جمعه, فبروري 13, 2026
Homeخبرونهیو مسافر په غلطه الوتکه کې د سپرېدو له کبله د نیکاراګوا...

یو مسافر په غلطه الوتکه کې د سپرېدو له کبله د نیکاراګوا په ځای جاپان ته لاړ

تاند د امریکا یوه مسافر غوښتل چې د نیکاراګوا پلازمېنې مناګوا ته ولاړ شي، خو بې پامه داسې الوتکې ته وخوت چې هغه یې جاپان ته یووړ.

د فاکس نیوز د راپور له مخې، دا پېښه د لاس‌انجلس په هوايي ډګر کې شوې ده. مسافر باید له لاس انجلس څخه د ټکساس ایالت هیوسټن هوايي ډګر ته او بیا له هغه ځایه مناګوا ته تللی وای، خو په داسې الوتکه کې کېناست چې توکیو ته روانه وه. ده ته هغه شک پیدا شو کله چې یې د الوتکې له عملې وپوښتل چې ولې له لاس‌انجلس څخه هیوسټن ته سفر شپږ ساعته وخت نیسي، حال دا چې دا سفر عموماً درې ساعته وي.

د یونایټډ ایرلاینز ویاند له فاکس نیوز تلویزیون سره په خبرو کې د پېښې پخلی وکړ او ویې ویل چې پلټنې روانې دي څو معلومه شي مسافر څنګه په غلطه الوتکه کې سپور شوی. د شرکت له‌خوا له مسافر څخه بخښنه غوښتل شوې، د ټکټ پیسې بېرته ورکړل شوې او د سفر لپاره کریډیټ هم ورکړل شو.

الوتکه د توکیو په هوايي ډګر کې ښکته شوه، چېرې چې مسافر دوه شپې په هوټل کې پاتې شو. وروسته بیا شرکت اصلي منزل ته د هغه د رسېدو بندوبست وکړ.

هوایي شرکت په پیل کې د ۳۰۰ ډالرو د سفر کریډیټ وړاندیز کړی و، خو وروسته یې دا اندازه ۱۰۰۰ ډالرو ته لوړه کړه.

تر اوسه دا نه ده روښانه شوې چې مسافر سره له دې چې الوتکارت (بورډینګ پاس) درلود، څنګه غلطې الوتکې ته داخل شوی، ځکه چې عموماً دا ډول تېروتنې تقریباً نه کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

دسمال يې راووړ… | هیواد شېرزاد

متل دى چې سترګې له سترګو شرمېږي؛ له همدې امله مو مياشت مخکې ورڅخه هيله وکړه که دى (١) پخپله مېلمانه راوبولي نو ښه...