یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهامریکايي چارواکي د طالبانو پرمختګونه تاییدوي خو وايي دا پرمختګونه دوام نه...

امریکايي چارواکي د طالبانو پرمختګونه تاییدوي خو وايي دا پرمختګونه دوام نه شي کولی

تاند(شنبه، د سرطان ۱۹) امریکايي چارواکي تاییدوي چې د افغانستان امنیتي وضعیت په خاربېدو دی خو د طالبانو د وروستیو پرمختګونو په اړه وايي چې دا هر څه هره شېبه بدلېدای شي.

د پینتاګون ویندوی جان کربي د جمعې په ورځ ناوخته له خبریالانو سره په خبرو کې تایید کړه چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته د دغه هیواد امنیتي وضعیت خراب شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې یوه ورځ وړاندې د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن د طالبانو وروستي پرمختګونه کم اهمیته بللي و.

کربي سي این این تلویزیون ته وویل «څه جې موږ په مځکه (افغانستان) لیدلي دا دي چې امنیتي وضعیت خراب شوی، په دې کې هیڅ شک نه شته، طالبان د ولسوالیو د مرکزونو نیولو ته دوام ورکوي.»

کربي دا څرګندونې وروسته له دې وکړې چې طالبانو ادعا وکړه چې د افغانستان په سلو کې ۸۵ خاوره یې تر کنټرل لاندې ده.

خو کله چې له کربي څخه د طالبانو د دې ادعا په اړه پوښتنه وشوه، ده وویل چې د ده لپاره دا سخته ده چې د افغانستان خاوره معلومه کړي چې څومره یې د چا په لاس کې ده خو دا مني چې طالبانو په وروستیو ورځو کې ځینې سیمې لاندې کړي دي.

ده په عین حال کې وویل چې د سیمو د لاندې کولو معنا دا نه ده چې یوه ډله به هغه وساتلی شی.

د جان کربي په وینا له همدې کبله ولسمشر بایډن ویلي چې د افغانستان جګړه ګټونکی نه لري.

نور امریکايي چارواکي هم تاییدوي چې د افغانستان په جګړه کې هیڅ لوری بریالی کېدای نه شي او حتي که طالبان تر دې زیاتې سیمې هم ونیسي، په هیواد کې سوله نه شی راوستلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب