دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهکابل کې د هوايي مدافعې سیستم فعال شو

کابل کې د هوايي مدافعې سیستم فعال شو

تاند (یکشنبه د سرطان ۲۰) د افغانستان د ملي دفاع وزارت په کابل ښار کې د هوايي مدافعې سیستم د فعالولو خبر ورکړ.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان نن یکشنبه له ډېرو جزیاتو ورکولو پرته وویل چې دغه دستګاه اوس مهال فعاله شوې ده.

د ملي دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، دا د راکټونو او مزايلو د دفعې لپاره په نړۍ کې د تجربې پر بنسټ خورا ګټور ثابت شوی سيستم دی.

دې وزارت تېره شپه د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل، ټاکل شوې د هوايي مدافعې سیستم د شپې دوې بجې فعاله شي او د کابل اوسېدونکو څخه یې غوښتي و چې د غږ په اورېدو اندېښمن نشي.

د اعلامیې له مخې، «امنيتي سکټور او افغان امنيتي او دفاعي ځواکونه د خپلو خلکو او خاورې د دفاع لپاره د سر په بیه چمتو دي، دغه سيسټم هم د همدې موخو له ډلې دی چې پر جګړه‌ یزو احضاراتو مثبته اغېزه لري.»

په کابل کې د هوايي مدافعې سیستم داسې مهال فعالیږي چې تر دې مخکې د کابل ښار مهمې سیمې تر توغندیزو او راکټي بریدونو لاندې وې چې له امله یې ګڼ شمېر ملکي خلکو ته مرګ ژوبلې اوښتي دي.

تر اوسه د افغانستان د ملي دفاع وزارت د دغه سیستم د فعالولو د ځای په اړه څه نه دي ویلي، خو ویل کیږي چې دا سیستم د حامد کرزي په نړیوال هوایي ډګر کې فعال شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب