یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهطالبان وایي د ښځو په ټالونو لوبې او وچه مېوه ښه خوند...

طالبان وایي د ښځو په ټالونو لوبې او وچه مېوه ښه خوند کوي

تاند (شنبه/د سرطان ۱۹مه) — په افغانستان کې له وسله والو طالبانو څخه چې په کوم نامعلوم ځای کې یې د ښځو یو پارک نیولی او په یوه حکومتي دفتر ورننوتي دي جنګ هېر شوی او په ټالونو او وچه مېوه باندې ور ټول شوي دي.

حکومتي چارواکي وایي چې لیرې پرتې سیمې یې د دې لپاره پرېښي او ترې راوتلي دي چې غواړي ښارونه ټینګ کړي او وروسته ورو ورو خپله د کنټرول ساحه بېرته وغځوي.

په یوه ویډیو کې چې په ټولنیزو رسنیو خپره شوې، طالب وسله وال د ښځو په یوه پارک کې لیدل کیږي چې په ټالونو کې زنګېږي او خنداګانې کوي.

د پارک په څو څنګ په څنګ ټالونو کې طالبان خپل ځانونه زنګوي، او یو یې په خوښۍ سره وایي، «وا د مور شیدې دې سه، څه پرې کوې، ورکه کش، واواواواواوا، عشق پرې واخله، دا بالا زمونږ پارک دی، دوی ډېرې مېلې وکړې، واه واه واه واه،»

داسې ښکاري چې کوم بل طالب د لوبو په بله وسیله لوبې کوي او له یوه زنګېدونکي طالب نه مرسته غواړي، دی یې په ځواب کې وایي، «زه دلته لوېږمه، زه نشم درختلی.»

دغه راز، یو شمېر نور طالبان یوه دفتر یا مېلمستون ته ننوځي، د مېز د سر له قابونو نه وچه مېوه اخلي او وایي چې ډېر خوند کوي، موټر ته یې ځانونو سره وړو.

یو طالب چې د قابونو مېوه په یوه پلاستیک کې اچوي، د یوه بل طالب د پوښتنې په ځواب کې وایي، «دا ګرده موټر ته وړو، دا بیا خورو، څښو سره، ډېر ښه خوند کوي،»

د وچې مېوې د قابونو چور کوونکي طالبان په خندا کې حکومتي کارکوونکیو ته کنځلې هم کوي، او وايي، «کنځلې، کنځلې، کنځلې، عجیبه ښه خوند کوي ای، دلته وګوره ای.»

په ویډیو کې لیدل کیږي چې طالب وسله وال څه مېوه په پلاستیک کې اچوي، نوره په مېزونو شیندلې پرېږدي، د خوړل شویو کینوګانو پوستکي په فرش پراته دي، او هغوی ترې په خپله مخه ځي.‌

ویل کیږي چې حکومتي مشران او په قطر، کوېټه، کراچۍ، او پېښور کې ناست طالب مشران او د هغوی اولادونه ښه هوسا ژوند لري خو د دواړو لوریو جنګیالي او د هغوی کورنۍ نه له ژوند نه خوند اخیستلی شي او نه یې له مرګ نه وروسته څوک د کورنۍ د ښه او بد پوښتنه کوي.

د ټالونو ویډیو:

https://www.facebook.com/messenger_media/?thread_id=100010125937288&attachment_id=960167881225556&message_id=mid.%24cAAAAAaDNxJ-AwT-6V16j_o9pmL1T

د وچې مېوې ویډیو:

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب