شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهامریکا د قطر او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو سره پر...

امریکا د قطر او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو سره پر افغان سوله خبرې کړي

تاند ( شنبه، د سرطان ۱۸ مه)  د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن له خپل پاکستاني سیال شاه محمود قریشي سره د افغانستان پر وضیعت او سوله خبرې کړې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي چې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر محمود قریشي سره یې پر بېلا بېلو مسایلو خبرې کړې دي.

دده په خبره په دې تلیفوني مکالمه کې یې د افغانستان د سولې پر مسئله هم له قریشي سره خبرې کړې دي.

بلینکن وایي د افغانستان سوله د ټولې سیمې د ثبات لپاره مهمه ده او دوی هڅه کوي چې دلته روانه جګړه د خبرو له لارې ختمه کړل شي.

ددغه مکالمې نور جزیات له رسنیو سره نه دي شریک شوي، خو بلینکن وایي چې دوی د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا او پراختیا هم بحث کړی دی.

ورته مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینک د قطر له لومړي وزیر او ددغه هېواد د بهیرنیو چارو له وزیر محمد بن عبدالرحمن سره هم پر افغان سوله خبرې کړې دي.

د راپورونو له مخې بلینکن په دې ټلیفوني مکالمه کې د سولې په برخه کې د قطر پر رول خبرې کړې او ددغه هېواد همکاري یې اړینه بللې ده.

نوموړي د قطر له هڅو د مننې تر څنګ له دغه هېواد غوښتي چې د سولې په برخه کې خپله همکاري ډېره کړي.

قطر هم په دې تلیفوني مکالمه کې ډاډ ورکړی چې له افغان سولې سره به خپلې همکارۍ ډېروي او هڅه کوي دلته د روانې جګړې په ختمولو کې خپل مثبت رول ته ادامه ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب