Homeکلتورسینماعالیه بټ امریکایي سینما هالیووډ کې هم کار پیلوي

عالیه بټ امریکایي سینما هالیووډ کې هم کار پیلوي

تاند ( یکشنبه، د سرطان ۱۹ مه ) هندي رسنۍ وایي، د باليووډ سینما ځوانې او مشهورې اداکارې عالیه بټ له دغې سینما وروسته امریکایي سینما هاليووډ ته اراده کړې او تمه ده راتلونکې کمه موده کې هلته هم کار پیل کړي.

د معلوماتو له مخې، عالیه بټ په هاليووډ سینما کې د فلمونو یا کار ترلاسه کولو لپاره د هغه ځای له مشهورې کمپنۍ WME سره تړون کړی دی.

د دې تر څنګ عالیه بټ په بالیووډ کې تازه د کرن جوهر په نوي راتلوونکي فلم (روکي اور راني کي پریم کهاني) کې هم د کار کولو اعلان کړی دی.

د عالیه ترڅنګ دې فلم کې د هند پیاوړی اداکار رنویر سینګ هم منځنی کردار لوبوي چې دا د کرن جوهر له ډېر وخت وروسته فلم دی چې نندارې ته به وړاندې شي.

عالیه بټ چې خپل شخصي پروډکشن هم لري، د خپل پروډکشن له خوا لومړنی فلم د (ډارلینګس) په نوم جوړوي چې د دې فلم کارونه یې هم پیل کړي دي.

همدا راز مشهور ډایریکټر سنجی لیلا بنسالي هم خپل راتلونکي فلم (ګنګو بايي کاټیاواړي) کې عالیه بټ ته مرکزي کردار ورکړی دی.

د معلوماتو له مخې، د دې فلم ثبت هم بشپړ شوی چې په نږدې موده کې به نندارې ته وړاندې شي.

دا په داسې حال کې ده چې هند کې د کورونا وبا له خپرېدو سره سم د بالیووډ سینما هم په ټپه ودرېده خو اوس تازه د دغې ناروغي په کمېدو سره یو وار بیا د فلمونو د نندارې ته وړاندې کېدو بازار ګرم شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...