جمعه, مې 17, 2024
Home+ولې هر کله د ستړیا احساس کوو؟

ولې هر کله د ستړیا احساس کوو؟

موږ ټول د ژوند په اوږدو کې د مصروفیتونو او ورځنیو بوختیاوو له امله د ستړیا احساس کوو. اصلاً د ستړیا احساس عجیبه موضوع نه ده، خو دا چې هر وخت له ستړیا سره مخ یوه ګواښوونکې موضوع ده.

ډېره ستړیا کولای شي د څو جدي ناروغیو نښې وي.

دا چې د ورځې په اوږدو کې د ستړیا او لټۍ احساس، خوبولي حالت او بې حوصلېتوب ستونزه ولرئ، باید وڅېړل شي.

د دې حالت یو له پېژندل شوي لامل څخه کولای شو خپګان وپيژنو.

هغوی چې په ژور خپګان اخته دي، اصلاً په زیاترو مواردو کې حس کوي چې د هېڅ ډول فعالیت تاب او وس نه لري، بې حوصلې دي او د کور د ساده چارو له ترسره کولو هم عاجز دي.

مګر له ژور خپګان سربېره، ډېری فزیکي ناروغۍ، لکه سرطان او حتا قلبي ناروغۍ هم دې ډول احساساتو ته زمینه برابروي. هېره دې نه وي چې زړه د بدن هر غړي ته وینه رسوي.

د وینې د ښه جریان په نشتون کې، خصوصاً د مغز او عضلو لور ته، د بدن د ستړیا احساس کېږي.

که چېرته له لږ کار کولو وروسته هم د ستړیا احساس کوئ، نو خپل ویټامین ډي مو معاینه کړئ ترڅو معلومه شي چې د کمښت ښکار خو به یې نه یئ، ځکه چې له یوې څېړنې موندل شوې چې د ویټامین ډي کمښت د کمزورۍ او ستړیا سبب کېږي او ترڅنګ هډوکي هم کمزورې کوي.

دغه څېړنه د بریتانیې د ایډمبرګ د ښار یو طبي ډلې ترسره کړې او د څېړنې له مخې یې رضاکارو کسانو ته لارښوونه وکړه چې شل دقیقې بایسکل وچلوي او ځینو ته جعلي ګولۍ یعنې (Placebo) ورکړې او ځینو ته بیا ویتامین ډي ورکړل.

د بایسکل له چلونې وروسته څېړونکو رضاکاره کسان معاینه کړل او ستړیا معلومه کړه. دوه اوونۍ وروسته یې همدغه کسانو ته بیا د شلو دقیقو بایسکل چلونې لارښوونه وکړه خو دا ځل یې ورته خوراک کې بدلون راوست.

لومړیو هغه کسانو ته یې چې پلیسیبو ورکړي ول هغوی ته یې ویټامین ډي ورکړل او هغوی ته یې چې ویټامین ډي ورکړي ول هغوی ته یې پلیسیبو ورکړل، دواړه ځلې په هغه کسانو کې د ستړیا نښې کمې وې چې ویټامین ډي ورکړل شوي ول او هغه کسانو چې پلیسیبو ورکړل شوي ول هغوی د بایسکل چلونې وروسته ډېر ستړي ول.

د بریتانیې د ډلي میل ورځپاڼې د راپور له مخې ویل کېږي چې نن سبا د ویټامین ډي کمښت یوه عامه ستونزه ده او په همدې سبب ډېر شمېر خلک له ستړیا سره مخ کېږي.

لکه څنګه چې ویټامین ډي او کلسیم د هضم لپاره ګټور دي او هډوکو ته پیاوړتیا ورکوي، نو کمښت یې هډوکي کمزورې کوي.

د ستړیا شتون هغه ناخوښ روحې حس دی چې له وجې يې انسان نشي کولای خپل ورځني فعالیتونه سم پرمخ یوسي او د خپلو کارونو پر مخ وړلو سم قدرت او تمرکز ولري.

د بې ستړیا حس هر انسان په خپل ژوند کې تجربه کړی، د څیړنو له مخې له ۳۰ تر ۹۰ فیصده د لوړ عمر لرونکي انسانان هره ورځ ستړیا تجربه کوي.

څیړنو ښودلې چې مېرمنې نسبت نارینه وو ته ډیر د ستړیا په حس اخته دي.

هغوی چې ځان ستړی احساسوي د تنهایۍ، غوسې، ناراحتۍ او اندیښنې سره هم مخ وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب