جمعه, نوومبر 22, 2024
Home+د احمدي په ویر کې د ځینو فرهنګیانو پیغامونه

د احمدي په ویر کې د ځینو فرهنګیانو پیغامونه

استاد پیر محمد کاروان:

. لویې لارې مسافره، لاره دې رڼا، په مخه دې ګلونه جنتونه. نصیرجانه زړګیه، آرام ویده شه

یو زړګی و، یو زړګی و، زړګی ړنګ شو

ها ودان په مینه مینه سړی ړنګ شو

بېګا ستوري په نري غبار کې پټ وو

له سپوږمۍ نه ښویېدلی ټیکری ړنګ شو

د ژوندون کیسه بې سُره راته ښکاري

چې ترې سُر دی کوچېدلی او، لی ړنګ شو

د شبنم د نشت خبره یې تر غوږ ده

په صحرا کې سینه سوی رېدی ړنګ شو

په کیسو پسې یې درسته پښتو ژاړي

هسې نه چې یو کابل او غزنی ړنګ شو

تا به وې چې تر الماسو به هم سخت وي

په ګوتمۍ کې یو د اوښکو غمی ړنګ شو

تیږو لاندې دي نبات نبات لاسونه

په چغار د شنو طوطیانو ټولی ړنګ شو

د مجلس یاران له خوند و رنګه پاتې

هغه شرنګ اوهغه رنګ خو هی هی ړنګ شو

مصور به یې ښکالو د تصویرونو

ژوندۍ ساتي چې زرغون پسرلی ړنګ شو

ډاډګیرنه مې تمامه شوه کاروانه

د ناول د مینانو کورګی ړنګ شو

پروین ملال:

وَبَشِّرِ الصَّابِرِينَ الَّذِينَ إِذَا أَصَابَتْهُم مُّصِيبَةٌ؛

قَالُ إِنَّا لِلّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعون.

دافغانستان  مشهورناول ليکوال نصيراحمد احمدي دي خدای وبخښي , کورنۍ اودوستانوته یې دلوی رب ج څخه صبرغواړم.

عبدالوکیل سوله مل:

د پښتو داستان د بې جوړې لیکوال ابدی سفر

نن د پښتوداستان د نوی ښیرازه شوي بڼ ښایسته ګل ورژیداو. پخپل بې وخته مړینه ېې خپله کورنۍ او هم دپښتو کیسې کورنۍ د ویر په ټغر کینول.

نصیر احمدی نه یوازې پخپلو لنډو او اوږدو کیسو ټول منلی بریالی او نومیالی لیکوال و، بلکې د اخلاقو، تقوا او استغنا بیلګه هم وه. دی یوازینی پښتو کیسه لیکوال و چې په لنډ عمر کې ېې له ټولو ډیرناولونه (14) ولیکل، اوپه افغانستان کې ېې د ډیرو لوستونکو لیکوالو په منځ کې ریکاردټینګ کړ. د ده ځنې ناولونه لکه (بغدادي پیر) ترلسو ځل هم زیات چاپ شوی دی. دهغه د کیسو روان سره پیلی نثر، کرکترکښنه ، انځورونه، د کیسو موضوعات او د کیسې خپل ځانګړی سبک به د ځوان کهول له پاره د کیسه لیکنې یو ښه مثال او بیلګه وي.

په وروستی ځل ېې چې یوې غرمنۍ ته میلمه کړم ، د ده (بغدادي پیر) د ناول د لیکلو په سر د ګواښ حیرانونکی نکل راته تېر کړ. هغه یاد ېې اوس هم راته مخې ته ولاړ دی.

خدای دې وبخښي

اروا ېې ښاده

یادونه یې تلپاتې

اکبر کرګر:

احمدي د مينې، عاطفې له احساس او استغنا ډک انسان و. د نصير احمد احمدي مړینه د پښتو داستان ليکنې بهیر ته نه جبران کېدونکي ضايعه ده. احمدي داستان هستولو، کلېشه يي داستان نه، بلکې د سيمې په کچه داستان او په هغه کي د ملي ارزښتونو، دهېواد د جګړه ځپلي انسان د درد، په خپلواکۍ د مين انسان د احساس انځورګر و.

استاد اجمل ښکلی:

د احمدي صاحب وفات له پښتو کيسې ژوندى قلم او خوندوره انځوريزه ژبه واخيسته.دا د افغانستان لپاره يو دروند زيان دى.د احمدي صاحب غوندې په ملي فکر او شعور سمبال ليکوال به درېغه پښتو کله مومي. مهذب انسان ځوانيمرګ شو. خداى دې افغانستان ته د خدمت له مخې وبښي. دروند غم دى.

هارون حکیمي:

د نصیر احمد احمدي سره مو وروستی خدای پامانی وکړ. وروڼو ته یې تسلیت ته ورغلو، وامو ورېدل او ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ مو ورکړ خو موږ ټولو ته ددې ضایعې ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ پکار دی.

‎احمدي په کم وخت کي ‌‌‌‌‌‌ډېر، ارزښتمن، لوړ او روان داستاني آثار وپنځول.

‎د ټولني ذهني تنویر، فکري تعمیر او هیوادپالنه یې په ‌‌‌‌‌‌ډېره خوږه بڼه وپالله. خو لا ‌‌‌‌‌‌ډېر داستانونه سته چي تاریخ کړي یې وای او لا ‌‌‌‌‌‌ډېر تاریخونه سته چي داستان کړي یې وای.

‎موږ به یې د فکر، آثارو او یاد درناوی کوو. روح یې ښاد

هارون پاچا:  

د نوميالي ناول ليکونکي نصير احمد احمدي اروا دې ښاده وي. د کورنۍ او ملګرو ترڅنګ يې د پښتو ادب مينه والو ته د هغه د مړينې له امله تسليت وايم.

خان زمان کاکړ:  

زه حېران وم چې نصير احمد احمدي ولې دومره زر زر يو په بل پسې ناولونه ليکي او خپروي او دومره د معيار او د نوښت خيال هم پکې ساتي؟

بېګا وپوهېدم چې د هغه تګ ته تازيله وه. هغه لاړ او بيا نه راځي. د طاهر اپريدي له مرګه يوه مياشت پس د نصير احمد احمدي مرګ پښتو فيکشن بېخي خوار کړ. نصير بېخي ځوان، بېخي بې وخته لاړ. زموږ خيال وو چې پښتو ژبې ته به لا ډېر څه پيرزو کوي خو و نه شوه.

د مغفرت دعا ورته کوو.

ممتاز اورکزی:

بيان خفه شو،تقرير خفه شو

قلم خفه شو،تحرير خفه شو

بغدادي پيره!خانده او خانده

لاړو ښاغـلی نصېر خفه شو

شفیقه خپلواک:

خواره وطنه لیکوال دې ومړ

څراغ دې ولوېد په تیاره شپه کې

چېغه دې دپه، ساه دې بندي شوه

څېره دې ورکه شوه، آینه کې

“بغدادي پېره” راج دې چلېږي

پښتون لا هم یو ځنازې وړي

سترګې مو وځي، سترګې مو وځي

لارې مو ورکې، وطن تیارې وړي

احمدي صاحب د مصور د کتابونو پرانیستې ته راغلی و. له غون‌‌‌‌‌‌ډې وروسته تر ځن‌‌‌‌‌‌ډه ولاړ و. خندان و. خلکو سره غږېده. ورته ومې ویل چې همکاري ته به دې اړتیا لرو. ویل یې هېڅ به یې دریغ نه کړم. ما ویل ځینې  وخت بوختیاوې ‌‌‌‌‌‌ډېرې وي، لیکل کم کېږي. ویل یې، دا هسې پلمې دي. چې زړه دې وغواړي لیکلو ته تل وخت شته. د تاریخي څېرو څو نومونه مې ورته واخیستل چې د زلمکیو او پېغلټو لپاره پرې بېوګرافي ‌‌‌‌‌‌ډوله ناولونه ولیکي. ده یوازې امیر امان الله خان او ملکه ثریا ترې خوښ کړل، ویل دې نورو جنګونه ‌‌‌‌‌‌ډېر کړي.

وروستۍ خبرې مو پر همدې کتاب وې، نیت مو و مصور یې د خپلواکۍ ورځې ته چاپ کړي. خو زه نه پوهېدم چې دا کتاب به مې لکه ‌‌‌‌‌‌ډېرې نورې هیلې یوازې په زړه داغ پاتې شي!

سهار استاد غضنفر راته وویل چې نن سبا یې ‌‌‌‌‌‌ډېر د امیر امان الله خان او احمدشاه بابا په اړه لوستل.  د انسان زړه ته به څرنګ ولوېږي چې زموږ د خوارې ژبې یو پیاوړی لیکوال دې داسې ژر وکوچېږي…؟ بې وخته و دا تګ ‌‌‌‌‌‌ډېر بې وخته.

هیله ده هلته ارام او په سوله کې واوسې!

مریم امرخیل:

یا الله زړه مې درد کوي احمدي صاحب خو د مرګ نه وه. دا ولې مو له هرې خوا راړنګه ده، ولې؟ داسې خواږه او ددې خاورینې ځمکې له روح نه جوړ رېښتوني خدمتګاره انسانان داسې ژر زموږ له ژونده؛ زموږ له خاورې او وطنه درومي

لومړی ځل وه چې د پښتو ناول نه مې خوند اخیست او هر ناول یې زما د ژوند فکري دریڅې راپرانیستلې.

په خوږو او زړه راښکوونکو سوچه پښتو تورو کې به یې د د پښتنې مینې، ژوند او تاریخ کیسې بیانولې.

د غلجي میرویس نیکه شهکاریې وکښه.

زموږ د ځوان نسل د شعور او فکري بیدارۍ لپاره یې ډېرې هلې ځلې وکړې او موږ ته یې د بغدادي پیرانو دروغجنې څېرې رابرملا کړې.

خدای دې هغه دنیا درته جنت او ګل ګلذار کړي.

عابده سپوږمۍ

کرونا به په دې دوه کلونو کې هېڅ ژبې او هېڅ فرهنګ ته دومره زيان نه وي رسولى لکه څومره يې چې د احمدي صاحب په تللو پښتو ادب او فرهنګ ته ورساوه، سره له دې چې احمدي صاحب خپل حق ادا کړى وو خو په تګ يې د پښتو ادبياتو يوه ډېره خوږه او له ادبي تومنې ډکه برخه خالي پاتې شوه.

خلک وايي خپله ګل شې عمر د نه، خو احمدي صاحب هم خپله ګل و هم يې عمر خو زه باور لرم کوم ګلان چې احمدي صاحب د پښتو ادب په بڼ کې کرلي لکه ، رڼا، پټان، جوجو، بغدادي پير، خونکار، د غنې ځاله نور….. تل پاتې او هميشه بهار وي.

مجید قرار:

انا لله و انا الیه راحعون

د ملي وجدان را ویښوونکی لیکوال نصیر احمد احمدي د رب درګاه ته ور وکوچېد. خدای تعالی دې رحم پرې وکړي. پر موږ دې هم رب رحم وکړي چې داسې درنو او نه جبرانېدونکیو تاوانونو ته مو ور مخه ده.

احمد تکل:

له پرون راهیسې نه پوهېدم چې د نصیراحمداحمدي ویر څنګه وکړم. اوس هم نه پوهېږم خو ځان مکلف بولم. ما یوازې یوځل هغه هم څو کاله مخکې ورسره لیدلي و، او همدا لیدنه کافي وه چې اثر یې پر ما د ټول ژوند لپاره پاتې شي. وروسته یې له آثارو سره بلد شوم.

اوس پرته له دې چې روح ته یې دعا وکړم بله هېڅ لاره نه ده را پاتې.

احمدي پیره، د هغې دنیا لپاره دې همدا توښه بس ده چې په یوازې ځان دې د څو انسانانو په برابر ژوند وکړ.

ښکلا ځدران:

ځیني انسانان د مرګ ندي. خو ځیني بیا دومره ښه دي چې دا دنیا او خلک د دوی لیاقت نلري، نو داسې ناڅاپه ځي.. له ما شومتوبه راهیسې یې پخپلو ناولونو وژړولم، او اوس یې پخپل ناڅاپي مرګ.

کاینات سادات:

په مرګ یې له زړه خواشينې شوم، احمدي صیب د مرګ سړی نه و، د پښتو او پښتنو د طمعې سترګې ور اوښتې. دای بايد داسې ژر نه وای تللی او د ( بغدادي پیر) او (جوجو) ناول په څېر یې لا ډېر شهکارونه پنځولي وای.

امنه فنا:

غم یې  څه تېره خنجر دی

زړه مې غوڅ غوڅ دی پرهر دی

پر وطن مې توره شپه ده

ترېنه لمر کړی سفر دی

مونږه پاتې شوو تیاروته

د مرګ خوب وړی سحر دی

روح دې ښاد جنت الفردوس دې ځای احمدي صاحب

ډاکټر محمد تنها:

موده مخکي مې د يوې موضوع په اړه پيغام ورته پرېښی وو، ځواب لږ وځنډېدو نو ټليپون مې پسې وکړ، غږ يې وهلی غوندې ؤ وېل کرونا نيولی يم، خو د هغو لوړو اخلاقو له کبله چې ده لرل په همدې ناروغ حالت کي يې هم د ځواب له ځنډ څخه لس ځله بښنه وغوښته. زښته ډېر ملايم، مؤدب، هيوادپال، مينه پال او انسان پال شخصيت وؤ. د افغان ناول ليکونکي نصير احمد احمدي تشه به د افغانستان نثري آثارو په ډګر کې تر ډېرو ډکه نشي،  روح يې ښاده او د ښو ياد دې تلپاتی وي. آمين

کورنۍ، دوستانو او ملګرو ته يې تسليت وايم.

عارفه عمر لور بشیر:

زموږ د کيسه ايز ادب تر ټول ستر څلی ونړېد

پرون مې ټوله ورځ په سفر تيره شوه، ځکه نن سهار زه د خپل يو ځوان او ښه همکار او ورور ، د پښتو ژبې د کيسه ايز ادب د بې جوړې پياوړي ليکوال احمدي صيب له مرګه خبره شوم، زما له پاره دا خبر له شاک څخه کم نه و، هغه څوک چې د هغه په شتون کې د پښتو کيسه ايز ادب د ودې او پراختيا له پاره زموږ هيلې لا ځواکمنېدې او يقيني کېدې.

هغه چا چې هرې کرښې يې زموږ ادب، ژبې او خلکو ته ډير څه ورکړل، خو په تګ يې دغه ادبي وده به ضرور ټکنۍ شي.

احمدي صيب

جنتونه دې ځای شه، بې له شکه ته به نور څه و نه ليکې خو ستا هره ليکلې کليمه به تا تل زموږ د ادب د يوې ځلاندې څېرې په توګه ژوندی وساتي.

بهیج عثماني:  

درې – څلور کالونه مخکې مې ورته پيغام واستاوه. تازه يې (بغدادي پير) له چاپه راوتلی و. ورته مې وويل ، پر ژوند اعتبار نشته، راشه دا خپل ناولونه په خپل غږ ثبت کړه، يو يادګار به دې پاتې شي او هم به ډېر خلک ترې ګټه واخلي. ژر يې راسره ومنله. يو دوې ورځې وروسته يې په خپل ښکلي او درانه غږ د (بغدادي پير) لومړۍ برخه راولېږله. دواړه ورته خوشاله و. څلور برخې خپرې شوې. زه پينځمې برخې ته په تمه وم. ماخوستن يې راته ټليفون وکړ، سخت خپه و.

لومړی يې ژمنه راڅخه واخيستله چې چا ته به نه وايم. وې: « پير صاحبانو په مرګ ګواښلی يم. ويل يې په کتاب مو درته څه ونه وې اوس يې په غږيز ډول خپروې چې هر کلي او کور ته ورسېږي. ما ورته خپل استدلال وکړ خو دوی ونه مانه. دوی ويل له بغداد څخه خو زموږ نيکه راغلی و. ستا له موږ سره څه دښمني ده؟ په ډېر عذر او زارۍ مې ځان ترې خلاص کړ. په ما يې شرط ايښی چې د کتاب نوم به هم بدلوم او د ابغدادي پير ټکی به ترې ليرې کوم.»

خدای شته زه هم ډېر خپه او د ده خونديتوب ته لا ډېر اندېښمن شوم. څه موده وروسته يې د کتاب نوم په (اډېوېډ جونز) بدل کړ او د دواړو هغه هڅه چې د ده ټول ناولونه به د ده په خپل غږ خپروم د تل لپاره پاتې شوه.

رښتيا هم د ګل عمر لنډ وي. نصيراحمد احمدي يو بې ‌جوړې «گل» و. جنت يې ځای او د خدای ديدار يې په نصيب.

 إنا لله وإنا اليه راجعون

ډاکټر نور الحبیب نثار:

احمدي صاحب ډېر ځوان و. ډېر ژر وفات شو. که ژوند ورسره وفا کړې واى، د پښتو ژبې او ادب ځولۍ به يې له ګلاليو کيسو، ناولونو او د شامېړنيو له ژوندليکونو ډکه کړې واى. اوس يې هم په ډېر کم عمر کې ډېر زيات کار وکړ. درېغه چې مرګي نور مهلت ور نه کړ او له دې سره پښتو ژبې او ادب ته ډېر لوى زيان ورواوښت.

نوشابه اشنا:  

احمدی صاحب ته ولاړې، خو د نامراده ژوند کیسه دی بل دردونکې ناول پاتې شو.

د مړینې خبر دی راته لکه د ابۍ او دادا بچې دروند تمامیږي.

د لیکوالۍ د ځانګړي استعداد تر څنګ د ښو اخلاقو او دروند شخصیت بیلګه وې.

درنې خور لیمې څاروان د خداې بخښلي احمد ي صاحب نورې کورنۍ ،د پسرلي صاحب درنې کورنۍ او تولو خواخوږو ته ددې دروند غم تسلیت غواړم.

ډاکټر محب زغم:

 وږ يې راويښولو، موږ راويښ نه شو، دی پخپله ويده شو. د تل لپاره.

ډاکټر احسان الله درمل:

ظالمه! په مرگ هم له خپله سبکه وا نه وښتې. د ژوند ناول دې د خپلو ناولونو غوندې داسې ځای تمام کړ، چې د ټولو سترگې دې ډکې کړې!

صدیق الله بدر:

خدای دې اروا ښاده لره. جنت فردوس دې ځای شه خو احمدي صاحب د نشتون غم به دې څنګه زغمو.

اوس به راته څوک هغه څه ولیکي چې تا لیکل او زموږ زړونه دې ګټل.

عزيز الرحمن حقيار:

(بوډا او د لېوانو پلونه) ناول مې په کلي کې لوستی و،هغه وخت یې دومره خوند راکړی و،چې درې ځلې مې ولوست

کوم یو اثر یې که رانه پاته وي، نور مې د دې بې جوړې لیکوال ټول آثار لوستي دي،که به مې د داستاني ادب د لیکوالو په اړه فکر کاوه؛احمدي مې د زړه ډاډ و. .

څومره اغېز چې د ځوان پښتون کهول پر افکارو “بغدادي پیر” وکړ حتی ډېرې مهمې او مشهورې رسنۍ ترې عاجزې دي.د تاریخ داسې یو پټ باب یې را لوڅ کړ،چې ډېرو یې د ویلو جرآت نه درلود.بغدادي پیر د شیطان صفته ځواکونو پر مخ درنه څپېړه وه.همدا ناول به د تاریخ دې کرغېړن تکرار ته د تل لپاره یو معقول او کاري ځواب وي.

د ځوانیمرگ احمدي “جوجو”ناول یو بل بې جوړې شهکار اثر دی،چې پر پښتون انسان د پېړیو حاکم فکر یې د ویلو او او برملا کولو هېڅ اخلاقي جرآت نه درلود،خو دې کمساري لیکوال دا له گندگیو ډک او ناولی اړخ خلکو ته په مردانه وار قلم ورلوڅ کړ،که چا نه وي لوستی ویې لولئ او د خپل ۵۰۰۰ کلن تاریخ له اصلي څېرې ځان خبر کړی. .

زما لپاره بده دا وه،چې احمدي مې یوځل ډېر مخکې لیدلی ؤ، خو خبرې او هرڅه یې رانه هېر دي او ښه پکې داده، چې د دې عظیم انسان او ستر لیکوال نیږدې ټول آثار مې لوستي دي.

ښه خو دا چې دې چا نوم پکې یادېږي

په فاني دنیا به نه وي ژوندی تل څوک

انا لله و انا الیه راجعون

سخت پرې غمجن یم

له زړه دعا ورته کوم چې خدای ج یې پر گور نور کړي

روح یې ښاد

یاد یې تلپاتې

درنښت

استاد عزيز الرحمن حقي

شېبه باران:  

سره تبۍ وه

دسرې تبي

یوه ساه پر ترکېدله

د پښتو نبضونه مړه وو

ناولونه ډېر غمجن

د( رڼا) پر مخ خپور شو

تور څادر د ماښامونو

ځوانیمرګ نصیر احمد (احمدي) په اوس وخت کې د پښتو ژبې د ناول او کيسو سرلاري د اوږده سفر لاره خپله کړه، رب العلمین دې جنت الفردوس نصیب کړي خدای دې وبښي پر مزار یې نور کورنۍ دوستانو او د لیکنو مینه والو ته یې د زړه صبر او اجر غواړم.

پاکیزه ارزو:

په فيسسوک د جګړې له وحشتونو، د مجبور  ولس له بې وسيو، د غربت او لوږې د تصويرونو د نه ليدلو په خاطر څو ورځې فيسبوک بند کړم او له څو ورځو وروسته چې بيا فيسبوک ته راشم، بيا هم هماغه د غم سندرې او د‌غم کيسې وي‌. د همدې غم لړلو تصويرونو او کيسو بده پېښه د  نصير احمد احمدي صاحب د مرينې خبر و چې ډېره پرې ودرېدم. احمدي صاحب دې الله ج وبښي جنتونه يي ځای شه، کورنۍ، دوستانو او د ادب مينه والو ته تسليت وايم.

اروا يي ښاده

حیات ژوند:

چا ته چې د سړي سترګې اوړي، هغه ته مرګ سترګې نیولې وي.

تا باید ډېر نور ناولونه لیکلي وای، باید مړ نه وای، باید ساګانې دې په زور اخیستې وای، مرګ دې په شا تمبولی وای، ته لا ځوان وې، د ځوان کهول هیلې درپورې تړلې وې. تا باید بل نیکه، بله زرو، بل جوجو او د غڼې بله ځاله هست کړې وای؛ خو دریغا مرګ لکه د غڼې ځالې په شان درنه تاو شو؛ افسوس چې بې وخته تاو شو. ته عادي سړی نه وې، له تا سره ستا خپل کیسه ییز سټایل او سوژې هم مړې شوې. کرکټرونه بې ساه شول او تصویرونه تت.

نصیر احمد احمدي مرحوم، دویم سفر دې کامیاب

دا څه ووایمه تا ته چې رحیم یې که رحمان يې

چې په خاورو کې کړې خاورې، د ګلاب ښکلی اوربل

غني‌خان

غزا نور:

نصیر احمد احمدي ښایي پوهېده چې ځوانیمرګ کېږي. ناولونه یې لیکل ژر ژر یې لیکل. خو دې برخه کې بې جوړې او لیکل یې په معیار برابر و.

بختور و چې ټولنه یې د لیکوالۍ پر ارزښت پوهېده او هر ناول یې تر لیکلو وروسته سملاسي او بیا بیا چاپ شوی.

څو کاله مخکې مې دده پر ناول نیکه لیکنه کړې نوم یې هم دی (د نیکه همځولی لمسی) دی لاړ خو پر ناولونو به یې ډېر لیکل وشي. داسې ستر انسانان نه مري.

مړه هغه چې نه یې نوم نه یې نښان شته

تل تر تله په ښه نوم پایي ښاغلي

اصف عمر:

په 2003 ز کال کې د بي بي سي تعليمي خپرونو ته کامياب شوم. د هر بل ځای په پرتله دلته کار ډېر و. خو د دفتر دوستانه فضا هرچا ته د خوښۍ او شوخۍ انرژي ورکوله. په دې منځ کې دوه ملګري تر نورو ډېر شوخ برېښېدل. يو يې نصير احمد احمدي او بل يې صالح محمد صالح و. دوئ به يو ځای ګرځېدل. په ښځينه او نارينه همکارانو به يې د «ای چينجنې! يا ای چينجنه!» غږ کاوه. ماته ښه نه ښکارېدل. خو همکارانو بده نه منله. وروسته صالح له دفتره خفه لاړ. ما د نصير احمد په څېره کې داسې خفګان وليد لکه سړي چې ورور له لاسه ورکړی وي. دلته مې سر خلاص شو چې خلک ورڅخه ولې نه خفه کېدل. هغه د مينې او عاطفې يو سمندر و. دغه مينه هغه په شوخۍ کې همکارانو ته ورکوله. ځکه په هغوئ خوږه لګېدله. يوه ورځ په طعام خورۍ کې ناست وو. هرچا د ډوډۍ پر سر د خپل کار ستاينه کوله. ده وويل. ما خپل خپلوان اسدالله غضنفر ته وويل چې په دفتر کې مې کار د ډېرو سابقه دارو ښځو له کار څخه ښه دی. هغه ويل ښځې پرېده، له سړيو سره سيالي وکړه. موږ ټولو وخندل. اوس ما هغه ته د نصيرجان په نامه غږ کاوه. کوم مېز ته به چې هغه ناست و هلته به تل خندا وه. په دې ترڅ کې د هغه اول ناول « بوډا او د لېوانو پلونه» چاپ شو. خلکو بې اندازه خوښ کړ. اوس نو د ټولو سترګې په نوې بڼه ور اوښتلې.

د کار په ساحه کې هرڅوک غواړي پرمختګ وکړي. په دې ترڅ کې زه د خپلې ډلې کورډينېټر شوم. نصيرجان سره له دې چې تر ماڅو مياشتې مخکې دفتر ته راغلی و په خپل ځای پاتې و. په څېره کې يې خفګان ليدل کېده. خو دا له چا سره رخه نه، بلکې له ځان سر جنګ و. هغه ځان ته ويل چې ته له چا کم يې؟ همداسې چې د ادب په ډګر کې مخکې شوې دلته بايد هم مخکې اوسې.

دنيا په اميد خوړل شوې ده. دا اميد د نصيرجان په وجود کې تر نورو زيات و. البته په خپل ځان او مهارتونو يې باور درلود. کال دوه پس زموږ د څانګې د عمومي ايډيټر بست ته امتحان اخېستل کېده. دا ډېر لوړ بست و. د همکارانو په منځ کې ګونګوسه وه. هرچا د نورو نظر اخېست چې غوښتنليک ورکړم که نه؟ ما ته دا ځای له خپلې سويې لوړ برېښېده. په زړه کې مې سنجولې وه چې هرومرو له دوو مرستيالانو څخه يو کاميابېږي. کله چې د مرستيال ځای تش شو زه به د هغه د بست پر سر سيالي وکړم. خو نصيرجان چې تر ما يې رتبه ټيټه وه همدا لوړ بست ته عريضه ورکړه. دا ډېر جګ ټوپ و. د چا باور نه کېده چې ويې ګټي. مګر هغه په ځان کې ددې وس ليده. کله چې نتايج ووتل. هغه بست زما له اټکل سره سم له دوو مرستيالانو څخه يو ترلاسه کړ. مګر دفتر د نصيرجان جرئت او استعداد ته په کتو پرته له امتحانه د مرستيال بست ورکړ. هغه يو ځل بيا د کار په ډګر کې هم د ټولو سترګې له تعجبه وازې کړې. بل ځل چې د عمومي ايډيټر بست اعلان شو. زما لوړ ټوپ نتيجه ورکړه. هغه بست ما ونيو. وروسته زه نور هم بره لاړم. د دفتر ريس شوم. د نصيرجان په څېره کې مې ذره خفګان ونه ليد. هغه اوس د ادب په ډګر کې پاچاهي چلوله. پرله پسې ناولونو يې د خلکو زړونه تسخيرول. بالاخره د بغدادي پير ناول د ټولو سر شو. اوس نو نصيرجان په کيسه ليکنه کې د پښتو ادب ستوری نه بلکې لمر و. پلوشې يې هر ګوټ ته ورسېدلې. هغه د نور پرمختګ هوډ هم درلود. د هغه په خټه کې په خپل ځای درېدل نه و.

ددغو ټولو خوشحاليو او پرمختګونو ترڅنګ د نورو په څېر هغه هم درد درلود. ستونزو ځوراوه. په افغانستان کې د ډونرانو د کمکونو کمېدو د هغه په نورو اندېښنو سربېره دا اندېښنه هم وپاروله چې دفتر به وتړل شي. هغه به څه کوي؟ ماته عجيبه برېښېدله. دا اندېښنه بايد نورو درلودی، نه دومره مشهور ليکوال. ډېر کلونو وروسته چې هغه د کرونا په کرغېړنه ناروغۍ اخته و دا خبره راته زموږ بل همکار مجيب الرحمان محمودي روښانه کړه. هغه ويل نصيرجان ډارېده چې زده کړې يې تر دولسمه دي. څوک به وظيفه ورنه کړي. موږ دواړه ورته په غصه وو چې ولې يې د نورو همکارانو په څېر له وخت څخه استفاده ونه کړه او خپلې زده کړې يې بشپړې نه کړې.

يوه مهال د نصيرجان له اټکل سره سم د هغه بست او وظيفه سيالۍ ته واچول شوه. اول ځل مې دده په څېره کې بې اندازه تشويش ليده. دفتر ته راغی. هغه تل خبره سپينه کوله. ويې ويل چې غواړي دا بست هرومرو وګټي. ځکه چې له يوې خوا خپله له روماتېزم او د وينې د غوړ له لوړېدو ځورېږي. هغه به تداوي کړي، او له بلې خوا يې د ورور کاروبار خراب شوی. د کور ټول بوج په ده دی. سره له دې چې د يو امر په صفت ما ته د امتحان نتيجه مهمه وه، خو ده ته مې زړه ورکړ چې ته تکړه يې. ډېر امکان لري چې نتيجه ستا په ګټه شي. هغه خوشحاله ووت. کله چې هيئت امتحان واخېست او دی کامياب شو، په څېره کې خوشحالي وه. هېڅ مې له سترګو نه وځي. له ما يې مننه وکړه. ما ويل زما پکې ذره رول هم نه و. ستا خپل استعداد کاميابه کړې.

په نوي بست کې په هغه د کار بار ډېر زيات و. پخوا په دغه بست کې دوو مرستيالانو هم کار کاوه. مګر اوس بايد د ټولو کار ده په يوازې ځان کړی وای. ماته يې څو ځله شکايت وکړ. ددې لپاره نه چې کار په ځان کم کړي. بلکې وېرېده چې کار به په ښه توګه ترسره نه کړای شي. ما هاخوا دېخوا مشورې ورکولې. خو پوهېدم چې دی خپله يوه د حل لاره راباسي. بالاخره همداسې هم وشول.

له بلې خوا د هغه ناولونه دومره په پراخه پيمانه خرڅېدل چې اوس يې خپروندويانو ته وړيا نه ورکول. له ناولونو څخه د پيسو ترلاسه کولو د ادب په برخه کې د لا ډېر کار حوصله ورکوله.

ژوند ښه په درز کې روان و. د نصيرجان ټوکو هماغسې د همکارانو په څېرو کې خندا خپروله. له کومې خوا څخه کرونا ميراثمړې راپيدا شوه. بيا د ډونرانو زيات کمښت د نورو همکارانو په څېر نصيرجان ته هم اندېښنه واچوله. مګر له کرونا څخه نه ډارېده. اکثره به يې ماسک نه اچوه. زما په شمول ډېرو همکارانو ورته د احتياط سپارښتنه کوله. کله کله به يې زموږ د خوشحالولو لپاره ماسک واچوه. خو وروسته به بيا لڅ مخ ګرځېده. ټوکې به يې کولې. موږ په نظر کې لرل چې په نژدې راتلونکي کې د افغان ماشومانو لپاره د ژوندي کارټون په شکل ويډيويي پارچې جوړې کړو. نصيرجان په موبايل کې د خپلې لور ويډيو راوښودله. ښايسته تمثيل يې کړی و. هغه ورته ډېر خوشحاله و. ما يې په سترګو کې د اولاد د ښې روزنې غرور ليده. ما ويل کاش چې ټول افغانان د اولاد په روزنه کې همداسې زحمت وباسي. په تېره بيا د لور پرمختګ ته د نصيرجان په شان خوشحاله شي. قسمت داسې و چې بالاخره هغه مريض شو. زه د ماشومانو د خپرونو په دفتر کې له همکارانو سره غږېدم. دی راغی. له دروازې څخه يې همکارانو ته سپارښتنې وکړې. وروسته يې وويل چې پر سر يې درد او بې حاله دی. عادي يخ وهلی دی. موږ غلي غلي په شونډو کې موسل چې ګواکې ډارېږي. خو هغه د تګ پر مهال وويل:

– چې زما مريضي دا بله محترمه نه وي.

کرونا يې يادوله. موږ وخندل. بله ورځ مې په نصيرجان پسې سترګې ګرځولې. هغه نه و. دفتر ته ورغلم. څراغ يې مړ و. کله چې له همکارانو څخه د هغه د تکليف له زياتوالي خبر شوم زنګ مې وواهه. وارخطا و. ما ويل څه تکليف لرې؟ ويې ويل کرونا ده کرونا. داسې تېز غږېده لکه سړی چې په منډه کې چاته خبره کوي. تسلي مې ورکړه چې کرونا به نه وي. که وي هم دومره خبره نه ده. په ډېرو په اسانه تېرېږي. هاغه لږ کسان چې په تکليفوي هم اکثره يې بېرته جوړېږي. ويل نه وېرېږم. تشويش يې دا و چې بچيان يې غزني ته تللي. دلته يوازې دی. ما ويل خو ته هم لاړ شه. هلته به دې ښه خدمت وشي. دلته به يوازې څه وکړې؟ ويل وېرېږم چې هغوئ راڅخه ناروغ نه شي. دلته يو ورور راسره دی. خدمت مې کوي. ما باور نه کاوه چې هغه دې په کابل کې پاتې شي. هغه به له خدایه پلمه غوښتله چې وطن ته لاړ شي. همداسې هم وشول. ټلېفون يې کار نه کاوه. ما ويل ځه خو ددوئ په ولسوالۍ کې معمولا ټلېفون کار نه کوي. څو ورځې پس خبر شوم چې تکليف يې بېخي زيات دی. مسېج مې ورته وکړ. راته يې وليکل چې درې ورځې په کوما کې وم. اوس اکسيجن اخلم. د بدن اکسيجن مې څلوېښتو ته ټیټ شوي وو. اوس ښه دی پنځوس دي. هيله يې لرله چې لا به ښه شي. په پای کې يې ليکلي وو «خدای دې خير کړي».

څه موده وروسته يې ورور په ټلېفون کې وويل چې کابل ته يې درولو. ما ويل ښه کوئ. دلته هم ډاکټران ښه دي هم روغتونونه مجهز دي. بله ورځ خبر شولو چې اکسيجن يې آن اتياوو ته لوړ شوي دي. په دفتر کې د ټولو همکارانو اميد پيدا شو. هرچا ورته دعا کوله. خو تېر ماسختن چې مې ټلېفون راواخېست او د هغه د مړينې په باب مې ولوستل سر مې وګرځېد. هغه يوازې زموږ تکړه همکار او خوږ ملګری نه، بلکې په کيسه ليکنه کې د پښتو ادب لمر و. زموږ دا لمر د تل لپاره خاموشه شو. موږ به هاغه ګلالی انسان بيا ونه وينو چې په خپلو خوږو اخلاقو يې همکاران او د کيسو په خوږو يې پښتانه تازه او خوشحاله ساتل. زموږ نصيب خدايي خراب دی. چې په موږ کې يو ښه وي يا يې دښمن وژني، يا د خوشحال خټک خبره موږ خپله ورته جلادان شو. اوس خو کرونا راته بل غضب هم پيدا شوی دی. نور مو څه په وس پوره دي؟ بس دعا به کوو چې نصيرجان ته دې خدای هغه دنيا ښه کړي. الله دې يې جنتونه نصيب کړي.

جاوید اوربل:

 نصير احمد احمدي صيب زموږ ايډېټر و، موږ د ډېرو دفتري ناستو او ادبي مجلسونو ملګري وو.

د مرګ خبر يې ګنګس کړم، ژوند لکه هسې يو خيال راښکاره شو. د هغه سره ښې خاطرې يوه يوه مخته راځي، لکه په زړه کې چې ژاړم، سترګې مې د کوټې د چت کوم نامعلوم ځاى ته دي.

احمدي صاحب خندان او خوشطبع انسان و. زموږ شعبې ته به همېشه د يوې ټوکې يا خوشالوونکي خبرې سره راننوت.

احمدي صيب همېشه خوشاله هم نه و، دى انټرنېټ ته ډېر کښېناسته او د بد خبر په خبرېدو به يې په څېرې پوهېدې، ويل به يې سر مې درد کوي.

ما به چې د خپرونې سکرپټ شعبې ته ور وړ نو ډېر کله به مې چوکۍ خواته ور وړه او د ده ايډېټ ته به متوجه وم. په ساده او لنډو جملو به يې هغه متن را لنډ کړ چې ما به يې د لنډون لپاره څلور پنځه ځله هڅه کړې وه.

د احمدي صيب نوى ناول چې به له چاپه راووت نو لومړى به يې زموږ شعبې ته راوړ. فکر او ذکر يې تر ډېره د پښتنو پر دردونو تم و، لکه د ده په شهکار ناول بغدادي پير کې چې ښودل کېږي.

احمدي صيب سره د ناستو برکت و چې د کيسې پر يوه مهم اړخ پوه شوم چې په لنډه کيسه کې کشمکش څنګه رامنځته کېږي.

د ده د ژوند ځينې رازونه راته معلوم شول، د فلمونو شوکي و، کله چې به يې اولادونه هر کال د ژمې په رخصتۍ غزني ته لاړل، ده ته به د ناولونو ليکلو کار ورترغاړې شو، اکثره ناولونه يې د همدې دوو دريو مياشتو په وخت کې پخپل کور کې ليکلي دي.

د احمدي صيب تليفون همېشه د ده د ليکنو مينه والو ته خلاص و، د مينه والو له خبرو او اخلاصه يې خوند اخيست. يوه ورځ يې راته ووېل، هفته کې دوه درې د داسې کسانو زنګونه راځي چې زما ناول يې تازه لوستى وي او خپل احساسات راته څرګندوي، ماته تر دې بله لويه خوشالي نشته. بيا يې ورسره غبرګه کړه، توپان دى، پښتانه اوس کتابونه وايي.

د احمدي صيب تنکي ماشومان تر شا پاتې شول، د اطلاعاتو او کلتور وزارت او د ولسمشر فرهنګي مشاوريت نه مې هيله ده چې د اولادونـو د تعليم په برخه کې يې لازمه توجه وکړي او پر ادبي ژوند يې ډاکومينټري جوړه کړي.

احمدي صيب جنت دې ځاى شه!

شفیق امیرزی:

زموږ د دردونو انځورګر لاړ

د پښتو داستاني ادبیاتو له اسمان یو بل ځلانده ستورى پرېوت. د احمدي صاحب مرګ د زغم وړ نه دی، هېڅ مې باور نه شي چې نور مو د خوبونو او دردونو روایتګر زموږ په منځ کې نشته دی.

احمدي د تعریف او ستاینو له محدودو وتلی سړی و. نرم انسان، په رښتینې مانا دروند لیکوال او د زړونو تسکین کوونکی نورموږ دردېدلو ته خبرې نه کوي.

څو ورځې بیا فیسبوک د زغم وړ نه دی.

خو پښتو ادبي محفلونه به یې د نشتون له امله تل وځورېږي. د هغه د تګ ارمان به پېړۍ پېړۍ دوام وکړي. دې ستر انسان زموږ لپاره ډېرې ناویلې لرلې، زموږ ډېرې کیسې او ډېر داستانونه پوروړوی و. زموږ ډېر دردونه لا شته و، چې تر پاڼو یې باید رسولي وای. هو په همدومره اسانۍ زموږ د دردونو انځورګر لاړ.

جنتونه دې ځای شه ستره انسانه!!

نثار حلميار:  

هغه کس چي د ليک په زور به ئې د انسان په رګونو کي وينه په جوش کړه، کله به ئې د يوې کونډي د حالت په بيانولو په سترګو کي اوښکي ډنډ کړې د يوې معصومي پېغلي د سخت ژوند تصوير به ئې انځوروئ او کله کله به ئې د ميني په تال کي په زړونو لوبي کولې.

د پښتو په غېږ کي د ناول پر ډکر يوازنی داسي بني بشر وتراشل سو چي د ناول د سنګره ئې پښتو غني کړه او لا ئې دې غني کولو ته لستوڼي پورته کړې ول، خو هغه کايناتي پور چي هر بنده ئې پرې کوي د ده پر خوا ور سم سو.

رب دې وبخښي د ده کار زحمت او تخليق به د پښتو ژبي په لړمانه کي تر ډېره پاته وي

عثمان غني:

احمدی صاحب موږ ټول دې په مرګ شریک یو ځکه چې ددي افت(کرونا) په خورولو کې مو ونډه وه، آن تر دې چې ستاسو ترکوره مو دا افت در ورساوو ستاسو په ګوتو کې نیولی قلم مو درځنې وغورځاوه، د روغتیا پالانو سپارښتنې مو بابیزه ګڼلې. احمدي صاحب موږ مه بښه ځکه د ژوند او په وطن د مسلطو ټولو ناورینونو سره همداسې بابیزه چلند کوو.

ځانته د تسلیت په خاطر لیکم؛ کرونا ناځوانه یې!  په پښتو دې ونه لوریدل چې په خپله غیږ کې ژبور قلموال ولري یا دې په ما بخیلې وکړه چې نور د خپلې خوښې لیکوال کیسې ولولم !

ابدي ژوند دې څراغان شه یاد دې تل پاتې.

محمد واک:

د پښتو ناول لیکوال ارواښاد نصیر احمد احمدي په ویر کې داسې توري را ته نه راځي چې خپل غم او غوصه پرې سړه کړم.

خو دغه وسو سه مې په کراره نه پرې ږدي: چې دا پښتانه روڼ اندي او لیکوال کورونا ووژل، که په کورونا ووژل شول او که خپلې بې احتیاطۍ!؟

یوه میاشت وړاندې اسدالله ساپي را ته په ټيليفون کې وویل چې ارواښاد مصطفی عمرزي تر پایه له کورونا واکسین نه انکار وکړ! ولې!؟

دومره به ووایم چې:

 له نورمحمد تره کې نه وروسته سعدالدین شپون او بیا نصیر احمد احمدي د پښتو داستاني ادبیاتو (ناول) ملا وتړله! هیله ده دا لار شړه او بې لارویو پاتې نشي!

د فلک له چارو څه وکړم کوکار

زمولوی هر ګل چې خاندي په بهار

هر غاټول چې په بیدیاغوړیده وکا

رژوی یې پاڼې کاندي تار په تار

نثار حلميار:

هغه کس چي د ليک په زور به ئې د انسان په رګونو کي وينه په جوش کړه، کله به ئې د يوې کونډي د حالت په بيانولو په سترګو کي اوښکي ډنډ کړې د يوې معصومي پېغلي د سخت ژوند تصوير به ئې انځوروئ او کله کله به ئې د ميني په تال کي په زړونو لوبي کولې.

د پښتو په غېږ کي د ناول پر ډکر يوازنی داسي بني بشر وتراشل سو چي د ناول د سنګره ئې پښتو غني کړه او لا ئې دې غني کولو ته لستوڼي پورته کړې ول، خو هغه کايناتي پور چي هر بنده ئې پرې کوي د ده پر خوا ور سم سو.

رب دې وبخښي د ده کار زحمت او تخليق به د پښتو ژبي په لړمانه کي تر ډېره پاته وي.

انجینیر زهیر:

ډیر دردنکی او خوا شینونکی خبر!

زما دکلونو کلونو یار  او خپل ولس ته ٫ د اصلاحی او روزنیزو پیغامونود لیږد ٫ دتعلیمي. ادارې  همکار ٫ نصیر احمد احمدی صیب هم د  ژوند پور پرې کړ. د احمدي صیب د مرګ خبر د لوستلو سره سم  مې  په داسې حال کې چې سترګې مې له اوښکو ډکې وې ٫ د فیسبوک مسینجر ته لاړم او د احمدي  سره د تیرو کلونو په جریان کې ٫ تبادله شوي چارټونه  یا لیکنې مې ټولې سر تر پایه ولوستلې…چې نور یې هم سخت ودردلم.

احمدي صیب! نور مې په وس هیڅ نه دي پوره خو بس همدومره به ووایم چې الله ج دې دجنتونو سردار کړه ٫ امین

مریم مکۍ:

بوډا او دلیوانو پلونه ناول هغه کتاب وه چې مابه پرې دجلال اباد دګرمۍ اوږدې ورځې لنډولې له ښوونځی به چې راغلم تر هرڅه  ډېره تلوسه به مې دې کتاب ته وه حتا دشپې به چې برق نه وه دډېوې رڼا ته به مې بوډا او دلیوانو پلونه کتاب لوسته هیڅ ترې نه ستړې کیدم مور به چې کوټې ته راغله راته به یې ویل کتاب کیږده ویده شه ناوخته دی سبابیا مکتب ته درباندې ناوخته کیږي مګر مابه ویل مورې فقط یوه پاڼه بله لولم نوره وېده کیږم

مګر دې کتاب دومره تلوسه درلوده چې پاڼې به مې خلاصې کړې مګر هیڅ به مې ساعت ته پام نه وه چې دشپې څو بجې دي ؟هغه تلوسه هغه دمطالعې مینه هغه دحوېلۍ په چوترې دشین له پیالې سره دبوډا او لیوانو پلونه. دکتاب لوستل مې دژوند ترټولو خوږې ورځې وې

احمدی صیب ډیر بې وخته لاړئ

رب مو هغه دنیا ښکلې کړه په ګور مو نور

قسیم ځیر:

لیکوالۍ په پښتنو کې د یو غورځنګ سره ظهور وکړ. د پښتو ادب سرخیلان لکه مشروطه خواهان، ويښ زلمیان او خدايي خدمتګار داسې نه وو لکه عریضه نویسان او ملایان بلکې لیکوالي په پښتنو کې د یو پر جوشه غورځنګ، یوې خاصې زمانې سره راپورته او د یو نوي نسل تر منځ پر یو مشترګ مخرج بدله شوه. که د روهي صاحب د پښتو ادبیاتو طبقه بندي ومنو نو پښتو کیسې د بدلون په عصر کې یانې دریم نسل لیکوالو سره موضوعي بدلون وکړ، مګر د پښتو کیسه او ادب له خپله مرامه و نه وته. د مثال لپاره خلقی ادب یادولی شو. یانې پښتو معاصر کیسه یز ادب یواځې یوه هنری مسله نه ده بلکې تر ډیره یوه فکري او اجتماعي موضوع هم ده. زما د خبرو هدف دا دی چې د پښتو داستاني ادب اهمیت له ادبپوهنیز ډیر ټولنپوهنیز دی. ولې په دا دیرشو کلونو کې پښتو لیکوالي په عموم کې او داستاني و منظوم ادب په خصوصي ډول د خپل تاریخي سیر له تفکره سره یوه قایمه زاویه پيدا کړه او کامل ارزښتي بدلون یې وکړ. لیکوالي و شاعري نن دغسې یو صلاحیت دی لکه موټرواني، رنګمالي یا ترکاڼي. مطلب دا چې نن یو لیکوال یا د کتابونو یو شاعر ضرور نه دی چې د بشر حقونو، دیموکراسۍ، پرمختګ او تعلیم طرفدار وي. بلکي یو لیکوال په ډير امکان داعش، طالب او د هر هغه څه خلاف کیدای شي چې د شملې پېړۍ درې نسله لیکوال ورته ژمن و. یانې دا چې د تېرو دیرش کلونو ادبي جریان یوه برخه یو ناخلف ادب دی. ولې نصیر احمد احمدي داسې نه و. هغه د پښتو ادیبانو یو صالح خلف او یو حقیقي میراثدار و. د احمدي صاحب لیکل د ښځو د حقونو، د ماشومانو د ارزوګانو او د هر ګونګ شوي او میږي شوي افغان اواز و. دا ګونګ شوی افغان که په پټان کې یو نابلده کلیوال ځوان دی او که په رڼا کې یو مظلومه نجلی. په ورته ډول که په ازغن سیم کې د ډګروال کورنۍ او د مریم او وحید د یو ناکام عشق کیسه ده او که د بوډا او لیوانو پلونو کې یو سپینږیری پلار.

د احمدي طرز د یو ماین خښ و. هر چیرته چې د ده په کیسه کې پر یو افغان د یو چا سترګې لږېږي، پر یوه لویه تراژېدۍ یې زړه له منځه ځي. په  ازغن سیم کې اروپا ته پر لاره د هر افغان راتلل، د یوې بشري فاجعې بار بار لیدل او حسول دي. ده له کیسې کچول جوړ کړی و او د مظلومو خلکو دردونه او ارمانونه یې په کې راټولول. ازغن سیم او جوجو د همدا ځورونو او هېلو کچکولونه دي.  پټان، بغدادي پير او نیکه سره احمدي صاحب یو موضوعي تغییر وکړ، مګر فکر هماغه، ارمان هماغه او ضد هماغه و په کوم فکر، ارمان او ضد چې پښتو لیکوالي راپيل شوی وه. دی یو افغاني او البته اماني نسیم حجازي و. ده ناول لوستل عام کړل، یوه نوې طبقه د لوستونکو  یې تولید کړه او د خپلو لوستونکیو پير شو. مبالغه به نه وي که څوک ووايي چې د احمدي پر څېر بل مشهور کیسه لیکوال په پښتانه کې نه شته. د احمدي وفات د یو روښانفکر او روښانګر هلاک کېدل دي.

خبرې او افسوس ډير زیات دي مګر د خوشال بابا په بیت به یې راجمع کړو چې:

خټک لا پرېږده په درست افغان کې

عجب که هسې فرهنګیالی راشي

عطاالله باهو:

مرګ حقه پياله ده، هر ژوندی به د مرګ څکه کوي، موږ هم ورپسي روان يو، خو هغه متل دئ، چي مرګ ځی پر ځی پردې کوي؛ ځی پر ځی نخرې. هر ځل چي به ملګرو احمدي صاحب ته د دعا لپاره پوسټ کړی و، ما به ژر وکوت چي هسي نه د مرګ خبر يې وي، خو هغه آخر دا ده ريشتيا سوه.  لوی الله دې وبخښي، څښتن دې د جنتونو سردار کي.  کورنۍ، خپلوانو او ټولو مينه‌والو ته يې جميل صبر غواړم. ما غوندي کسان که ومري يو کور و دوه په خرابيږي، خو عالمان، ليکوالان، شاعران، ډاکټران او داسي نور کدرونه که ولاړ سي نسلونه ورسره خاوري کيږي. دوی بايد ډېر احتياط وکي. دا به يې پر موږ لوی رحم وي. بس څه وکو احمدي

ضمیر ساپی:

یو بل ځلانده ستوری هم پرېوت

ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ

زما د خوښې ناول لیکوونکی نصیر احمد احمدي چې نږدې ټول اثار مې یې لوستي دي؛ ناځوانې کرونا له وخت مخکې راځنې واخیست. له وخت مخکې ځکه چې د هغه په زړه ډېر ارمانونه نیمګړي پاتې شول.

احمدي صاحب د پښتو ژبې ځلانده ستوری و. د دې ځلانده ستوري پرېوتل ستره ضایعه ده. د احمدي صاحب د کیسې او نثر لیکلو سبک دومره روان، ساده، ولسي او خوږ دی چې د هرې کرښې لوستل یې د زړه تل ته لاره پیدا کوي.

احمدي صاحب، تا په دومره لنډ عمر کې د پښتو ژبې کومه تشه چې محسوسېده، نسبتاً ډکه کړه، له خپل مسوولیت دې هم لوړ کارونه وکړل، خو چې مرګي رانه ژر نه وای اخیستی، ډاډه یم چې ډېر نور څه به دې هم دې خوارې ژبې ته کړي وو. ستا تشه به تل محسوسېږي. پر ګور دې نور، اروا دې ښاده او واړه جنتونه دې ځای شه. الهم امین! درنې کورنۍ، مینه ‌والو او خواخوږو ته دې تسلیت غواړم.

عصمت څاروان:

د نصیراحمد جان احمدي د مړینې خبر سخت ټکان راکړ. هیڅ مې باور نه کېږي.

۲۰ – ۲۵ ورځې وړاندې مې ورسره خبرې وکړې، نښې یې راته وویلې « لږ ټوخېږم، د ستوني یو څه درد لرم خو باور مې نه کېږي چې کورونا دې یم.»

ما ورته وویل په دې موسم کې دا نښې د بل شي نه دي خو ده لکه چې زما د ډاډه کولو لپاره ویل « زکام راغلی ډېر خلک یې نیولي دي.»

څو ورځې وروسته مې یې حال واخیست، ویل یې قره باغ ته ځي، هسې هم په کابل کې معالجه نه کېږي، د قره باغ په پاکه هوا کې به یې په اسانه تېره کړي.

خو هلته هم اساني نه وه، یوه – یوه نیمه اوونۍ وروسته یې بېرته کابل ته راوست.

تېره شپه ډاکتر عیسي ستانکزي راته وویل چې یوه بل متخصص ډاکتر ورته ویلي چې کورونا دومره وخت دوام نه کوي خو د کابل په روغتونو باور مه کوئ، ژر یې ورڅخه باسئ. څوک چې کورونا تېره کړي د بدن مقاومت یې کمېږي، بل ویروس او میکروب یې ژوند ته لوی خطر پېښوي. ښايي زما دا خبر لا ورسېدلی نه و چې د مرګي خبر یې راغی.

اروا یې ښاده

اجمل پسرلی:  

د خوارې ژبې د داستان هغه ډیوه غلې شوه چې تر ټولو یې ډير ناولونه ولیکل، ژر ژر یې ولیکل، بیا بیا یې کتابونه چاپ شول، خلکو خوښ کړل، ما ورته ویل چې نصیر جانه تر سلو به دې هم د ناولونو شمیر تیر شي، ده راته خندل دا خندا مې همدا شیبه چې د ده له مرګه خبریږم ځوروي.

نصیر احمد احمدي د مرګ نه و.

ډاکټر محمد عیسی:

په یو هیواد کې چې خلک ېې ذهن جوړونکو او مبتکرو ښونکو ته زښته ډېره اړتیا لري د نصیر احمد احمدي په شان د ستر لیکوال مړینه لویه غميزه ده. الله پاک دې جنتونه ور په برخه کړي.

له څو ورځو چې د احمدي صاحب له ناروغۍ خبر شوي یو نارامه او لالهانده وو ځکه چې د کابل په روغتونونو مو هيڅ باور نه شو کولی. په انګلستان کې مې له متخصص صاحب شریف ظریف سره خبرې وکړې هغه وویل چې غوره ده ناروغ کور ته انتقال شي ځکه چې د کابل روغتونونه دغسې ناروغان نه شي سمبالولی او وېې تر کورونا د روغتون خراب حالت ډیری ناروغان وژلي دي. ارواښاد احمدي له سخت حالته راوتلی و خو ناسمو روغتیایي خدماتو دغه ستوری له مونږ واخیست. د ناروغ معالجه يوازې پیسو او امکاناتو ته اړتیا نه لري بلکه مدیریت،رحم او زړه خوږی د معالجې اساسی اصول دي.

ارواښاد احمدي پښتو ژبې ته ډېر څه ورکړل او لا ډېر څه ېې ورکولی شول خو په ډيرې ځوانۍ کې ېې له مونږ واخیست. اروا ېې ښاده او پر ګور ېې نور

اجمل پسرلی :

د احمدي کیسه بشپړه نه شوه

سپین کاغذ ته مې لاس ورروغځاوه، کاغذ شاته شو. بیا مې ګوتې وروړې، کاغذ له مځکې پورته شو لکه شمال چې ترې لاندې شوی وي. پر خپل رغوي مې ولیکل:

« په تپه تیاره کوټه کې مې ورته کتل د کړکۍ له لارې یې پر ایینې سر کیښود. زه سپین دیوال ته ورنژدې شوم چې ومې نه ویني. دی له کړکۍ لرې شو. زړه مې ودربیده. ساه مې ډوبه ډوبه شوه….»

 په زور مې ساه کش کړه، لکه سلګۍ… سترګې مې پټې کړې، که پټې شوې. یو په بل پسې لویدلي ستوري مې ترسترګو سترګو شول… دروازه ودربیده. داسې دربی و، که یې خلاصه نه کړم له درشله به راووځي.

زه د سپین دیوال په بیخ کې کښیناستم. ساه مې بندیده. په زوره زوره مې ساه کشوله. سترګې مې وغړولې ډاکټر له وره سره ولاړ و، نه یې لاسونه ښکاریدل، نه یې مخ سهي کیده، داسې و لکه بوړبوکۍ، ویل یې:

.- اکسیجن..

ما ساه کش کړه، نه کشیده. سترګې مې پټې شوې.. بیا زه وم، ستوري وو چې لویږي، ازغي و چې تیریږي. کاغذ ته مې لاس کړ چې نیمګړې کیسه بشپړه کړم، کاغذ شمال پورته کړ، پسې پورته شو، پسې والوت، له سترګو پناه شو…زه وغځیدم، د دیوال سپین پلاستر رابیل شو، تر ما تیر شو، تر ما تاو شو. هڅه مې کوله چې رغوی ترې وباسم ها کیسه پسې ولیکم لاسونه مې نه خوځیدل، سپین پلاستر ترې تاویده راتاویده….  

هیله پسرلی:   

دوه اونۍ مخکې یې له ناروغي خبره شوم. په ورځ کې به مې څو ځلي پلار پوښت تازه حال یې لرې؟ کله به یې حال ښه و کله به نه و خو حتا یوه شېبه مې هم په دې فکر نه شوی کولی چې نه به وي. وړمه ورځ  پلار په تېلفون کې ویل:«نصیر جان ته ووایاست چې نوی ناول دې خلکو ډېر خوښ کړی. د روغتون خلقتنګي ته ځان مه سپاره. په ذهن کې دې نوی ناول پیل کړه….»

موږ له ده ناولونه غوښتل خو څه خبر و چې د ده ژوند لنډه کیسه وه…

په لیکوالي کې څرنګه چې استعداد نه پټېږي همهاغسې نیت هم نه پټېږي. هغه لیکوال چې یوازې د ځان ثابتولو غم ورسره وي او هغه لیکوال چې په زړه کې یې له مخاطب سره همدردي وي، د دغو دواړو د کار په عمومي اغېزه کې ډېر فرق وي.

احمدي صاحب له محدودو پښتو کیسه لیکوالو و چې دا یې و نه ویل چې په دې ژبه کې نو کله څوک کتاب لولي؟ ټولنه کله هنري ذوق لري؟ چاته به یې لیکم ؟ … بلکې د خپلو لوستونکو له نبضه اګاه و او داسې داستانونه یې ولیکل چې په همدغه خواره ژبه کې هم بیا بیا چاپ شول. د ده (بغدادي پیر) ښايي یوازینی معاصر پښتو داستاني اثر وي چې له سیاسي ادبي بحثونو رانیولې تر اجتماعي بانډارونو د ټولو د بحث موضوع شوه.‌

په داسې ماحول کې چې ډېر لوستي کسان یې هم له مطالعې تښتي، د ده اثارو ډېر خلک په مطالعه راوستل. فکر نه کوم د بل هیڅ پښتو کیسه لیکوال کرکټرونه دې د عامو خلکو په ذهن او زړه کې دومره حضور ولري لکه د دوی. ده د داستان لوستلو د فرهنګ په ترویج کې کمساری رول ولوباوه.

لکه ډېر افغانان دی هم د کلي بچی و خو لکه د ډېرو افغانانو ده په پټو سترګو ژوند و نه کړ، خپل محیط ته یې په انتقادي‌ نظر وکتل او په خپلو اثارو کې یې بیا بیا خلکو ته وویل چې په دا کومه لار موږ روان یوو دا د ژوند لار نه ده ،غور پرې وکړئ. احمدي صاحب په خپلو داستانونو کې نه یوازې د وطن اقتصادي‌ خواري انځور کړه بلکې نوی نسل یې د خوار کلتور له بلا هم خبر کړ. دی چې څومره د دې وطن له بدمرغه دودونو بېزاره و همغومره د دې کار له اهمیته خبر و چې نوی نسل مو په ځان باور او روحیې ته ضروروت لري او د وطن د څو لویو شخصیتونو د ژوند کیسې یې په خپل انځورېز روان نثر کې راته وکړې. (ابوریحان بیروني،‌موسی شفیق، میوندوال، باچا خان، کاتب هزاره.. ).

له پرون شپې راهیسي کوښښ کوم چې پر ده نه، د ده پر کتابونو فکر وکړم او ځان په دې تسلي کړم چې لیکوالان تل ژوندي وي…خو داسې ګڼم چې حواس مې ویده دي. هېڅ نه پوهېژم څه ډول یې حق ادا کړم.  یوازې پوهېژم چې له تقدیره ګیله لرم. یوازې پوهېژم چې د ده  ژوند د دې لایق نه و چې لنډه کیسه دې وي.

1 COMMENT

  1. و اذا اصابتهم مصیبه ،قالوا اِنا لله و انا الیه راجعون. صدق الله العظيم ۰
    آکسيجن په تور بازار کې، او د ډاکټر ساب عيسی ستانکزي خبره طبابت غیر له پیسو او مډرنو امکاناتو ؛زړه خوژي او رحم او شه مدیریت ته هم اړین برېښي!!
    زه نپوهېږم کورونا هم د ژبې تعصب لري که څنګه؟
    رسول باوري ، مصطفی عمر زی، او اوس نصير احمدي ؛ همدارنګه زما مشره خور بي بي فاطمه (پښتنه ) ساپۍ ؛ ډاکټر حنان صافی او ډیر نور چې نه ېې په ناروغۍ خبر شلو او نه ېې په مړینه . بس د الله رضاء به وه. خلک وايي چې” خدای تعالی ج. لمړی هغه بنده ګان ځانته غواړي چې ښه انسانان وي!” . نو اوس باید په ځانونو وډارېږو چې هسې نه چې په بدو کښې حساب شو؟!
    کال ۱۳۹۷ل.= ۲۰۱۸م. په بروکسل کې مو د افغانستان د آزادۍ ۹۹مه کالیزه نیوله ؛ ملګرو ماته دنده راکړه چې د غازي امان الله خان دژوند او کارنامو په اړه یوڅه ولیکم او بیا ېې ولولم. ما په میډیا کې د غازي دژوند او کړنو په باره کې ډیر څه پیدا کړل خو د (بغدادي پير) په پای کې د امان الله خان سره په ایټالیا کې د انګریز جاسوس-سفیر حکایه ډیره په زړه پورې راته ښکاره شوه او کټ مټ مې نقل کړه چې د لوستلو وخت کې ېې زه وژړولم او اوریدونکې کتله ، بلجیم میشتي افغانان ، ېې ژور تفکرته اړ کړل!
    چې دا هم د احمدي د ناول برکت و.
    خدای ج. دې ورته د هرې سپېڅلې پښتو جملې پر ځای د جنتونو نعمات ورکړي او روح دې په عليينو کې ځای کړي. آمين یا رب.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب