Homeخبرونههند او روسیې په افغانستان کې پر روان وضعیت اندېښنه ښودلې

هند او روسیې په افغانستان کې پر روان وضعیت اندېښنه ښودلې

تاند ( شنبه، د سرطان ۱۹) د هند د بهرنیو چارو وزیر جي شنکر تېره ورځ د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره په لیدنه کې په افغانستان کې د روانو حالاتو په اړه اندېښنه‌  وښوده او د تاوتریخوالي کمېدو غوښتنه یې وکړه.

جي شنکر په افغانستان کې روان حالات خواشینوونکي بللي  او زیاته یې کړه ، چې تاوتریخوالی د افغانستان د وضعیت حل لاره نشي کېدای.

په ورته وخت کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر هم افغانستان کې په روانو حالاتو اندېښنه وښوده او د یو داسې سیاسي بهیر په ژر پيلېدو يې ټېنګار وکړ، چې په خبره یې ټول افغانان یې ننګه وکړي.

په همدې حال کې د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د افغانستان د روانو حالاتو سره سره به دا هېواد په کابل کې خپل سفارت ونه تړي.

جي شنکر وویل، په افغانستان کې مخ په خرابېدونکی امنیتي حالات او په افغانستان کې د هندي وګړو د امنیت او مصونیت مسایل له نږدې څاري.

هند او روسیه داسې مهال دا اندېښنه ښيي، چې بل لورته  د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړى استازی زلمی خلیلزاد وايي، داسې فکر کوي‌ چې طالبانو د مذاکراتو پر مېز د برلاسي لپاره جګړه سخته کړې ده.

خلیلزاد زیاته کړې چې افغانستان کې د جګړې سختېدو تمه یې درلوده، خو په پوځي ډګر د طالبانو پرمختګ حیران کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...