جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهکندهار کې د جګړې دوام؛ اوومه حوزه کې د بمبار پر مهال...

کندهار کې د جګړې دوام؛ اوومه حوزه کې د بمبار پر مهال ۷۰ طالبان وژل شوي

تاند (شنبه د سرطان ۱۹) د کندهار ولایت سیمه ییز چارواکي وايي د ښار په اوومه حوزه کې د دوهمې ورځې لپاره د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه دوام لري .

د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند جمال ناصربارکزي نن وویل، دا چې د وسله والو طالبانو پر وړاندې عملیات ورو مخ ته ځي علت یې دادی چې ملکیانو ته زیان ونه رسیږي.

ورته مهال امنتي مقامات وايي چې د کندهار ښار د اوومې حوزې په اړوند سیمو کې پر وسله والو طالبانو هوايي بریدونه کړي او ۷۰ تنه يې وژلي.

د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند جګړن محمد صادق عیسی نن وويل چې هوايي بریدونه په دقیق ډول د هغو وسله والو طالبانو پر ډلو شوي چې غوښتل يې په سیمه کې په لویو بریدونو باندې لاس پورې کړي.

د ښاغلي عیسی په خبره، افغان ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ د کندهار ولایت مرکز اوومې حوزې اړوند او ډنډ ولسوالۍ کې پر طالب وسله والو چاڼیز عملیات تر سره کړي چې په پایله کې یې ۷۰ وسله وال وژل شوي او اته تنه نور ټپیان دي.

بلې خوا راپورونه وايي چې د کندهار میرویس روغتون ته په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د جګړې له سیمي ۱۱ مړي او ۵۷ ټپیان وروړل شوي چې ډېره برخه یې ملیکان دي .

د کندهار ښار په اوومه حوزه کې د پرون سهار راهیسې وسله والو طالبانو پراخ حضور پيدا کړی چې اوس د جګړې اساسي سیمه بلل کیږي.

دغه سیمه د کندهار ښار له مرکزي او ګڼ مېشتو سیمو څخه هم بلل کیږي چې د کندهار عمومي زندان هم پکې موقعیت لري.

په عین وخت کې د کډوالو چارو ریاست وايي چې په تېرو دوو ورځو کې د کندهار ښار له اوومې حوزې شاوخوا دوه زره کورنۍ له خپلو کورونو بېځایه شوي دي.

1 COMMENT

  1. THIS WAR IS WITH PAKISTAN.
    MAJORITY PAKISTANI MILITARY PERSONNEL IS PARTICIPATE FOR SUPPORT OF TALIBS.
    AFGHANS MUST DEFENSE FROM HOMELAND AND SUPPORT AFGHAN ARMY POLICE&GOVERNMENT.
    TALIBS IS SOLDOUT PAKISTANI MILITANT &KILL THEM HOW MUCH YOU CAN

    ALWAYSE BE AFGHAN NATIONAL DEFENSE FORCE
    THANK YOU TAAND

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب