جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهدیني عالمان: د دولت مخالفین دې د اسلام خلاف کړنو لاس واخلي

دیني عالمان: د دولت مخالفین دې د اسلام خلاف کړنو لاس واخلي

تاند (یکشنبه د سرطان ۲۰) د کونړ ولایت ګڼ شمېر دیني عالمانو، د مساجدو امامانو او خطیبانو نن د یوې پراخې غونډې پر مهال د جمهوري نظام او افغان امنیتي ځواکونو څخه خپل کلک ملاتړ اعلان کړ.

دوی نن یکشنبه د یوې غونډې پر مهال وویل، خاوره، نظام او امنیتي بنسټونه ملي ابرو ده او څوک یې چې پر خلاف وسله پورته کوي مخه به یې ونیسي.

دغو دیني عالمانو له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتلو ته په اشارې پر طالبانو غږ وکړ چې نور دې روانې جګړې ته د پای ټکی کېږدي او د جهاد په نوم دې د بې ګناه افغانانو وینه نه تویوي.

د کونړ د علماوو شورا رییس مولوي ضیاالرحمان الله یار او د دغې شورا د سیاسي چارو مرستیال مولوي نجیب الله حقیار په خپلو خبرو کې وویل، «دفاعي او امنیتي ځواکونه د افغان مسلمان ملت بچیان دي، دوی مومنان مسلمانان دي او په اسلامي او وطني مینه د خاورې او ولس لپاره په سنګرونو کې جنګېږي.»

ښاغلي الله یار او ښاغلي حقیار د افغان خاورې ساتنه د ټولو افغانانو پت، عزت او ګډ مسؤلیت وباله او زیاته یې کړه، هر هغه څوک چې د افغانستان نظام او خاورې ته زیان رسوي د ټولو افغانانو شریک دښمن دی.

دغو دیني عالمانو روانه جګړه ناروا او د ټولو دیني ارزښتونو خلاف وبلله او په هېواد کې یې د تلپاتې سولې او اوربند غوښتنه وکړه.

مولوي محمد انور وویل، «دیني علما هغه خلکو ته چې وحشت خپروي نصحت کوي چې اسلام دین مطالعه کړي، علماوو سره کیني او واوري چې  اسلام د امن، ترحم او ورورولۍ دین دی، نه د وحشت، قتل او قتال، دنیا ته امن او پرمختګ اسلام راوړی، هغه څه چې د دولت او نظام مخالفین ترسره کوي نه اسلام غوښتنه ده او نه د انسانیت، دوی دې د دغو کړنو لاس واخلي او سوله ییزو لارو دې خپل اهداف ولټوي.»

دیني عالمانو دغه راز له خلکو وغوښتل چې د خپل ځان، اولادونو او د هېواد د راتلونکي نسل تحفظ لپاره له خپل نظام، دفاعي او امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړي.

د کونړ دیني عالمان وروسته له هغه دا څرګندونې کوي چې د افغانستان په ګډون د نړۍ ګڼ شمېر اسلامي هېوادونو په افغانستان کې د روانې جګړې خلاف غږ پورته کړی او دا یې افغان وژنه بللې ده.

همدارنګه په دې وروستیو کې د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې د روانې جګړې او وسله والو طالبانو خلاف او د افغان ځواکونو په ملاتړ وسله وال لاریونونه شوي هم شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب