Home+د افغانستان په هکله د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پریکړه

د افغانستان په هکله د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پریکړه

شاه محمود میاخیل
د ملګرو ملتونو امنیت شورا یو ځل بیا پرون په متفه توګه د طالبانو په ضد تحریم او د تحریم د کمیټې ماموریت تمدید کړ.
د دې پریکړې عواقب:
د امنیت شورا ۱۵ غړو د پنځو ویتو کوونکو هیوادونو په ګډون؛ امریکا، روسې، چین، فرانسې او انګلستان، په متفه توګه د پریکړې تایدول دا ښایي چې د طالبانو د حاکمیت په هکله دوی په سیمه او نړۍ کې امنیتي تشویشونه لري او هم د طالبانو چلند په داخل د افغانستان کې د افغانانو لپاره ناسم ګڼي.
د چین او روسیې استازو په خپلو تبصرو کې  نسبتا نرمې خبرې وکړې چې د تحریم د کمیټې په ماموریت باید تحدید نظر وشي. که دوی واقعا د تحریم د کمیټې په ماموریت کې اصلاح یا کړنو باندې نیوکه درلودلې، نو کولې یې شول چې دا فیصله ویتو کړې وې. د رایه نه وروسته تبصرې بې معنی دي.
طالبان باید پوه شي چې افغانان خو پریږده، د نړۍ او سیمې هیوادونه هم د دوی د تیرو څلورو کلونو د حاکمیت په هکله جدي تشویشونه لري او ټول هیوادونه د طالبانو د حاکمیت سره مثبت نه بلکې منفي تامل د خپلو ګټو او  تشویشونو په هکله لري.
البته د نړۍ لپاره افغانستان دومره اولویت اوس نه لري چې د افغانستان د وضعیت د تغیر لپاره د سیاسي، اقتصادي او یا امنیتي نفوذ نه استفاده وکړي، خو دا حالت د افغانستان په ګټه نه دی او عواقب یې د افغانانو لپاره په اوږدمهال کې وخیم دي.
د افغانستان د انزوا حالت نه د وتلو لپاره د داخلي ولسي مشروعیت او د قانونمند حکومت د رامنځته کیدو نه بله لار نشته دی. څومره چې ژر د ولسي مشروعیت لپاره زمینه مساعده شي، هماغومره د افغانانو لپاره ګټوره ده. البته عاقبت د نه مشروعیت د افغانستان لپاره، د افراطي ډلو تقویه کیدل، د نیابتي جګړو او رقابتونو رامنځته کیدل، د طالبانو له منځه تګ او د یوې بلې افراطي ډلې رامنځته کیدل دي چې دغه حالت د افغانستان په ګټه نه دی.
عاقبت په خیر
شاه محمود میاخیل
د افغانستان د سولې او ولسواکۍ د ملي نهضت دوراني مشر او د افغانستان جمهوري غوښتونکو خوځښت د سیاسي چارو مسوول

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...