Homeخبرونه‏ننګرهار کې د ناچاوده مرمۍ د چاودنې له امله ۷ کسانو ته...

‏ننګرهار کې د ناچاوده مرمۍ د چاودنې له امله ۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

تاند (جمعه د سلواغې ـ دلوې ۲۴مه) د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې د یوې ناچاودې مرمۍ د چاودنې له مله ۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

مسوولان وایي، چې پېښه د څلورم فارم په سپین خوړ کې رامنخته شوې ده.

د دې پېښې له امله ۲ ماشومان مړه شوي او ۵ نور ټپيان دي.

ننګرهار کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ ویلي، دغه مرمۍ ځکه چاودلې چې، ځايي ماشومانو اور ته اچولې وه.

که څه هم ژوبل کسان د ننګرهار عامې روغتیا روغتون ته وړل شوي دي.

د ځینو کسانو روغتیایي وضعیت نازک ښودل شوی.

1 COMMENT

  1. لطفا خفه کوونکي خبرونه مه خپروئ.
    د داسې خبریال مثال د مچ دی چې د خدای د عظیمې دنیا په ګلانو ګرځي ګرځي ګرځي، د ګلانو شیره پرېږدي او ځي په غ و ل و کېني او …

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د استاد شپون کتابونه او زه | احمدالله مېلمه

ابا مې مازدېګر له ښاره راغی، زه په کلي کې وم. هغه له ځان سره کتابونه راوړي وه، ډېر کتابونه.. په منځ کې یې...