سه شنبه, مې 21, 2024
Home+د معدې د تېزابیت لاملونه او درملنه یې

د معدې د تېزابیت لاملونه او درملنه یې

د معدې تېزابیت چې په ظاهرا” یوه عادي ستونزه بریښي خو څوک چې ددغې ناروغۍ سره مخ وي د هغه لپاره خطرناکه او ترخه تجربه وي.

د معدې تېزابیت یا د معدې سوځېدل یوه عامه ناروغي ده، چې له مرۍ بیا د معدې تر ښکتنۍ برخې پورې دوام لرلی شي.

د غذايي موادو ډیروالی معده کې د تېزابیت زیاتوالي لامل کیږي، چې ورڅخه د معدې سوزش، پړسوب او داسې نورې ناروغۍ رامنځته کیږي، ددې عامې نښې په معده، سینه او مرۍ کې د سوزش احساس، په خوله کې تروې یا ترخې اوبه راتلل، له خوړو وروسته دروند احساس کول، د استفراق/قۍ راتلل او د هاضمې خرابوالي بڼې لري.

د معدې د تېزابیت له امله کېدای شي ډېری وخت ناروغ سخت ټوخی هم ولري، چې دا ناروغۍ د امیندوارو ښځو لپاره خورا ځوروونکې وي.

که چېرته د معدې تېزابیت ستونزه مو دومداره وي، نو ځینې داسې خوراکي  توکي هم شته، چې یاده شوې ستونزه حلوي، لکه: بادام، کېلې، سره غوښه، شات، غلې او لوبیا.

د تیزابیت عام لاملونه:

د تیزابیت رامنځته کېدو یو شمېر لاملونه دي چې ځینې عمده یې په لاندې ډول دي:
ذهني فشار او ژور خپګان، زیاته مساله او یا د غوښې خوړه، سګریټ او یا بله نشه کول، د بې وخته خوړو عادت، د معدې نورې ستونزې او د ځینې ځانګړو درمل استعمال د معدې تیزابیت رامنځته کوي.

له دې سره سره داسې خوراکي توکي شته چې زموږ د معدې تېزابیت ستونزه ورسره زیاتېږي. نو راځئ چې دا خوراکي توکي وپېژنو:

۱ـ سره کړي خواړه:

هغه خوراکي توکي چې په ډېره کچه کالوري یا هم  وازدې لرونکي وي، د معدې تېزاب ورسره ډېرېږي.

۲ـ پیاز:

که چېرته د معدې تېزابیت ستونزه لرئ، نو د خامو پیازو او هوږې خوړلو څخه ډډه وکړئ، او پر ځای پاخه شوي پیاز اوهوږه وخورئ، ځکه خامه هوږ او پیاز د معدې تېزابیت ډېروي.

۳ـ تروشې مېوې:

هغه کسان چې د معدې د سوزش ستونزه لري، نو له تروشو مېوو لکه لېمو، نارنج او نورو تروو خوړو څخه دې ډډه وشي.

۴ـ کافي/ قهوه:

لکه څنګه چې د کافي ډېر استعمال په خلکو کې د ذهني فشار لامل کېږي، ورسره د معدې تېزابیت هم زیاتېږي.

۵ـ مساله لرونکي خواړه:

هغه خواړه چې ډېره مساله پکې وي، د معدې سوخت لپاره بد تمامېږي، ځکه چې دا ډول خواړه د هضم مرحله کمزورې کوي.

۶ـ چاکلیټ:

د چاکلیټ په جوړښت کې د کافین او تیبروماین په نوم مادې شتون لري، چې دا مادې د تېزابیت ستونزې زیاتوي.

۷ـ یخ څښاک:

هغه کسان چې د معدې تېزابیت لري، داسې ګمان کوي چې د يخو اوبو او نوشابو په څښلو سره یې د معدې سوخت ښه کېږي؛ خو د څښاکو څخه استفاده یې د معدې تېزابیت نور هم لوړوي.

هغه کورني درمل چې کولای شئ د معدې له تېزابیت ځان وژغورئ.

د کوپرې اوبه څښل سمدلاسه د معدې تېزابیت له منځه وړي.

د ویلنې/نعناع څو پاڼې په خوله کې ژوول، یا د ویلني اوبه څښل هم د معدې تېزابیت له منځه وړو کې مرسته کوي.

زعفران خوړل یا د زعفرانو اوبه او چای څښل هم مرسته کوي.

زیره خوړل او یا یې اوبه څښل هم ګټه کوي.

دوه شین لایچي دانې اوبو کې وخوټوئ، اوبه یې یخې کړئ او بیا یې وڅښئ.

له خوړو وروسته یو اندازه ګوړه خوړل.

یو کاشوغه د مڼې سرکه اوبو کې ګډ کړئ او بیا يې په تشه معده وڅښئ، همدا ډول د تور مرچ دوه دانې خوله کې ژوول هم د معدې تیزابیت په ختمولو کې مرسته کوي.

څنګه د معدې تېزابیت څخه ځان وژغورو؟

د معدې تېزابیت څخه د ځان ژغورلو لپاره، په ارامه خوراک کول او ډوډۍ په خوله کې ښه میده کول اړین دي.

له ویده کېدو وړاندې خوراک نه کول، د شپې وروستي خواړه له خوب څخه دوه ساعته مخکې خوړل.

سګریټ او نورې نشې پرېښودل تر ټولو اړین دي، مساله دار خواړه تر ډیرې اندازې کمول، او د ذهني فشار کنترولولو هڅې، ځکه ذهني فشار مو د تیزابیت ترڅنګ پر نورو خطرناکو ناروغیو هم اخته کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب