جمعه, مې 10, 2024
Homeخبرونهعبدالله: د زور پر وړاندې د افغانانو دریځ څرګند دی

عبدالله: د زور پر وړاندې د افغانانو دریځ څرګند دی

تاند (یکشنبه د سرطان ۲۰) د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا ایران ته د افغان حکومت له تللي مذاکراتي پلاوي سره په لیدنه کې یو ځل بیا ټینګار کړی، چې افغان جګړه نظامي حل لار نه لري نو اړینه ده چې ټولې هڅې د سوله ییزو لارو پر موندلو متمرکزې شي.

د ملي روغې جوړې شورا وايي، عبدالله عبدالله نن یکشنبه وروسته له غرمې د حکومت د مرکچي پلاوي رییس او غړو سره په سپېدار ماڼۍ کې وکتل.

ښاغلي عبدالله وویل په دې لیدنه کې وویل چې افغان دولت د تلپاتې او عادلانه سولې غوښتونکی دی او له اوسني بحران څخه د وتلو لپاره یوازینۍ لار مذاکرات بولي.

نوموړي پر طالبانو غږ وکړ چې د وخت ضایع کولو پر ځای دې له سوله ییزو لارو د افغان کشالې پای ته رسېدو ته خپله رښتینې اراده څرګنده کړي.

عبدالله عبدالله ټینګار وکړ چې افغانان هېڅکله زور ته نه دي تسلیم شوي او که چېرته څوک په زور خپله اراده پر دوی تحمیلوي نو له توند غبرګون سره یې مخ کېدلی شي.

د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر زیاته کړه، «موږ سولې ته ژمن یو، د خپل هېواد او خلکو د راتلونکې په برخه کې هم مسؤلیت لرو، هېڅوک دې فکر نه کوي، چې د زور له لارې پر افغانانو ځانونه تحمیل کړي، د زورګویې پر وړاندې زما او د افغانانو دریځ روښانه دی.»

دا خبرې وروسته له هغه کېږي چې څو ورځې مخکې د طالبانو پلاوي مسکو او یران ته سفر وکړ او همدارنګه یې په تهران کې له ایراني چارواکو او د افغانستان د حکومت له یوه پلاوي سره وکتل. دوی د خپلو خبرو په پای کې تایید کړه چې د افغانستان مسله پوځي حللار نه لري او باید د خبرو اترو له لارې سیاسي جوړجاړی وکړي.

د طالبانو پلاوی مسکو ته رسېدلی

1 COMMENT

  1. مګر ښاغلی عبدالله د طالب چارواکو د ادعا په اړه چی موږ عبدالله ته خلیلزاد له لوری ۹۰ ورځو لپاره د اوربند طرحه لیږلی وو مګر عبدالله طرح تسلیم شوی وو مګر کتلی یی نه وو کوم نوی څرګندونه ندی کړی دا د ټولو رسانیو ملی او افغانانو د ژمنتیا لپاره مسولیت دی چی عبدالله څخه یاد ادعا په اړه سپیناوی وغواړی کچیری ورته کار شوی وی نو بیا افغان دولت ته پکار ده چی له یاد شورا څخه لاس په سر کړی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب