جمعه, مې 10, 2024
Homeخبرونهشیخ رشید: له پاکستان پرته د هیچا دال نه پخیږی

شیخ رشید: له پاکستان پرته د هیچا دال نه پخیږی

تاند (یکشنبه د سرطان ۲۰) د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید د خپلو پخوانیو څرګندونو خلاف په تازه خبرو کې ویلي چې په افغانستان کې نویو طالبانو سر راپورته کړی دی او دا هغه طالبان نه دي چې پخوا به یې د ټوپک په زور وحشتونه خپرول.

رشید په سیمه ییزو مسائلو کې د پاکستان رول ته په اشارې ویلي چې د نړۍ هیڅ ځواک دوی له نظره نه شي غورځولی ځکه چې له پاکستان پرته د هیچا دال هم نه پخېږي.

نوموړي زیاته کړې چې پاکستان به د افغان سولې برخه کې خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي خو ټینګار یې کړی چې د سیمې سیاست په بدلېدو دی او په افغانستان کې د روانې جګړې د ختمېدو په اړه پرېکړه د افغانانو کار دی.

رشید دا څرګندونې وروسته له هغې کوي چې په دې وروستیو کې په افغان سوله کې د پاکستان د دوه مخیتوب له امله نړۍ پاکستان ته شا کړې او حتی د امریکا ولسمشر جو بایډن لا تر اوسه هم د هغه هېواد له لومړي وزیر سره په تلیفون خبرې نه دي کړې.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم ویلي وو چې د افغانستان د طالبانو جامې به ساده وي خو هغوی ډیر هوښیار او ځېرک انسانان دي، هغه څه چې د ګڼ شمېر افغان سیاستوالو غبرګون یې راپورته کړ.

1 COMMENT

  1. دا شیخ خو ډېر صادق سړی دی. پخوانۍ خبرې یې هم رښتیا وې او دا خبرې هم. پخوا یې ویلې و چې طالبان ټول په پاکستان کې دي او اوس وایې چې پاکستان یو اور اچوونکی هېواد دی. دی رښتیا وايي چې له پاکستانه پرته د هيڅ چا دال نه پخېږي. پاکستان داسې وچ شوي د حیواناتو خوشیي(سرګین/ shit) دي چې ډېر ژر اور اخلي خصوصا هغه خلکو ته چې ګنده پاکستاني دال پخوي، ځکه په عادی اور نه پخېږي. خو شیخ رشید نه پوهېږي چې اوس نړۍ پرمختګ کړئ او دنیاوال نور د حيواناتو له فضله موادو ګټه نه اخلي. که پاکستان رښتیا دا پورتنۍ ادعا لري چې د نورو هیوادونو دال د پاکستانه له مرستې پرته نه پخېږي، نو خپل دا مرداره قواره او فورم دې له خوشييو څخه په برق یا تجدید شوي انرژی بدله کړي، نو دنیا به یې ورسره ومني. خو پاکستان هغه د څلويښت کاله مخکې خوشيي دي او هيڅ تغیر په کې نه دی راغلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب