شنبه, فبروري 14, 2026
Homeخبرونهد والنټاین او ګېلنټاین ورځې

د والنټاین او ګېلنټاین ورځې

تاند (شنبه، د سلواغې/ دلوې ۲۵ مه) د نړۍ په اکثرو هیوادونو کې هر کال د فبرورۍ په ۱۴مه نېټه د والنټاین په نوم، چې د مینې نړیواله ورځ بلل کېږي، نمانځل کېږي. په دې ورځ خلک د خپل ژوند له ملګري، کوژدنې یا خوښې وړ کس سره مینه څرګندوي، ډالۍ ورکوي او ځینې وخت د ګډ ژوند نوې لاره غوره کوي.

خو ډېر خلک نه پوهېږي چې له همدې ورځې یوه ورځ مخکې یوه بله ځانګړې ورځ هم شته چې ګیلنټاین ورځ بلل کېږي.

ګیلنټاین ورځ د ښځو ترمنځ د دوستۍ او له یو بل سره د مینې د نمانځلو ورځ ده. دا ورځ د فبرورۍ په ۱۳مه، یعنې د والنټاین تر ورځې یوه ورځ مخکې وي او په ځانګړي ډول په اروپايي او لوېدیځو هېوادونو کې ورځ تر بلې مشهوره کېږي. د دې ورځې موخه رومانتيکه مینه نه، بلکې د ښځو ترمنځ دوستي، یووالی او د خوښۍ لمانځل دي.

په دې ورځ ښځې له خپلو نژدې ملګرو سره ځانګړي محفلونه جوړوي. ځینې رستورانونو ته ځي، ځینې بیا په کورونو کې مېلمستیاوې جوړوي. تفریح، یو بل ته ډالۍ ورکول، موسیقي او د ډي‌جې محفلونه هم د دې ورځې برخه وي. د دې ورځې ځانګړنه دا ده چې دا محفلونه یوازې د ښځو لپاره وي او نارینه پکې ګډون نه لري.

نو لکه څنګه چې د والنټاین ورځ د رومانتيکې مینې نښه ده، همداسې ګیلنټاین د ښځو د دوستۍ، خواخوږۍ او متقابل ملاتړ د ستاینې یوه ځانګړې او خوږه ورځ ده، چې هر کال یې مینه‌وال زیاتېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«شرم له سپي» د عبدالمالک بېکسیار «چکـرنامه»

پوهندوی آصف بهاند د ۲۰۲۶ ام کال د جنورۍ پر ۲۴مه، د ډنمارک په کوپنهاگن کې د گڼ‌شمېر افغان‌فرهنگیانو په گډون د بیکسار د دریو...