Homeخبرونهد تخار بنګي او خواجه غار ولسوالۍ بېرته د افغان پوځ لاسته...

د تخار بنګي او خواجه غار ولسوالۍ بېرته د افغان پوځ لاسته ورغلې

تاند (دوشنبه د جوزا ۳۱) د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو د تخار ولایت بنګي او خواجه غار ولسوالۍ بېرته له وسله والو طالبانو څخه ونیولې.

د دفاع وزارت نن دوشنبه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې افغان ځواکونو د یادو ولسوالیو د تصفیې لپاره هوايي او ځمکني عملیات پيل کړي و.

په خبرپاڼه کې راغلي، د بنګي او خواجه غار ولسوالیو د بیرته نیولو پر مهال وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده او له یادو ولسوالیو په شاه کړل شول، دغه راز د دې عملیاتو پرمهال د وسله والو طالبانو ګڼ شمېر سپکې او درندې وسلې هم د افغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.

د تخار ولایت بنګي او خواجه غار ولسوالۍ په دې وروستیو کې تر پراخو بریدونو وروسته د طالبانو لاسته لوېدلې وې او افغان ځواکونو د ولسوالیو له مرکزونو څخه تکتیکي شاتګ کړی و.

د ملي دفاع وزارت وايي چې د دغو ولسوالیو په بیرته نیولو کې د سیمې ولسي پاڅونوالو هم د افغان ګډو ځواکونو سره مرسته کړې.

بلې خوا بیا وسله والو طالبانو نن په بلخ ولایت کې د شولګرې او دولت اباد او د بغلان ولایت دوشي او جلګې ولسوالیو مرکزونو د نیولو ادعا کړې ده.

ویل کیږي جګړه د تخار مرکز تالقان ښار څنډو ته رسېدلې ده. خو دفاع وزارت وايي چې د مرکز تالقان اړوند ابدال او قره پرچو سیمو کې طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده او یو شمېر کلي تصفیه شوي هم دي.

د ملي دفاع وزارت وايي چې د تخار پر مرکز د طالبانو د بریدونو دفع کولو په هدف دغه ولایت ته کمانډو ځواکونه رسېدلي دي.

طالبانو تر دا مهاله په دې هکله څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...