شنبه, فبروري 14, 2026
Home+د انرژي بحران | حميدالله بسيا

د انرژي بحران | حميدالله بسيا

انرژي د معاصر ژوند بنسټ دی او پرته له انرژۍ څخه نه اقتصاد پر مخ تللی شي، نه صنعت فعال پاتې کېدای شي او نه هم د خلکو ورځنی ژوند په عادي ډول دوام موندلی شي. انرژي يوازې برېښنا يا تېل نه دي، بلکې دا د يو هېواد د پرمختګ، ثبات او هوساينې اساسي ځواک دی. هره فابريکه، کرنيز سيستمونه، ترانسپورتي شبکې او سوداګريز مرکزونه، د کورونو تودوخه او نور ډېر څه… د انرژۍ پر مټ فعاليت کوي، او که انرژي کمه يا ګرانه شي، توليد کمېږي، بيې لوړېږي او بېکاري زياتېږي او کورونه سړېږي. له همدې امله ارزانه او باثباته انرژي د اقتصادي ودې لپاره حياتي ارزښت لري. سربېره پر دې، روغتونونه، ښوونځي، مخابراتي شبکې او د اوبو رسولو سيستمونه ټول انرژۍ ته اړتيا لري، او د برېښنا نشتوالی د روغتيايي خدمتونو، زده کړو او ورځني ژوند پر کيفيت مستقيم منفي اغېز کوي. يانې انرژي د ژوند معيار لوړوي او ټولنيز ثبات پياوړی کوي.

د ملي امنيت له اړخه هم انرژي ستر اهميت لري، ځکه هغه هېواد چې پر وارداتي انرژۍ ډېره تکيه ولري، د سياسي فشار او اقتصادي بحران له خطر سره مخ کېږي. د انرژۍ خپلواکي او د سرچينو تنوع د ملي ثبات مهم عنصر بلل کېږي. همدارنګه، د ټکنالوژۍ او عصري پرمختګ بنسټ هم انرژي ده؛ ډيجيټلي نړۍ، انټرنېټ، صنعتي ماشينونه او برقي موټرونه ټول پر دوامدارې انرژۍ ولاړ دي. که انرژي پاکه او دوامداره وي، نو پرمختګ هم دوامدار او خوندي پاتې کېږي. له چاپېريالي پلوه د انرژۍ ډول ټاکي چې طبيعت ته څومره زيان رسېږي. پاکه او نوې کېدونکې انرژي د اقليمي بدلون پر وړاندې مهم رول لري او د راتلونکو نسلونو لپاره سالم چاپېريال تضمينوي. په ټوله کې انرژي د ژوند، اقتصاد او پرمختګ زړه دی، او هر څومره چې هېوادونه په پاکه، باثباته او دوامدارې انرژۍ پانګونه وکړي، همغومره به يې راتلونکی روښانه، خوندي او سوکاله وي.

انرژي په عمومي ډول په څو بېلابېلو ډولونو وېشل کېږي، چې هر يو يې ځانګړی اهميت او استعمال لري. يوه یې له هغو څخه چې ټول خلک ورسره اشنا دي برېښنايي انرژي ده.

برېښنايي انرژي د نننۍ نړۍ د پرمختګ اساسي ستنه بلل کېږي. کورونه، فابريکې، روغتونونه، ښوونځي، مخابراتي شبکې او دولتي ادارې ټول د برېښنا پر مټ فعاليت کوي. که برېښنا نه وي، صنعتي توليد درېږي، سوداګري کمزورې کېږي او د خلکو ورځنی ژوند له جدي ستونزو سره مخ کېږي. په روغتونونو کې د عملياتو وسايل، د درملو ساتنې يخچالونه او طبي ماشينونه ټول برېښنا ته اړتيا لري. په ښوونځيو او پوهنتونونو کې کمپيوټرونه، انټرنېټ او د تدريس عصري وسايل د برېښنا پرته کار نه شي کولای.

برېښنايي انرژي دا ځانګړتيا لري چې په اسانۍ لېږدول او وېشل کېدای شي. د برېښناکوټونو څخه توليد شوې انرژي د شبکو له لارې لرې سيمو ته رسېږي او ميليونونه خلک ترې ګټه اخلي. همدارنګه، برېښنا د نوې ټکنالوژۍ بنسټ دی؛ برقي موټرونه، ډيجيټلي سيستمونه، صنعتي ماشينونه او مخابراتي ټکنالوژي ټول د برېښنا پر مټ پر مخ ځي. که برېښنا باثباته او ارزانه وي، اقتصادي وده چټکېږي او د خلکو د ژوند معيار لوړېږي.

سربېره پر دې، برېښنا د پاکې انرژۍ له سرچينو لکه لمر، باد او اوبو څخه هم توليدېدای شي، چې دا کار د چاپېريال ساتنې او د اقليمي بدلون د کمولو لپاره ډېر مهم دی. له همدې امله ويلای شو چې برېښنايي انرژي نه يوازې د ننني ژوند اړينه برخه ده، بلکې د راتلونکي پرمختګ، ثبات او سوکالۍ لپاره هم حياتي ارزښت لري.

نن سبا په دې ساړه ژمي کې په نړۍ کې د انرژۍ تر ټولو ستر بحران په اوکراین کې رابرسېره شوی دی، هېواد یې په دې سخت یخ کې د بريښنايي انرژي د کمښت او ويجاړېدو له امله ورځ تر بلې د یو سیسټماټیک سقوط بڼه خپلوي. په دې هېواد د روسيې د حملو له امله په پراخ ډول د ميليونونو کسانو لپاره برېښنا پرې شوې ،د انرژي د برېښناکوټونو ویجاړ شوي، او د يخ په دې سختو شرایطو کې پر برقي شبکو دوامداره زیات بار دا ښيي چې د سولې د تړون په برخه کې د ولادیمیر زېلېنسکي نور ځنډ به ددې هېواد د انرژۍ سيستم بيخي فلج کړي چې بيرته فعالول به یې په نږدې راتلونکې کې ممکن نه وي. موضوع اوس یوازې د لنډمهالې برېښنا پرې کېدنې نه ده، بلکې د هغه بنسټیزو تاسیساتو د له منځه تلو خطر مطرح دی چې بیا رغونه یې په نږدې راتلونکي کې ناممکن کېدای شي.

د ولسمشر د خپلو خبرو له مخې، تر ټولو سخت وضعیت په کییف او شاوخوا سيمو کې دی ، همدارنګه په خارکیف، سومي او پولتاوا ولایتونو کې هم د برېښنا ناورين رامنځته شوی دی. په پلازمېنه کې له ۱۱۰۰ څخه ډېر څو پوړیز استوګنیز ودانۍ د منفي ۲۰ درجې سانتي ګراد تر کچې تودوخې کې د اتاقونو له ګرمولو او له تودو اوبو بې برخې دي. له ۲۰۰ څخه ډېرې ترمیمي ډلې په ۲۴ ډول کار کوي، خو چارواکي د پرسونل جدي کمښت او ان په ۲۴ ډول کار کول هم د کفايت وړ نه ګڼي ځکه هغه تاسیسات چې تازه د بیا رغونې په حال کې شي، بېرته تر بریدونو لاندې راځي او بيا ورانېږي.

د روانې فبرورۍ په درېيمه د روسيې پراخ برید د کال له پیل راهیسې تر ټولو ځواکمن برید و: له ۷۰ څخه ډېر توغندي او ۴۵۰ بې‌پیلوټه الوتکې د سختې یخنۍ په اوج کې پر اوکراين وروتوغولې. اصلي ګوزار يې د اوکراين د برښنا شرکتونو د DTEK او (CHP) ته ورکړ، چې د کییف لپاره د برېښنا حیاتي شبکې CHP-4 او CHP-6 هم پکې شامل دي. کارپوهان چې دا برېښناکوټونه په جدي ډول زيامن شوي دي او د تودوخې د فصل تر پای پورې د دغو تاسیساتو بیا رغونه ډېره ناشونې ده.

چارواکي اړ شوي چې په بدیلو او موقتي حللارو تکيه وکړي. او له ۶ زره ډېر جنراتورونه د برېښنا لپاره فعال شوي دي چې پلازمېنه کییف یې د جنراتورونو ښار ته اړولی دی او هره ورځ تر ۳۰۰ زره لیټرو پورې ډیزل مصرفوي. خو دا جنراتورونه یوازې ځينې انفرادي سيستمونه لږ تر لږه فعالیت ساتلای شي او د مرکزي تودوخې سیستم ځای نه شي نیولای. سربېره پر دې، د برقي بخاریو پراخ استعمال د برق پر شبکې زیات زور راوړي او د برېښنا د پرچاوي لامل کېږي.

د جګړې د روانې ساتلو او د سولې پر لور د واقعي پرمختګ نشتوالي به اوکراین د دې خطر سره مخ کړي چې د خپل هېواد د انرژۍ بنسټونه به په بشپړ ډول له لاسه ورکړي. هر څومره چې جنګ اوږدېږي، همغومره دا احتمال زیاتېږي چې د انرژي ویجاړ شوي سيستمونه به نور د بیا رغونې وړ نه وي، او هېواد به اوږدمهال انرژۍ او ټولنیز بحران ته داخل شي، چې پایلې به یې د کلونو لپاره احساسېږي. ځکه چې د انرژۍ کمښت يوازې اقتصادي ستونزه نه ده، بلکې د انسانانو د ژوند او ټولنې د ثبات لپاره جدي ګواښونه رامنځته کوي. کله چې برېښنا، ګاز يا نور بنسټيزې انرژۍ سرچينې کمې شي، خلک له لومړنيو اړتياوو بې برخې پاتې کېږي. په کورونو کې د تودوخې نشتوالی، د اوبو رسولو سيستمونو د کار ودېدل، د ښوونځيو او روغتونونو فعاليتونو ګډوډېدل، ټول د خلکو ورځنی ژوند اغېزمنوي. په ځانګړي ډول ماشومان، زاړه خلک او ناروغان تر ټولو زيات د انرژۍ د کمښت له منفي اغېزو سره مخ کېږي.

ټولنيز اړخ هم جدي دی. د انرژۍ کمښت له امله ښاري خدمات کمزوري کېږي، ترانسپورت او سوداګري ځنډېږي، او د خوراکي توکو، درملو او بنسټيزو توکو بيې لوړېږي. دا کار د ټولنيز ناراضګۍ او اقتصادي بې‌عدالتي لامل ګرځي. بې‌برېښنايي او ګرمۍ يا يخنۍ د انسانانو پر رواني او فزيکي روغتيا منفي اغېز کوي، چې په ځينو حالاتو کې ټولنه د اضطراري حالت او بې امنيه چاپېريال سره مخ کوي.

له بلې خوا، د انرژۍ کمښت د کارځایونو د بندېدو او د روزګار د کمښت سبب هم کېږي، چې په ټولنه کې بېکاري زياتوي او د فقر کچه لوړه وي. د دولتونو لپاره دا اړينه ده چې د انرژۍ د کمښت په وخت کې سبسایډي، بېړني پلانونه او بديل سرچينې فعالې کړي، څو د بشري او ټولنيزو ګواښونو کچه کمه کړي.

په ټوله کې، د انرژۍ کمښت نه یوازې اقتصادي او تخنيکي ستونزه ده، بلکې د بشري ژوند، ټولنيز ثبات او امنيت لپاره جدي خطرونه رامنځته کوي. هر هېواد چې غواړي خپل وګړي خوندي وساتي او ټولنه فعاله وساتي، بايد په باثباته، پاکه او دوامداره انرژۍ پانګونه وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د برلین فلم فیستوال؛ نو ګوډ مین فلم ته کتنه

نو ګوډ مین No Good Men (ښه سړي نه شته) فلم د برلین په فلم فیستوال کې نندارې ته وړاندې شوی دی او یو...