Homeخبرونهد قهوې څښل د کوم ډول سرطانونو په مخنیوي کې مرسته کوي؟

د قهوې څښل د کوم ډول سرطانونو په مخنیوي کې مرسته کوي؟

تاند (جمعه، د سلواغې/ دلوې ۲۴ مه) د یوې نوې علمي څېړنې پایلې ښيي چې هره ورځ د کافي یا قهوې څښلو عادت په نارینه‌وو کې د پروسټېټ سرطان خطر کمولی شي.

د چین د طبي پوهنتون د شېنجینګ روغتون څېړونکو د کافي د استعمال او د پروسټېټ سرطان د خطر ترمنځ اړیکه څېړلې ده.

څېړونکي وایي، پروسټېټ سرطان په نارینه‌وو کې د سرطان له امله د مړینې درېیم لوی لامل دی، او اټکل کېږي چې تر ۸۵ کلنۍ پورې به له هر شپږو نارینه‌وو څخه یو په دې ناروغۍ اخته شي.

په دې څېړنه کې د ۱۶ بېلابېلو مطالعاتو معلومات شامل وو، چې پکې له ۵۷ زرو څخه ډېر د پروسټېټ سرطان ناروغان او په ټوله کې له یو میلیون څخه زیات کسان شامل وو.

د څېړنې د پایلو له مخې، هغه نارینه چې په زیاته اندازه کافي څښي، په هغوی کې د پروسټېټ سرطان خطر په څرګند ډول کم لیدل شوی دی.

څېړنه دا هم ښيي چې د کافي له هرې اضافي ورځنۍ پیالې سره د دې ناروغۍ خطر نور هم کمېږي.

د څېړونکو په وینا، په کافي کې موجود کافین نه یوازې د دماغي فعالیت د ښه کېدو سبب کېږي، بلکې پر بدن نور مثبت اغېزونه هم لرلای شي.

تر دې وړاندې په ګڼو څېړنو کې د کافي څښلو او د ځیګر، سینې، کولمو او د سر او غاړې د سرطانونو د خطر د کمېدو ترمنځ ارتباط لیدل شوی و.

خو څېړونکو ټینګار کړی چې دا یوه مشاهداتي څېړنه ده او په بشپړه توګه دا نه شي ثابتولای چې کافي په مستقیم ډول د سرطان مخنیوی کوي که نه، او په دې برخه کې لا زیاتو څېړنو ته اړتیا ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...