یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد بدخشان یفتل پایان ولسوالۍ بېرته د افغان پوځ لاسته ورغله

د بدخشان یفتل پایان ولسوالۍ بېرته د افغان پوځ لاسته ورغله

تاند (شنبه د سرطان ۱۹) د بدخشان ولایت امنیتي چارواکي له وسله والو طالبانو څخه د دغه ولایت د یفتل پایان ولسوالۍ د بېرته نیول کېدو خبر ورکوي.

د دې ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند ثناالله روحاني وايي، ګډو امنیتي ځواکونو نن د ولسي پاڅون والو په مرسته د یفتل پایان ولسوالۍ مرکز له طالبانو څخه نیولی دی او درنه مرګ ژوبله یې ورته اړولې، خو په وینا یې چې کره ارقام یې په لاس کې نشته.

طالبانو بیا تر اوسه په دې هکله تبصره نه ده کړې.

د یادونې ده چې مرکزي حکومت په بغلان کې د ګډو امنیتي ځواکونو د عملیاتو مسؤلیت د ۲۰۳ تندر قول اردو پخواني قوماندان مولوي جلال یفتل ته سپارلی دی.

ورته مهال د بدخشان د ۲۷ ولسواليو له جملې څخه ۲۵ هغه یې اوس هم د طالبانو تر ولکې او دوه نورې یې د افغان ځواکونو په لاس کې دي.

د یو بل خبر له مخې، د پروان سیمه ییز چارواکي وايي چې د دې ولایت د شیخ علي او سرخ پارسا ولسوالیو مرکزونه د وسله والو طالبانو لاسته لویدلي دي.

د پروان والي فضل الدین عیار نن وویل چې تیره شپه امنیتي ځواکونه او ولسي پاڅونوال د دې ولسوالیو له مرکزونو ووتل او په نورو برخو کې یې ځای پرځای شول.

هغه په نښتو کې یوازې د یوه سرتیري د ټپي کیدو خبره کړې او زیاته کړې یې ده چې اوس په سیمه کې وضعیت آرام دی.

تردې مخکې د پروان شینواري او سیاه ګرد ولسوالۍ وسله والو طالبانو نیولې وې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب