جمعه, فبروري 13, 2026
Homeخبرونهاروپایي ټولنه: د راډیو ملاتړ د عامه پوهاوي او د ښځو او...

اروپایي ټولنه: د راډیو ملاتړ د عامه پوهاوي او د ښځو او نجونو د توانمندۍ لپاره اساسي رول لري

تاند ( جمعه د سلواغې ـ دلوې ۲۴مه) د فبرورۍ ۱۳مه د راډیو نړیواله ورځ ورځ ده.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ ویلي، چې راډیو د خبر رسونې او ښوونې یوه له مهمو وسیلو ده او په لرې پرتو ښارونو او کلیوالو سیمو کې د پیغام رسولو حیاتي رول لري.

سرچینې زیاته کړې چې راډیو هغه ځایونو ته رسېږي چې نورې رسنۍ نه شي رسېدلی او په ځانګړې توګه د افغان ښځو او نجونو د خبر رسونې او ښوونې برخه کې یې له رول انکار نه شي کېدای.

اروپايي ټولنه ټینګار کوي چې د خپلواکو، معلوماتي او تعلیمي رسنیو ملاتړ د خلکو د باوري معلوماتو ترلاسه کولو او پوهاوي د لوړولو لپاره حیاتي اهمیت لري.

یاده ټولنه همدارنګه، د رسنیو ملاتړي موسسې وايي چې د راډیو ملاتړ د عامه پوهاوي، ښوونې او د خلکو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د توانمندۍ لپاره اساسي رول لري.

دا ورځ داسې مهال افغانستان کې نمانځل کېږي، چې د طالبانو د سخت دریځه تګلارو له امله هېواد کې ګڼ شمېر غږیزې رسنۍ د مالي، فشارونو او کاري قویې د نه موجودیت له امله تړل شوې دي.

او ځینې نورې بیا د اقتصادې ستونزو له امله د تړل کېدو له ګواښ سره مخې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د برلین فلم فیستوال؛ نو ګوډ مین فلم ته کتنه

نو ګوډ مین No Good Men (ښه سړي نه شته) فلم د برلین په فلم فیستوال کې نندارې ته وړاندې شوی دی او یو...