شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهولسمشرغني په خوست کې د هېواد پنځم هوایي ډګر پرانیست

ولسمشرغني په خوست کې د هېواد پنځم هوایي ډګر پرانیست

تاند ( شنبه، د سرطان ۱۹) ولسمشرغني نن خوست ولایت ته د سفر پرمهال د دې ولایت هوایي ډګر پرانیست.

د خوست هوايي ډګر له پرانیستې سره سم له دې ډګر نه نړیوالې هوايي الوتنې پيل شوې.

نن سهار له دوبۍ نه د مسافرو لومړنی پرواز هم را ورسېده او ولسمشر یې هرکلي ته ولاړ وو.

د ملکي هوایي چلند ادارې مسوولان وایي، دا پنځم هوایي ډګر دی، چې په نړیواله کچه ترې الوتنې پيلېږي.

د یادې ادارې ویاند محمد نعیم صالحي وایي، له دې وړاندې له کابل، بلخ، کندهار او هرات ولایتونوڅخه هوایي الوتنې ترسره کېدې.

د نوموړي په وینا د دې هوایي ډګر کار په ۱۳۹۰ کال پيل شوی وو او په ټوله کې پرې ۸۸۱ ملیونه افغانۍ لګښت راغلی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب