جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهخلیلزاد: افغانستان کې د زور حکومت نه منو، طالبان وایي د واک...

خلیلزاد: افغانستان کې د زور حکومت نه منو، طالبان وایي د واک په فکر کې نه یو

تاند(شنبه، د سرطان ۲۰) د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د خپلو پرله پسې سفرونو په ترڅ کې یو ځل بیا د پاکستان، قطر او ازبکستان په سفر روان شوی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې زلمی خلیلزاد پرون جمعه د جنوبي او منځنۍ اسیا او همدارنګه د منځني ختیځ په سفر تللی دی.

خلیلزاد به په تاشکند کې د ازبکستان د حکومت له خوا په هغه نړیوال کنفرانس کې هم ګډون کوي چې پکې به د سیمه ییز پیوستون په اړه خبرې کېږي.

زلمي خلیلزاد ویلي، چې دوی به په افغانستان کې داسې حکومت ونه مني چې د زور له لارې راشي.

بلخوا روسیې ته د طالبانو د تللي پلاوي مشر مولوي شهاب الدین دلاور وایي چې د زور له لارې واکمنېدل نه غواړي.

زلمي خلیلزاد په ټویټ پیغامونو کې لیکلي، چې پخپلو سفرونو کې به د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې هوکړې ته د رسېدو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

خلیلزاد زیاته کړې، څنګه چې ولسمشر جوبایډن پخپلو وروستیو خبرو کې په ښکاره وویل، د خبرو اترو له لارې روغه جوړه یواځینی حل دی نو طالبان هم باید د خبرو له لارې روانه جګړه ختمه کړي.

د یادونې ده چې تېره ورځ د امریکا ولسمشر جوبایډن د افغانستان په اړه د خپلې تازه ستراتیژۍ د اعلان پر مهال وویل چې د اګست تر پایه به امریکایي ځواکونه په بشپړه توګه له افغانستان را ووځي.

بایډن زیاته کړې وه، چې طالبان به په زور واک ته ونه رسیږي او د افغانستان درې لکه کسیز امنیتي ځواک مجهز او د هیواد ساتنې وړتیا لري، بایډن وویل چې د افغانستان راتلونکې په افغان مشرانو پورې اړه لري او باید اتحاد وکړي او د سولې خبرې کامیابې کړي.

د بایډن به خبره، چې امریکا افغانستان کې د سولې ملاتړ ته ادامه ورکوي او د ملي ځواکونو د تجهیز لپاره هم پر خپلو ژمنو ولاړ یو.

بلخوا د امریکا ددفاع وزیر په افغانستان کې د سولې د راتګ لپاره د نړیوالو فشارونو غوښتنه کړې ده.

جنرال لوېډ آسټین په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې په افغانستان کې باید روانه جګړه د خبرو له لارې ختمه کړل شي.

د نوموړي په خبره ددې جدي اړتیا ده چې دلته روانه جګړه د خبرو له لارې ختمه شي او افغانان دداسې یوه حکومت څښتن شي چې اړتیا یې لري.

نوموړي د سولې د راتګ لپاره نړیوال فشارونه مهم بللي دي او په خبره یې نړیوال باید په افغانستان کې د جګړو د ختمولو لپاره له فشارونو کار واخلي.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې جګړې اوج ته رسېدلې دي او په دې لړ کې دواړو لورو ته درنې مرګ ژوبلې اوړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب