جمعه, مې 10, 2024
Homeخبرونهد افغان سولې خبرو په دوام؛ زلمی خلیلزاد یو ځل بیا قطر...

د افغان سولې خبرو په دوام؛ زلمی خلیلزاد یو ځل بیا قطر ته رسیدلی

تاند (یکشنبه د سرطان ۲۰) افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې پر یوه هوکړه د سلا کېدو لپاره قطر ته تللی دی.

خلیلزاد تېره ورځ پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، هغسې چې ولسمشر جو بایډن ویلي، د افغانستان ستونزه یوازې د خبرو اترو له لارې حل کیدلی شي.

نوموړي ویلي، افغانستان کې له ټولو اړخونو، سیمه‌ییزو او نړیوالو شریکانو سره کار کوي چې د جګړې ختمولو لارې چارې پیدا کړي.

په همدې حال کې بیا افغان حکومت وايي، د دې وخت راغلی چې طالبان له عام­‌وژنې لاس واخلي او د سولې خبرو میز ته ستانه شي.

د ولسمشري ماڼۍ مرستیال ویاند محمد امیري تېره ورځ په دې اړه رسنیو ته په استولي پیغام کې ویلي وو:

“د افغانستان حکومت د سولې لپاره ټول عملي ګامونه اخیستي او تل د خبرو اترو مېز ته حاضر دی. اوس د دې وخت دی چې طالبان له جګړې، تاوتریخوالي او د خلکو له عام‌­وژنې لاس واخلي او په صادقانه ډول د خبرو اترو مېز ته حاضر شي.”

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي وو، خلیلزاد به په دې سفر کې چې د جمعې په ورځ پیل شوی، قطر، پاکستان او ازبکستان ته لاړ شي.

د اعلامیې له مخې خلیلزاد به په تاشکند کې د ازبکستان په کوربه‌توب د سیمه‌ییز اتصال په اړه په یوه نړیوال کنفرانس کې هم برخه واخلي.

خلیلزاد: افغانستان کې د زور حکومت نه منو، طالبان وایي د واک په فکر کې نه یو

1 COMMENT

  1. ترڅو دا دوهم بنین سیوان سولی په چارو دخیل وی نو ګمان نکوم چی سوله او ثبات به راشی ځکه مخکینی بنین سیوان له نجیب الله سره همدا چلند وکړ او یو پیاوړی نظام یی په مخکنیو جنګی ډلو ټپلو وپرځاوو او د امریکا جنګی مداخلی او دلته بیا نظامی راتګ ته زمینه برابره کړه او افغانان پرون هم دمجاهدینو له لوری د پاکستان په فرمایش وژل کیدل مګر نن بیا د پاکستان په فرمایش او ښکاره مداخلی د طالبانو په صفوف کی همدا افغانان وژل کیږی، پرون د کمونست په نوم وژل کیده بیا د ترهګر او تروریست په نوم وژل کیده او اوس غربی هیوادونو مزدور په نوم وژل کیږی.

    آیا پاکستان اسلامی هیواد دی، کچیری وی نو بیا ولی په خپل هیواد کی د لاډمیکالی قانون پر ځای همداسی اسلامی نظام نغواړی، کچیری داود خان او نجیب الله د کمونستی ګوند پلویان وو همدا پاکستان پوځ، استخباراتو او د دوی دینی عالمان افغانی کمونستی ګوندونه کافر ګڼل مګر اوس فضل الرحمن او سراج الحق د چین د کمونست ګوند سلمی کلیزی لپاره د مبارکی پیغامونه لیږی
    پاکستان په خپل هیواد کی جمهوری نظام غواړی مګر په افغانستان د سردارمحمد داودخان نه نیولی تر ډاکټر نجیب الله پوری او بیا ربانی او همدارنګه اوسنی کرزی او اشرف غنی جمهوری نظامونو په وړاندی جنګی ډلی ټپلی جوړی او عمران خان له ټرمپ سره په لیدنه کی جهادی تنظمیونو له نظامی ملاتړ او مالی مرستی پرده پورته کړ یعنی همدی امریکا، برتانیی او عربستان په مالی او نظامی مرسته یی دلته د جنګی ډلو ټپلو نظامی او مالی او سیاسی مرسته کړی نو لازمه ده چی نړیواله باید د پاکستان په اړه خپل دریځ روښانه کړی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب