شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهپاکستاني مفتي له خپل شاګرد سره پر جنسي اړیکو اعتراف وکړ

پاکستاني مفتي له خپل شاګرد سره پر جنسي اړیکو اعتراف وکړ

تاند (دوشنبه د جوزا ۳۱) د پاکستان لاهور ښار کې د یوې دیني مدرسې مشر پولیسو ته منلې ده چې له خپل شاګرد سره یې جنسي اړیکې درلودې.

مفتي عزیز الرحمن وروسته له هغه پولیسو ونیوه چې له خپل یوه شاګرد سره یې د جنسی اړیکو څو وېډیوګانې په ټولنیزو شبکو کې لاس په لاس شوې.

پاکستاني رسنیو نن دوشنبه/ د جوزا ۳۱مه/ ویلي چې مفتي عزیز الرحمن د پلټنو پر مهال منلې ده چې له خپل شاګرد قاري صابر شاه سره یې جنسي اړیکې درلودې، خو په خبره یې قاري صابر شاه د نوموړي ویډیوګانې په پټه ثبت کړي دي.

هغه زیاته کړې چې خپل دغه شاګرد ته یې ګواښونه کول چې که ورسره جنسي اړیکې ونه ساتي، نو په ازموینو کې به یې ناکام کړي.

دغه پاکستانی مفتي وايي چې قاري صابرشاه ورسره د بریا په بدل کې جنسي اړیکې نیولې.

مفتي عزیز الرحمن ویلي قاري صابر شاه د ده د زامنو له خوا ګواښل شوی و چې ویډیو به نه خپروي، خو هغه ویډیو خپره کړه او کله چې صابرشاه پولیسو ته شکایت وکړ، نو میانوالي ولسوالۍ ته ولاړ، خو هلته پولیسو ونیوه.

عزیز الرحمن په خپلې دغې کړنې پښېماني ښودلې او ویلي یې دي چې تېروتلی دی، خو د جنسي اړیکو وېډیوګانو تر خپرېدو وروسته یې په یوه بله ویډیو کې پر قران کریم لاس ایښی و او ادعا یې کړې وه چې د نشې په حالت کې چې پر ځان نه پوهېده د یوې دسیسې له مخې یې دغه ویډیو اخیستل شوې ده.

په دې هکله تر دې مخکې داسې هم ویل شوي و چې د قاري صابر شاه په نوم متضرر کس پولیسو ته شکایت کړی او ادعا یې کړې وه چې دغه پاکستاني مفتي د هرې جمعې په ورځ ورسره جنسي اړیکې نیولې.

بلې خوا په دیني چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار او د پاکستان د علماوو بورډ مشر مولانا طاهر اشرفي ویلي چې د دغې پېښې په هکله پلټنې پیل شوې دي او په خبره یې که له پلټنو وروسته جرم ثابت شي، نو مجرم به سرچپه ځوړند کړای شي.

مفتي عزیزالرحمن په لاهور کې د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ د مذهبي ګوند جمعیت علمای اسلام مرستیال او په همدغه ښار کې د پاکستان د دیني مدرسو د ادارې (وفاق المدارس) مسؤل هم دی چې د یادې پېښې وروسته د وفاق المدارس له مسؤلیت او د دارالعلوم له مشرۍ لرې کړای شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب