتانیا څخه تر راستنېدو وروسته یې په ۱۳۴۱ کې د تبریز ښار د جذام ناروغانو په اړه یو مستند فلم جوړ کړ. دغه فلم یو کال وروسته د ایټالیا د مستندو فلمونو غوره جایزه وګټله.

د دې درې نورې شعري ټولګې له مړینې وروسته خپرې شوې.

د فرخزاد څو پخې خبرې:

کاشکي مړه کېدای او بیا ژوندۍ کېدای چې لیدلي مې وای دنیا بل ډول ده، دنیا نوره ظالمه نه ده او خلکو خپل همېشني عادتونه بدل کړي او هیچا تر خپل کور چاردېوالي تېره کړې نه ده.

په نړۍ کې د میلیونونو ونو دانې، په تصادفي ډول د موږکانو او موږک پړانګانو له لوري خښ شوي او بیا ورڅخه هېرې شوي دي، نو ښه کوه او هیروه یې، یوه ورځ به وده وکړي.


1 COMMENT

  1. شعر از فروغ فرخزاد آينه از حالات جامعه امروزى طالباني. ګرتن بدهى_دل ندهي کار خراب است….. چون خوردن نوشابه که در جام شراب است،،،،، ،، ګردل بدهي_ تن ندهى باز خراب است….. اين بار نه جام نه نوشابه… سراب است،،،،، ،،اينجا به تو از عشق و وفا هيچ نګويند…. چون دغدغه مردم اين شهر حجاب است،،،،، ،،تن را بدهى_ دل ندهي فرق ندارد…. يک آيه بخوانند.. ګناه تو ثواب است،،،،، ،،اي کاش دلقک بودم نه شاعر….. در کشور من ارزش انسان به نقاب است.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب