یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد لغمان الیشنګ کې سرتیري له درې میاشتینۍ کلا بندۍ خلاص شول

د لغمان الیشنګ کې سرتیري له درې میاشتینۍ کلا بندۍ خلاص شول

تاند ( شنبه، د سرطان ۱۸ مه)  د ملي امنیت ۰۲ قطعه وایي، د لغمان ولایت اليشنګ ولسوالي کې له درې مياشتو راهيسې محاصره سرتېري نن له کلابندۍ ازاد شول.

له دغې قطعې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د الیشنګ ولسوالي په استقامت د ګډو امنیتي او دفاعي ځواکونو له څو ورځنیو بریالیو عملیاتو وروسته د مهترلام ــ الیشنګ لاره په بشپړ ډول خلاصه او د ولسوالۍ محاصره یې ماته کړې ده.

خبرپاڼه زیاتوي چې په دغو عملیاتو کې یې د طالبانو د مهمو قومندانانو په ګډون د دې ډلې ۲۰۹ غړو ته مرګ ژوبله هم اړولې.

خبرپاڼه کې راغلي: (( پیل شوي عملیات د ۱۵۸ وسله والو په وژلو او ۵۴ تنو په ټپي کېدو پای ته ورسېدل.))

ورته مهال د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا د یادې ولسوالۍ د نیولو ادعا کوی او وایي چې ټول وسایط او وسلې یې هم نیولي دي.

خو د لغمان ولایتي چارواکي د طالبانو دا ادعا بې بنسټه بولي او وایي، د ولسوالۍ مقام له اليشنګ څخه مرکز مهترلام ته انتقال شوې، دغلته د «قلعه نجيل» په بېز هم جګړه روانه ده، خو حکومت هڅه کوي، چې د هوا د لارې بند سرتېري انتقال کړي.

د دغه ولایت د والي ویاند اسدالله دولتزی وایي، د الیشنګ ولسوالۍ د موقعیت بدلون د ۲۰۱ سېلاب قول اردو د رهبرۍ او د لغمان د نظامي شورا د پرېکړو پر بنسټ شوی دی.

ښاغلی دولتزی زیاتوي: «پر وخت ولسوالۍ ته د پرسونل او حمایي د رسیدنې، په اسانۍ د ولسونو لاس رسی او دوی ته د هراړخیزو خدماتو د رسیدو په موخه د ۲۰۱ سیلاب قول اردو د رهبرۍ او د لغمان د نظامي شورا د پریکړې له مخې د الیشنګ ولسوالۍ اوسنی موقعیت د لنډ وخت لپاره د یادې ولسوالۍ یوه بل مناسب ځای ته تغیر وکړ چې د هر اړخیز وضعیت د ارزونې وروسته به دوباره خپل اصلي مسیر ته ولاړه شي.»

دا په داسې حال کې ده چې دې وروستیو کې وسله والو طالبانو ټول هېواد کې جګړو ته زور ورکړی او د ځینو ولسوالیو د نیولو ادعاوې یې کړې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب