یکشنبه, مې 19, 2024
Home+د نامتو شاعر او لیکوال جهاني کالیزه دې مبارکه وي

د نامتو شاعر او لیکوال جهاني کالیزه دې مبارکه وي

تاند- له نن څخه ۷۵ کاله پخوا د ۱۹۴۸ د فبرورۍ په ۱۴ مه د افغانستان تکړه شاعر، مورخ او ژورنالیست عبدالباري جهاني په کندهار کې زېږېدلی دی.

عبدالباري حهاني، چې د افغانستان د ملي سرود شاعر هم دی، په ۱۹۴۸ کال په کندهار کې زېږېدلی او هملته یې تر بکلوریا پورې زده کړې کړې دي. د هغې ولسي شاعرۍ له چینې یې اوبه څښلې دي چې سندرغاړي اوسازیان یې یوخوا بل خوا وړي او خپل لومړني شعرونه یې هلته تراشلي دي. بیا کابل ته راغی چې په پوهنتون کې بشري علوم ووایي. نوې زېږېدونکې دیموکراسي (هغه اساسي قانون چې له افغانستانه یې مشروطه پاچاهي جوړه کړه په۱۹۶۴ کال کې نافذ شو) د هېواد په مرکز کې او په تېره بیا په پوهنتون کې له جم و جوشه ډک فکري او فرهنګي ژوند د خپراوي له پاره مساعده زمینه وه.

جهاني په کې د داسې یو شاعر په توګه ځان ښکاره کړ چې د هغه وخت د یو مینه وال په وینا «شعرونه یې نڅېدل».

هغه مهال یوازې په سلو کې لسو افغانانو لوستل او لیکل کولای شول. اخبارونو او مجلو په ګرانه تر څو سوو لوړ تیراژ درلود خو لاس په لاس ډېر ګرزېدل. جهاني په کې په زړه پورې ونډه درلوده خو د هغه شهرت هغه وخت یو نوی وسعت وموند چې ناشناس یې له شعرونو ساز جوړ کړ او دا سندرې د کابل راډیو خپرې کړې.

د ۱۹۷۹ کال په دسمبر کې شوروي یرغل مهاجرت ته اړ کړ. څه موده په پاکستان او نورو هېوادونو کې سرګردانه و او د څو کلو راهیسې د امریکا په متحدو ایالاتو کې اوسېږي او د امریکا غږ راډیو په پښتو څانګه کې د ژورنالیست په توګه کار کوي.

د پردېسۍ کلونو یې قلم لا تېره کړی خو اوس یې شعرونه نه ناڅي، د هېواد په دود ترې وینې څاڅي. مګر بیا هم د جهاني شعر (او په ټوله کې افغاني شعر) په جنګ او د هغه په وحشتونو کې نوې ښکلا پیدا کړې. وینې ترې څاڅي خو ژاړي نه. چېغې یې له درده اخوا نور څه وایي او د راتلونکي سباوون خبرې کوي.

دی په ۱۹۴۸ کال کې په کندهار کې زېږېدلی او هملته یې تر بکلوریا پورې زده کړې کړې دي. د هغې ولسي شاعرۍ له چینې یې اوبه څښلې دي چې سندرغاړي اوسازیان یې یوخوا بل خوا وړي او خپل لومړني شعرونه یې هلته تراشلي دي. بیا کابل ته راغی چې په پوهنتون کې بشري علوم ووایي. نوې زېږېدونکې دیموکراسي (هغه اساسي قانون چې له افغانستانه یې مشروطه پاچاهي جوړه کړه په۱۹۶۴ کال کې نافذ شو) د هېواد په مرکز کې او په تېره بیا په پوهنتون کې له جم و جوشه ډک فکري او فرهنګي ژوند د خپراوي له پاره مساعده زمینه وه.

جهاني په کې د داسې یو شاعر په توګه ځان ښکاره کړ چې د هغه وخت د یو مینه وال په وینا «شعرونه یې نڅېدل».

جهاني نه یواځې ليکوال، شاعر، او اديب دی، هغه ژورناليست هم دی او ډیر کلونه یې د افغانستان په رسنیو او شاوخوا دوې لسیزې په امریکا ږغ کې دنده ترسره کړې ده.

د کابل پوهنتون د ادبیاتو د پوهنځی څخه فارغ شوی دی.

له زده کړو وروسته یې د پښتو ټولنې د غړي، د کابل مجلې د مسؤل مدير، د پوهنې په وزارت او د رادیو تلویزیون د مرستیال په توگه دندې ترسره کړې دي.

جهاني د زیات شمیر افغانانو په شان د ١٩٨١ کال څخه د هجرت خوارۍ گاللي او بیا د امريکا ږغ راډيو په ازموينه کې له بري وروسته د امريکا متحدو ايالتونو ته د کارکولو لپاره کډه شوی او تر اوسه همدلته ژوند کوي.

د جهاني ځینې چاپ شوی اثار دا دی:

د مشکو کاروان، پايکوب – د شعرونو ټولګه، د پښتو په سُر او تال کې د غربي سندرو شرنګ. قوماندان – پښتو ناول، هرات پښتانه او ستره لوبه – څېړنيز تاريخي اثر، شپېلۍ – د شعرونو ټولګه، د خيام رباعيات – او د عمر خيام د څلوريزو پښتو ژباړه.

4 COMMENTS

  1. که څه هم زه د رحمان بابا او خوشحال خان پرته له نورو شعرونو سره ډیره مینه نلرم البته رحمان بابا را ته ځکه تر خوشحال خان محترم دی چی سیاسی شاعر نه ؤ.
    ښاغلی جهانی صاحب یو ایډیولوژیک شاعر نه دی بلکه اکثراً ئی خپل ملی – وطنی احساسات بیان کړیدی نو ځکه مو څو شیبی مخکی د خپل یو ګران دوست سره د تلفونی بانډار په ترڅ کی دا مسئله بیان کړه چی ښاغلی روستار تره کی باید د خپلی مشاجری په څپو کی جهانی صاحب ته په تریخ انداز د ملی – وطنی – سیاسی بحثونو څخه د پرهیز توصیه نه وای کړی.
    هر ګران وطنوال حق لری چی په ملی بحثونو کی برخه واخلی.
    د ښاغلی تره کی صاحب فکری موضِع به د منلو وړ وی یا نه وی خو خبره ( د تره کی صاحب او جهانی صاحب تر منځ د توپیر او مقائسی په باب کی) دا ده چی:
    《 جهانی صاحب حتی د یو عادی افغان پتوګه ( هر لوستی او نالوستی افغان غوندی ) دومره استعداد او حتی حق لری چی په اجتماعی – سیاسی مسائلو کی بحث وکړی او خپل نظر وړاندی کړی خو ښاغلی تره کی دومره استعداد نلری چی ( مثلاً ) په ادبی ډګر کی یو پوخ نظر وړاندی کړی البته په یو مسلک کی د استعداد نه درلودل کوم منفی او ناښکلئ صفت نه دی بلکه یوه طبیعی خبره ده 》.

  2. دقدرمن جهاني صيب كليزه دې بختوره او دزيات عمر كولو هيله ورته لرم . جهاني صيب په رښتيا چې ديو بې بديله فرهنگي شخصيت او زړور روښانفكر نقش او دريځ لري . دكليزي مباركي ورته وايم .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب