Homeخبرونهچین له خپلو وګړو غوښتي چې له افغانستانه ژر تر ژره ووځي

چین له خپلو وګړو غوښتي چې له افغانستانه ژر تر ژره ووځي

تاند(شنبه، د سرطان ۱۹) چین په افغانستان کې د امنیتي وضعیت پر خرابېدو اندېښنه ښوولې او خپلو اتباع ته یې ویلي چې ژر تر ژره له دې هیواده ووځي.

چین له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر پرېکړې انتقاد کړی او ویلي یې دي چې له دې سره به د ټولې سیمې امنیت له ګواښ سره مخامخ شي.

ځینې چینايي چارواکي شک لري چې امریکا غواړي افغانستان ناامن پرېږدي چې د چینايي ایغورانو په شمول د بېلابېلو هیوادونو سختدریځي په دې هیواد کې پناهځایونه ومومي او چین او منځنۍ اسیا کړکېچنه کړي.

د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې، د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په افغانستان کې د جګړو د لا پراخېدو د احتمال په خاطر یې خپلو اتباعو ته ویلي چې ژر تر ژره له افغانستانه ووځي او خپل هیواد ته ستانه شي.

دا وزارت همداراز وايي چې د افغانستان د حالاتو خرابېدا مجبوره کړي چې له خپلو اتباعو داسې غوښتنه وکړي.

څرګنده نه ده چې په افغانستان کې څومره چینايي وګړي اوسي.

ډیری چینایان د قراردادیانو په توګه په پرمختیايي پروژو کې کار کوي.

چین په عین حال کې ویلي چې تراوسه پورې له افغانستانه ۲۱۰ چینایان بېرته خپل هیواد ته ورګرځېدلي چې د هغو له منځه د ۲۲ تنو د کورونا د ازمېښت نتیجه مثبته ختلې ده.

د چین د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د خپلو دیپلوماتانو د وتلو یادونه نه ده کړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...