تاند (پنجشنبه، د سلواغې/ دلوې ۲۴مه) د ملګرو ملتونو د کډوالو لویه کمېشنري وایي چې لا هم له ګاونډیو هېوادونو څخه ډېر افغانان بېرته راګرځي یا په زور ستنېږي، هغه هم په ډېرو سختو شرایطو کې.
تر اوسه په روان کال کې نژدې ۱۵۰ زره افغانان له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شوي دي. دا په داسی حال کې ده چې په تېرو دوو کلونو کې بې شمېره نوره کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي. یوازې په ۲۰۲۵ کال کې ۲.۹ میلیونه کسان ستانه شوي او د ۲۰۲۳ له اکتوبر راهیسې د ستنو شویو ټول شمېر شاوخوا ۵.۴ میلیونو ته رسېږي.
د ستنېدونکو دې چټک او ډېر شمېر افغانستان لا ژور بحران ته ټېل وهلی، ځکه هېواد لا هم له سختو بشري سره مخامخ دی، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو لپاره، اقتصاد یې کمزوری دی او طبیعي پېښې بیا بیا رامنځته کېږي.
د نړیوال بانک د وروستي راپور له مخې، د نفوس چټک زیاتوالی د دې لامل شوی چې په ۲۰۲۵ کال کې د هر کس عاید (GDP per capita) ۴ سلنه راکم شي.
د روان کال د ستنېدونکو لوړ شمېر ځکه هم د اندېښنې وړ دی چې ژمی ډېر سخت دی، په ډېرو سیمو کې سخته یخني او درنه واوره ده.
د UNHCR د وروستۍ سروې له مخې:
- یوازې لږ تر نیمایي زیات ستانه شوي کسان کوم ډول کار مومي، هغه هم زیاتره غیر رسمي
- د ښځو لپاره دا کچه له یوې ربعې هم کمه ده
- له نیمایي ډېرې کورنۍ هېڅ رسمي اسناد نه لري (لکه تذکره)
- له ۹۰ سلنه زیاتې کورنۍ په ورځ کې له ۵ ډالرو کم عاید لري
اداره وایي د دې ستنېدنو دوام ډېر د اندېښنې وړ دی. که څه هم یوازې ۵ سلنه خلک وایي چې غواړي بیا له هېواده ووځي، خو له ۱۰ سلنه زیاتو کسانو ویلي چې د دوی خپلوان یا د ټولنې غړي له ستنېدو وروسته بیا وتلي دي. دا پرېکړې د خوښې له مخې نه، بلکې د دې له امله دي چې خلک د عزتمن ژوند د بیا جوړولو توان نه لري.
سره له دې، د هیلو ځینې نښې هم شته. په ۲۰۲۵ کال کې ستانه شوي کسان عموماً لوړه زدهکړه او د کار تجربه لري. که دوامدار کار ورته برابر شي، دوی کولی شي د هېواد په ثبات کې ونډه واخلي.
د ملګروملتو د کډوالو لویه کمېشنري وایي چې په ۲۰۲۶ کال کې به یې تمرکز د ستنېدونکو د بیا مېشتېدو پر ملاتړ وي، لکه:
- د ساتنې خدمتونه
- سرپناه
- د کار او عاید برابرولو پروګرامونه، په ځانګړي ډول د ښځو لپاره
اداره له نورو شریکانو سره د سیمې وضعیت له نژدې څاري، ځکه د پناه غوښتنې لارې تنګې شوې او ډېری افغانان مجبوریږي خطرناکې لارې خپلې کړي. UNHCR ټینګار کوي چې هېوادونه باید د پناه حق خوندي کړي او هېڅوک داسې ځای ته بېرته و نه ګرځوي چې حقونه یې تر ګواښ لاندې وي.
د سخت بشري وضعیت او د نفوس د چټک زیاتوالي له امله، په ۲۰۲۶ کال کې بېړنۍ مالي مرسته اړینه ده. د کډوالو لویه کمېشنري د افغانستان دننه د بېځایه شوو او ستنېدونکو د ملاتړ لپاره ۲۱۶ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري، خو دا مهال یې یوازې ۸ سلنه بودیجه برابره شوې ده.
دا یو ډېر مهم وخت دی چې عمل وشي، څو افغان ستنېدونکي وکولای شي له کلونو یا لسیزو جلاوطنۍ وروسته، په خپل هېواد کې په عزت، هیله او ثبات سره ژوند بیا جوړ کړي.