جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد خوست هوایي ډګر ته په لومړي ځل نړیواله الوتنه ترسره شوه

د خوست هوایي ډګر ته په لومړي ځل نړیواله الوتنه ترسره شوه

تاند ( دوشنبه، د جوزا ۳۱) د خوست ولایت چارواکي وایي، چې  د آریانا افغان هوایي شرکت یوه الوتکه نن سهار له متحده عربي اماراتو راګرځېدلې او په خوست هوایي ډګر کې یې ناسته کړې ده.

د خوست والي وایي ، چې دې الوتکې ۸۰ کسه مسافر لېږدول.

والي د هوايي ډګر د هر اړخیز پرمختګ لپاره ژمنه وکړه له ټولو مسافرو یې وغوښتل، چې له خوست هوايي ډګر څخه ګټه واخلي او له دې لارې له خپل خوست او نړۍ سره ځانونه وتړي.

دا لومړی ځل دی چې له متحده عربي اماراتو څخه د خوست هوايي ډګر ته نړیوال پرواز ترسره کېږي.

دغه هوايي ډګر تازه د افغان حکومت په لګښت جوړ شوی او ټاکل شوې چې د لا پراختیا لپاره یې کار وشي.

په ورته وخت کې خوستیانو هم د لومړۍ الوتنې هرکلی وکړ په ګلونو او اتڼونو وکړ.

دوی وایي، په دې سره به په دې ولایت کې پراختیايي کارونه لا مخته لاړ شي او ګڼو ځوانانو ته به کاري زمینه برابره شي.

راغلي مسافر هم خوښ دي، چې کلونه وروسته په خپل ولایت کې راښکته کیږي.

1 COMMENT

  1. خوستیانو مبارک مو شه!
    کومې لاسته راوړنی چی نن ورځ خوست کی تر سترګو کیږی، ټولې ستاسې دخپلو هلو-ځلو دي. پوهنتون مو په خپل مټ تر دی بریده رارسولی، امنیت مو په خپلو قربانیو څه ناڅه ساتلی، مدنی فعایتونه او ډیره لږ اندازه مطبوعات مو هم ستاسو دخپل زیار پایله ده، هیله ده تر دې هم زیات بریالیتوبونه ولرئ، دپښتنو په لویه خاوره تاسو د یووالی او دترقی دلیوالتیا یوه ډیوه یاست چی امید دی هیڅ سیلۍ مو خاموشه نه کړی. تمه لرو چې د ټولو خوارو، محرومو، جګړه ځپلو، بی دوا او بی ډاکتره، بی بریښنا او بی ښوونځی ، بی سړک او بی مشره خورو-ورو پښتنو لپاره بیلګه څه چې الګو او د لارې مشال وګرځئ. آریانا الوتکه همدا دخوست پرهوایی ډګر ښکلی ښکاری. درباندی ویاړم. دا زما د مشر دوست، مهربان ورور استاد روهی یو وړوکی ارمان و. هغه ډیر نور لوی آرماونه لرل. دا دی صرف یو آرمان یې پوره شو، ای کاشکې چې نن یی د سرپه سترګو لیدلا ی وای !! هیله ده نور آرمانونه یی هم پوره کړئ.
    خوستیانو غږ مې دررسي که نه ؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب