جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهپاکستان: دا مبالغه ده چې طالبانو د افغانستان ۸۵ سلنه خاوره نیولې

پاکستان: دا مبالغه ده چې طالبانو د افغانستان ۸۵ سلنه خاوره نیولې

تاند(یکشنبه، د سرطان ۲۱) د پاکستاني پوځ وياند جنرال بابر افتخار د افغان طالبانو له خوا د افغانستان ۸۵ فيصده سلنه خاورې د نېولو ادعا مبالغه بللې ده.

بابر افتخار له یو پاکستاني تلویزیون سره ځانګړې مرکه کې ادعا کړې، چې طالبانو د افغانستان له ۴۵ تر ۵۰ فيصده خاوره نيولې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې هېواد یې د افغان سولې خبرو کې منځګړی او مرسته کوونکی دی خو ضمانت کوونکی نه دی.

هغه همدا راز ویلي، چې د افغان سولې بهیر اوس په ډېر حساس پړاو کې دی.

بابر افتخار د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې که په راتلونکي کې طالبان پر افغانستان واکمن کېږي نو دا به خپله د افغانانو پرېکړه وي او له بهره ورباندې تپل شوې پرېکړه به نه وي.

طالب مشرانو دوه ورځې وړاندې د روسیې د سفر پر مهال په خبرې غونډې کې ادعا کړې وه چې د افغانستان ۸۵ سلنه خاورع يې نېولې ده.

د یادونې ده چې تېره ورځ طالبانو یو ځل بیا ویلي چې دوی د خبرو اترو له لارې د افغان کشالې حل ته ژمن دي.

د یادې ډلې د ویاند ذبیح الله مجاهد له لوري د اوونۍ تبصرې په نامه خپرې شوې بیانیه کې ادعا شوې ده چې دوی په دې وروستیو کې تر ۱۵۰ ډېرې ولسوالۍ نیولې دي او په شمالي ولایتونو کې پولو ته څېرمه سیمې هم د دوی په ولکه کې دي خو ډاډ ورکوي چې له افغانستان څخه به هیڅ ګاونډي هېواد ته خطر پېښ نه شي.

یادې ډلې دغه راز د افغان کشالې پر سوله ییز حل ټینګار کړی دی او زیاته کړې یې ده چې دوی د خبرو اترو له لارې د روانې جګړې پر پای ته رسېدو باور لري.

دوی افغان چارواکي تورنوي چې په وینا یې پاروونکي څرګندونې، د ځان په ګټه تبلیغات کوي او ملکيان بمباروي.

بلخوا افغان چارواکي بیا طالبان د جګړې پر دوام او د وخت پر ضایع کولو تورنوي.

ولسمشر غني پرون په خوست کې یوې غونډې ته په خبرو کې ټینګار کړی دی چې که چېرته طالبان د مسئلې پر سوله ییز حل باور لري نو وخت دې نه ضایع کوي، کنه د جګړې د دوام مسوول به همدوی وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب