ليکنه: بخت جمال کريمي
د اسلام مقدس دين په ښکلاو سينګار، د هېوادنۍ مينې رڼا ته روان او په ارزښتونو مئين د افغانانو له منځه ټولګی شوي افغان ځواکونه هغه اتلان دي چې د نن تاريخ د عظمت او درنښت فصل زرغونوي. د افغانستان او افغانانو تېر برم خوندي ساتلو لپاره په لوړه اراده مخته ځي.
له اسپ دل دل پرته د شير خُدا، خالد بن وليد، سلطان محمود غزنوي، احمدشاه دُراني، خوشحال خان خټک او خپلو نورو… رشته دارو مشرانو په پل پل روان دي او د “خدای، هېواد، دنده” شعار عملي کوي.
افغان ميړني ځواکونه په داسې يوه زماني مقطع کې سنګر نه پريږدي چې په سل نومونو سل لاسونه په دې موخه را اوږده دي، چې د يوه باتور ملت نوم د پناه په ښامار وخوري.
د افغانستان په نوم زموږ له وياړونو ډکه جغرافيه په خپلو کې تقسيم کړي. د خپلو سياسي او اقتصادي جګړو په اور يې وسيزي. لعل او جواهر يې لوټ کړي. په خوږو اوبو يې خپلې جل وهلې ځمکې خړوب کړي.
خپلو رد شويو مذهبي روشونو ته لارويان پيدا کړي او په سپین سترګۍ خپل شرمي فرهنګونه را دود کړي.
په دې يو موټي جغرافيه کې مېشت ورونه قومونه خپلو شومو اهدافو ته رسېدو لپاره د نژاد، ژبې، مذهبي مسايلو او پر نورو بېلابېلو نومونو پر يو بل ووژني. په خپل کور کې يې بې کوره کړي. عزت او ټول ارزښتونه مو د پرون په سرنوشت اخته کړي.
زموږ د تېر، نن او سبا دښمنان د دې يادو ټکو عملي کېدو لپاره په هيڅ وحشت او مکارۍ صرفه نه کوي، خو يو درې رنګه بيرغ په ولي سپین مسلمان او غيرتي افغان پوځ يې هيلې د خپل غضب په مرميو په ټنډو ولي. په بل مخ يې اړوي او د خپلو خړو موزو ګرد پرې څنډ وهي.
دا د اللهُ اکبر په نارو مست پوځ په نړۍ د افغانستان پېژندنې قصيده تکراروي او هر اخيستی قدم يې د بدلون زيری کوي.
بس همدا ده چې ماته تر ځانه ګران، د افغانستان او افغانانو بد خواوو ته تندر د اسمان دی.
زما اتله!
ته “خدای، هېواد، دنده” وپاله! ته اتل يې. يوازې ته يې کولی شې. دومره لوی مسوليت تر سره کول د هر چا کار نه دی.
ته دې ژوندی يې او له دښمنانو دې دنيا د کوڅه ډبو سپيو په مرګ پاکه شه!