دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهترکیه؛ د موټر لوېدو پېښه کې د افغانانو په ګډون ۱۲ کډوال...

ترکیه؛ د موټر لوېدو پېښه کې د افغانانو په ګډون ۱۲ کډوال مړه شوي

تاند (یکشنبه د سرطان ۲۰) د ترکیې په وان ښار کې د کډوالو یو بس کندې ته لوېدلی دی. راپورونه وايي په دې پېښه کې لږ تر لږه ۳۸ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

رویټرس خبري اژانس وايي بس کندې ته له لوېدو وروسته اور واخیست او په‌ کې له ناستو سورلیو ۱۲ تنه ووژل شول او ۲۶ نور ټپیان شول.

دغه پېښه د وان ولایت په مرادیه سیمه کې رامنځته شوې چې له ایران سره ګډه پوله لري او په قربانیانو کې افغانان، پاکستانیان او بنګله دیشي کډوال شامل دي.

ترکیه اروپا ته د رسېدو لپاره د پناه غوښتونکو یوه اصلي لار ده چې د بېلابېلو دولتونو له مخنیوونکو اقداماتو سره سره بیا هم په قاچاق خلک یا د اوبو یا د ځمکې له لارې اروپا ته ترې ووځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب