یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهولسمشر: که طالبان افغانستان ته ژمن‌‌ وي، تعهد دې وکړي چې ډیورنډ...

ولسمشر: که طالبان افغانستان ته ژمن‌‌ وي، تعهد دې وکړي چې ډیورنډ کرښه به نه مني

تاند ( شنبه، د سرطان ۱۸ مه ) افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي، که وسله وال طالبان افغانستان او سولې ته ژمن وي نو تعهد دې وکړي چې ډیورنډ کرښه به نه مني.

ولسمشر نن شنبه/ د سرطان/ ۱۸ مه د خوست هوایي ډګر د پرانیستی مراسمو کې وویل چې اوسنۍ جګړه طالبانو د پردیو د ګټو لپاره روانه کړې او په خبره یې که جګړه دوام کوي ټول مسوولیت یې پر طالبانو دی.

هغه زیاته کړه چې د طالبانو د ملاتړ، تمویل او روزنې ځایونه معلوم دي او ددې وخت دی چې دغه ډله د خپلو خلکو له وژلو او خپل هېواد له ورانولو لاس واخلي.

د ولسمشر په وینا، طالبان دې د نورو نوکري پرېږدي، له ولس سره دې ژمنه وکړي چې د بل لپاره جګړه نه کوي، ډیورنډ فرضي کرښه نه مني او د هېواد د جوړولو لپاره دې سوله وکړي.

ولسمشر غني همدا راز د خپلو خبرو پر مهال پر ټول ولس غږ وکړ چې سره یو لاس شي او د نظام د ساتلو لپاره هڅې وکړي.

دده په خبره که افغانان په اوس کې ژوند و نه کړي، د نظام د ساتلو لپاره سره یو لاس نه شي، یووالی ونه ساتي نو راتلونکو نسلونو ته به ملامت وي.

ولسمشر غني همدا راز زیاته کړه چې امریکایي ځواکونه دده په غوښتنه له هېواده وتلي دي.

نوموړي د خپلو خبرو په دوام وویل چې امریکایان یې په عزت له افغانستان و ایستل او دوه کاله مخکې یې له امریکایي حکومت د امریکايي سرتېرو د وتلو غوښتنه کړې وه.

2 COMMENTS

  1. شل کاله مخکی په تش لاس ده طالبانوظهوراو چټک پرمختګ. بیا شل کاله په تش لاس ده نړی ځواکمنو امپراطوریو سره جنګیدل. او اوس بیا ده طالب په پراخه کچه ملاتړ او ده سمیوکنټرول. دا په ډا‍ګه کوی چی طالب کومه شل زره کسیزه ډله نده. ده دوی سره ده ملت ملاتړدی. کله چی ملت ده دیمکراسی پرځایی داسی اسلامی نظآم غواړی چی نړی یی هم ورسره منی. نو اشرف غنی ولی دیمکراتیکی، سیکولری، غربی نظری پخاطر خپل ملت په بی رحمی وژنی؟ دی ولی ده شمالی ټلوالی ده نژاد پرستی تبعیزی مفکوری ملاتړکړی؟ اشرف غنی نور باید خپل ملت ده اسلامی نظام ده ملاتړاو جوړلوپخاطر په وحشیانه توګه قتله نکړی. تاریخ اوحقایقوته په کتو باید ده اکسریت افغان نظری ملاتړوکړی. اقتصادی پرختګ ،فردی آزادی ،مساوات خو په اسلامی نظام کی هم ممکن دی.

  2. مخکنیو دولتی چارواکو تر سردارمحمد داود خان پوری او بیا آڼ تر ډاکټر نجیب الله پوری ټول د هغه سیمو پوری غوښتونکی وو چی کومه موافقه شوی وو یعنی هغه وخت کی آټک د افغانانو او برتانوی هند ترمینځ رسمی سرحد وو
    مګر د امریکا او غربی هیوادونو د نظامی مداخلی څخه نیولی بیا د افغانستان تر راتګ پوری اوس زموږ سیاسی مشرانو فکر او نظر تر ډیورنډ پوری شوی یعنی داسی انګیرنه کوی چی دا کرښه اوس طالبانو یا افغان دولت چی رسانیو اعلان وکړ منل شوی رسمی سرحد دی ځکه امریکا د ډیورنډ کرښی په سر اغزن تار غځولو لپاره له پاکستان سره مالی مرسته وکړ چی کیدای شی په راتلوونکی تکمیل شی مګر له شروع نیولی بیا تر نن پور ی افغان دولت د دی اغزن تار غځولو په وړاندی چوپه خوله دی مګر طالبانو په اخیری وخت کی ملاعمر د پاکستان دیپلوماتان یا استخبارات له خپل دسترخوان څخه د ډیورنډ کرښی د نه منلو له وجهی شړلی وو

    کچیری دا کرښه طالبان یا افغان دولت منلی وی لدی ښکاری چی افغان دولت او طالبان د نجیب الله ، جنرال رازق او ملاعمر په مړینه کی ښکیل دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب