دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهد طالبانو پلاوی مسکو ته رسېدلی

د طالبانو پلاوی مسکو ته رسېدلی

تاند(پنجشنبه، د سرطان ۱۷) د روسیې د انترفکس خبري اژانس د راپور له مخې، د طالبانو د قطر د دفتر پلاوی نن مسکو ته ورسېد چې د کریملین له چارواکو سره خبرې وکړي.

انترفکس خري اژانس د طالب پلاوي د سفر په اړه نور جزییات نه دي څرګند کړي.

د طالبانو پلاوي تر دې وړاندې په تهران کې له ایراني چارواکو او دغه راز د افغانستان د حکومت له یوه پلاوي سره وکتل. دوی د خپلو خبرو په پای کې تایید کړه چې د افغانستان مسله پوځي حللار نه لري او باید د خبرواترو له لارې سیاسي جوړجاړی وکړي.

د طالبان پلاوی تر دې وړاندې هم څو ځلې مسکو ته تللی دی.

له افغانستانه د امریکا او ناټو ځواکونو له وتلو وروسته په دې هیواد کې د پاکستان، ایران، چین او روسیې نفوذ په زیاتېدو دی. مسکو ته د طالبانو د پلاوي سفر په دې لړ کې ګڼل کېږي.

روسیه که څه هم په ظاهره د منځنۍ اسیا د هیوادونو د بېرولو لپاره د طالبانو پر وروستیو پرمختګونو اندېښنه ښيي خو د دې لپاره چې له امریکا یې په افغانستان کې د خپلې ماتې بدل اخیستی وي، د طالبانو په بري خوشاله ده.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، روسیې نن (پنجشنبه) وویل، حاضره ده چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته د دغه هیواد له لوري تاجکستان ته د پېښېدونکي خطر د مخنیوي لپاره له دوشنبې سره مرسته وکړي.

تر دې وړاندې پرون (چهارشنبه) تاجکستان د روسیې په مشرۍ د ډله ییز امنیت له ټولنې غوښتي و چې د افغانستان له لوري د ګواښونو په وړاندې ورسره مرسته وکړي.

2 COMMENTS

  1. TO TALIBS DELEGATES;
    THIS IS NOT SHYME FOR YOU?
    ONE DAY GOING TO ISLAM BARBAAD-
    ONE DAY GOING TO IRAN SHITAAN-
    ONE DAY GOING TO RUSSIA.CHINA…
    DAR BA DAR KHAAK BA SAAR
    WHY YOU NOT COMING TO KABUL/KANDAHHAR/PAKTIA&JALAAL ABAAD
    what you think about self/what that country think about you?
    you are too much stupid from animals.
    if really you are afghan/your home is afghanistan.
    first do not destroyed our public property like dame road/bridge/schools
    and come in to AFGHANISTAN HUGE WITH AFGHANS.
    ZHWANDEE DEE WEE AFGHANISTAAA AAAAAAAAN

  2. د طالبانو په منځ کې دوتنه رسمي پاکستاني پلورول شوي جاسوسان دي. يو یې دوس ملا شاهین او دوهم یې دوس او نرښځی ملا عباس د خباس زوی. تر دوی لعین د طالب په منیځ کې نه شته او نه پیدا کېږي. یو ددې دواړو څخه په هر ډول چې وي د طالبانو په بهرنیو مجلسونو کې ګدون کوي تر څو د پاکستان منافع وساتي او یا دا چې د خبرو مطلق ګذارش خپل د مور مېړونو ته ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب