جمعه, دسمبر 12, 2025
Homeخبرونهولسمشرغني نن په رسمي ډول د خوست هوایي ډګر پرانېزي

ولسمشرغني نن په رسمي ډول د خوست هوایي ډګر پرانېزي

تاند ( شنبه، د سرطان ۱۹) ولسمشر غني نن سهار د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ خوست ولایت ته تللی.

ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ولسمشر به په دې سفر کې د خوست هوایی ډګر به په رسمي ډول پرانیزي او دغه راز به د دغه ولایت عمومي وضعیت هم و ارزوي.

سرچینه زیاتوي، چې ولسمشر غني به په دې سفر کې د خوست له ولایتي مسوولینو او عامو خلکو سره هم وګوري.

د خوست هوایي ډګر ته په لومړي ځل نړیواله الوتنه ترسره شوه

د یادونې ده چې د تېرې جوزا میاشتې په ۱۳ مه نېټه یاد هوايي ډګر ته لومړنۍ نړیواله الوتنه ترسره شوه.

په یاده الوتنه کې شاوخوا ۸۰ مسافر د خوست هوایي ډګر ته په لومړي ځل را ښکته شول.

دغه هوايي ډګر تازه د افغان حکومت په لګښت جوړ شوی او ټاکل شوې چې د لا پراختیا لپاره یې کار وشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...