تاند (جمعه، د فبرورۍ ۱۳ مه) د فبرورۍ دیارلسمه د راډیو نړیواله ورځ ده. دا ورځ په ۲۰۱۱ م کال د ملګروملتو د یونسکو له لوري د راډیو اهمیت ته په کتو نومول شوې ده.
په افغانستان کې لومړنۍ راډیو په ۱۳۰۴ لمریز یا ۱۹۲۵ م کال په کابل کې د اعلحضرت امان الله خان د سلطنت په دوره کې د «راډیو کابل» په نوم جوړه شوه. په افغانستان کې راډیو په امریکا کې د لومړنۍ راډیو له جوړېدو یوازې پنځه کاله وروسته تاسیس شوه.
د کابل راډیو، چې په کوټې لندني سیمه کې جوړه شوې وه ۲۰۰ واټه وه خو په ۱۹۲۹ کې سقاو ویجاړه کړه.

شپاړس کاله وروسته، راډیو په ۱۳۲۰ لمریز کال کې د مخابراتو د پخواني وزارت ترڅنګ، په یوې دوهپوړیزې ودانۍ کې بیا خپل فعالیت پيل کړ.
راډیو په افغانستان کې لا هم له مهمو او اغېزناکو رسنیو څخه ده.
سره له دې چې په وروستیو کلونو کې ټکنالوژۍ ډېر پرمختګ کړی، او باور کېده چې د تلویزیون، موبایل او انترنیټ د عامېدو له کبله به راډیو هم د ټیلګرام، ټیلګراف، فکس، ګرامافون او ګڼو نورو صنعتي وسایلو په شان هېره شي خو د توقع خلاف راډیو لا هم د معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره د یوې اصلي او مهمې سرچینې په توګه مطرح ده.
د رادیویي څپو پیژندنه، په ورځني ژوند کې یې رول او په افغانستان کې يې ارزونه