شنبه, اکتوبر 5, 2024
Home+د رادیویي څپو پیژندنه، په ورځني ژوند کې یې رول او په...

د رادیویي څپو پیژندنه، په ورځني ژوند کې یې رول او په افغانستان کې يې ارزونه

رحیم الله سمندر- د اترا ادارې د طیف منجمنټ سرپرست آمر

طیف (Spectrum) د ممکنه فریکونسیو د باڼدونو (Range of all Possible Frequencies) مجموعه یا محدوده ده چې د هر هیواد د نورو طبیعي منابعو او زیرمو په څیر یوه محدوده او مهمه طبیعي سرچینه ګڼل کیږي .

په دې اړه غواړم د مکتب د دورې نه تر تر لوړو زده کړو ، په پوهنتون کې د استادۍ او بیا په دې برخه کې تر کاري تجاربو پورې یوه لنډه خاطره او کیسه په لاندې توګه راونغاړم  :

د مکتب ابتدایه دوره کې مو د ساینس په نوم مضمون درلود، یوه ورځ په نوموړي مضمون کې د اکسیجن ( هوا )  د ضرورت او ګټو په اړه یو لوست راغی چې پکې داسې لیکل شوي وو :

پرته له اکسیجن ( هوا ) څخه د ژوندیو موجوداتو ژوند ناممکن دی، په دې اړه یوه تجربه په دې ډول وړاندې شوې وه :

که د یوه نبات یوه پاڼه د واسلینو په وسیله غوړه شي، د ورځو په تیریدو سره به ولیدل شي چې د نبات د پاڼې رنګ زیړ او پاڼه وچه شوې ده، دا ځکه چې د نبات پاڼې ته اکسیجن ندی رسیدلی، سوري یې د واسلینو په وسیله بند شوي دي او پاڼه وچه شوې ده .

د مکتب دورې په لوړو ټولګیو کې مې د فزیک او کیمیا په مضامینو کې هم د اکسیجن چی د هواد د ګازاتو یوه برخه تشکلیوي د اهمیت په اړه بیلا بیل لوستونه او تجربې وکړې، تردې چې ویل شوي وو بدون د اکسیجن ( هوا ) څخه هیڅ ماشین نه چالانیږي، ځکه چې د تیلو د سوزیدو ( احتراق عملیې) لپاره  هوا او اکسیجن حتمي دی .

د وخت په تیریدو سره د انسانانو ژوند عصري کیدو طرف ته ولاړ چې په څنګ کې ورسره انسانانو د ساینس او ټکنالوجی په برخه کې هم مختلف نوښتونه وکړل، تر دې چې په ۱۸۵۰میلادي کال کې د تلګراف او بیا د بیسیم تلګراف په اختراع او بیا تر نن ورځې پورې د مخابراتي سیستمونو  په پرمختګ کې خاصتا په وروستیو ۳۰ کلونو (۱۹۹۰ کال څخه بیا تر ننه ) کې د بیساري بدلون شاهدان یوو.

زه چې د ښوونځي زده کوونکی وم ، پلار به مې د رادیو د راتګ او تاریخ په اړه راته قصه کوله، تردې چې د ثرایا تلفون د راتګ او بیا افغانستان ته د لومړي ځل لپاره د ( سنګ پای، نوکیا – ۳۳۱۰ ماډل ) او  په لوړه بیه د سیم کارتونو د راتګ په اړه مې هرڅه په خپل ژوند کې په یاد دي .

په  افغانستان کې د ( ثرایا او نوکیا سنګ پای ) د استفادې په وخت کې به په کلیو او بانډو کې د داسې تکنالوجۍ په اړه  ( چې مخامخ به ورته ګورې او خبرې به  ورسره کوې – یعنې ویډیو کال به کوې ) په اړه تبصرې کیدلې، نن ورځ په افغانستان کې تقریبا هر وګړی یو موبایل او بعضې یې بیا دوه تر دریو پورې هوښمند (سمارټ) موبایلونو او د انټرنټ څخه استفاده کوي، دا هغه څه دي چې ټول د رادیویي امواجو ( الکترومقناطیسي څپو ) په برکت سره ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي .

په عامه توګه ویلی شو چې فریکونسي ( طیف ) د  مخابراتي خدمتونو  او ارتباطاتو د اتصال او نښلیدو لپاره روح بلل کیږي او لکه څرنګه چې د نبات پاڼه بدون له اکسیجن او هواڅخه وچیږي، همدارنګه ټول بیسیم مخابرات له فریکونسي پرته ناممکن دي .

د هر هیواد په څیر د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره ( اټرا ) هم په خپل وار سره د منطقوي او نړیوالو ادارو او سازمانونو سره چې افغانستان یې غړیتوب لري د طیفي منابعو او راډیویې فریکونسی د تخصیص، کنترول، د غوره مخابراتي خدمتونو د وړاندې کولو او په دې برخه کې د آزادې سیالۍ د رامنځته کولو په موخه په غاړه لري .

اټرا  ادارې تر اوسه په دې برخه کې تر ۳۳۰۰۰ زیات د فریکونسۍ جواز لیکونه غوښتونکو ته ویشلي دي چې نه یوازې د موجوده مخابراتي خدمتونو د عرضه کولو لپاره  ترې ګټه اخیستل شوې ده، بلکې د تداخل ( د فریکونسیو د چینلونو تر منځ  ټکر ) څخه یې هم د امکان تر کچې مخنیوی شوی دی او د هیواد د ملي عوایدو په راټولونه کې یې هم یو مهم او رغنده رول لوبولی دی .

په دې برخه کې د مسلکي تجربې او د فریکونسي په برخه کې د ترسره شوې محاسبې په بنسټ ویلی شم چې : په کابل ښار او لویو ښارونو کې د مساحت په نظر کې نیولو سره د ځمکې د قیمت څخه د هوا ( فریکونسي ) قیمت څو ځله لوړ دی .

اټرا ادارې  د افغانستان په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د فریکونسي مزایده ( بولي ) یا Spectrum Auction چې په پرمختللو هیوادونو او ټوله نړۍ کې د فریکونسۍ د ویش لپاره غوره میتود ګڼل شوی دی د نړیوالو معیارونو سره سم او له راډیويې فریکونسۍ څخه د اغیزمنې ګټه اخیستنې ( د ملي عوایدو زیاتوالي او مخابراتي خدمتونو د کییفیت د ښه والي ) په موخه د روان ۲۰۲۱ کال د جون په ۳۰ مه ( ۹/۴/۱۴۰۰ ) نیټه  تر سره کړه .

د فریکونسي نوموړې مزایده ( بولي ) چې د فریکونسي په دریو باڼدونو ( ۱۸۰۰، ۲۱۰۰ ، ۲۶۰۰) میګاهرتز کې تر سره شوه په نتیجه کې یې د افغان ټیلیکام ( سلام ) مخابراتي شرکت د  ۱۷.۲ میلیونو امریکایي ‌ډالرو په بدل کې د فریکونسي په ۱۸۰۰ میګاهرتز بانډ کې د ۲x۵ میګاهرتز فریکونسي ګټونکی شو .

 نوموړې مزایده ( بولي ) د افغانستان لپاره لومړۍ تجربه او د ګډون کوونکو شمیر  یې کم و،  خو هیره دې نه وي چې د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره ( اټرا )  د فریکونسي د تخصیص او ویش په برخه کې لومړی مهم تاریخي قدم او بنسټ کیښود .

امنیتې ستونزې او جګړه نه یوازې د هر هیواد هر سیستم او وګړی ګواښي، همدارنګه په ګران هیواد افغانستان کې هم دغو ناخوالو د مخابراتي خدمتونو د ښه کیفیت او ټیټ نرخ په مقابل کې غټه ننګونه رامنځته کړې ده.

موږ هیله من یوو چې پر هیواد د سولې د خوږې هوا په رالګېدو سره به نه یوازې ددې خاورې هر وګړی او بوټی د آرامۍ او خوښۍ ساه وکاږي بلکې ورسره به د مخابراتو په سکتور کې هم د پام وړ تغیر رامنځته شي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب