یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهعبدالله د اوربند په اړه د طالبانو طرحه څو میاشتې نه وه...

عبدالله د اوربند په اړه د طالبانو طرحه څو میاشتې نه وه لوستې

تاند(شنبه، د سرطان ۱۹) مسکو ته د طالبانو د تللي پلاوي مشر وايي، د ۹۰ ورځني اوربند په اړه یې څو میاشتې پخوا عبدالله عبدالله ته خپله طرحه لېږلې وه، خو هغه یې ځان ته د لوستلو زحمت نه و ورکړی.

د طالبانو د پلاوي مشر شهاب الدین دلاور په مسکو کې یوې خبري غونډې ته وویل، دا طرحه، چې د ۹۰ ورځو په مخه د اوربند وړاندیز پکې شوی و، څو میاشتې پخوا د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ته سپارل شوې وه چې د افغانستان حکومت ته یې وسپاري.

دلاور زیاته کړه«کله چې مې ډاکتر عبدالله ولید، ومې پوښت چې زموږ طرحه یې لیدلې،؟ ده وویل چې طرحه یې ترلاسه کړې خو تراوسه پورې یې لوستې نه ده.»

د ښاغلي دلاور په وینا په دې طرحه کې وړاندیز شوی چې ۹۰ ورځې دې جګړې ودرول شي؛ د ولایتونو پر مرکزونو او ولسوالیو دې بریدونه نه کېږي او په هغو سیمو کې دې عملیات نه کېږي چې ګڼه ګوڼه پکې وي او دغه راز دې د راتلونکي نظام په اړه دواړه خواوې خبرې وکړي.

عبدالله عبدالله د ښاغلي دلاور د څرګندونو په اړه تراوسه پورې څه نه دي ویلي.

دلاور ادعا وکړه چې ګنې طالبانو له امریکا سره د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ د ۲۹ نېټې موافقه بشپړه عملي کړې خو مقابل لوري نه ده عملي کړې. د ده په وینا نه طالبان له تور لیسته ایستل شوي او نه یې بندیان خوشي شوي دي.

امریکا تاییدوي چې طالبانو له موافقې سره سم، د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ له ۲۹ را په دې خوا پر امریکايي او ناټو ځواکونو حمله نه ده کړې او په یاده موده کې هیڅ بهرنی پوځي وژل شوی نه دی.

خو د افغانستان له حکومت سره د جدي خبرو او اوربند له وړاندیزنو طالبانو په ځلونو ډډه کړې ده.

5 COMMENTS

  1. د افغانستان د اوسني نظام تر ټولو ستره مفسده څیره ډاکټر عبدالله دی، او همدا پنځم ستون دی، چې داخل په نظام کې دی او د نظام د ړنګولو او د کشالې د اوږدولو هڅه یې تل کړې ده، ده د ټاکنو په هره دوره کې د افغانستان نظام د ړنګیدو خواته بولی دی، تر دې چې په زرګونو عسکرو د دې فساد له امله خپل ژوند په لومړۍ کرښه کې ورکړی دی. خو دې سره یواځې د خپل چوکۍ غم و.
    بله دا چې دا پخپله د شمالي ټلوالی ټوپک سالار پاتی شوی دی، دا کله سولې ته ژمن دی، وایي چې پیشو ته یې د مستو ساتنې دنده سپارلې ده.
    دا پخپله د سولې پلان لوستلی نشي، دومره غفلت خو هم ندی پکار، ولې د خپل ملت سره جفا کوې ؟ ولې ډاکټر صیب عبدالله ؟ ولې سولې سره د میرنۍ مور چلند کوې ؟

  2. اول خو به د عبدالله دریځ وګورو چی ایارښتیا همداسی ده. که داسی وی شرایط یی معقول وی نو یو عسکر او طالب وژل کیدل چی دواړه افغانی وی نه پاکستانی د ټول انسانیت وژل کیدل دی او که دری میاشتی جنګ بندی شوی وای اوس په دومره تلفات نه کیدل. ددی زمه وار بیا ډبل عبدالله ده

  3. څو موده مخکی ټولو هیوادوالو واریده چی د پښتونخوا دینی عالمانو مولنا فضل الرحمن او سراج الحق د چین دکمونست ګوند د سلمې کالیزې په مناسبت د مبارکۍ پیغامونه وړاندې کړل مګر کله چی په افغانستان کی د سردارمحمد داود خان رژیم او بیا له هغه وروسته تر ډاکټر نجیب الله پوری همدا عالمان په افغانستان کی د کمونستی ګوند خلاف وو یعنی کله چی د سردارمحمد داود خان په وخت کی د خیبر په نوم شخص ووژل شو نو د افغانستان څخه شمالی ټلوال جهادی مشر احمد شاه مسعود، حزب اسلامی مشر ګلبدین حکمتیار او محمد نبی محمدی پاکستان ته لاړل او د همدی کونستی ګوند په خلاف یی د پاکستان نظامی ملاتړ غوښتنه وکړ چی له هغه وروسته آن د ډاکتر نجیب الله پوری همدا جنګی ډلی ټپلی په پاکستان کی پیاوړی شوی چی همدا مجددی او ربانی مخکینی د سولی د شورا مشران د همدی جنګی ډلی ټپلی غړی وو چی هغه میراث اوس عبدالله ته سپارل شوی چی عبدالله هم احمد شاه مسعود د لارویانو له جملی څخه نو سوال داده چی د سولی په لاره کی مخکنیو مشرانو مجددی او ربانی څه وکړل چی عبدالله به یی وکړی باید ولسمشر د سولی شورا ړنګه او ټولی چاری د سولی د وزارت او اوسنی عالی شورا چی ګلبدین او ربانی ځوی ترینه بایکاټ کړی، باید همدا چاری مخی ته یووړل شی

    ټول افغانان شاهدان دی چی همدا مسعود له روسانو سره توافق کړ او روسان سالم په روسیه وسپارل یعنی د دوی په سیمه کی چا په روسان ډز نشو کولی او همدارنګه اوس پآکستان او فرانسه د مسعود په نوم جادی او سړکونه جوړوی ځکه خو طالبان هم له همدی ټلوالی سره نیکی اړیکی پالی ځکه پاکستان نغواړی چی زاړه ملګری خپه کړی او تل کوښښ کوی چی دلته جنګ او جګړه جاری وی کیدای شی چی پاکستان ورته ویلی وی چی یاد طرحه په اړه هیڅ غبرګون ونه ښایی. ځکه که سوله راشی د تاسی او پنجاب لپاره د خطر زنګ جوړیږی نو دواړه طرفه هم شمالی ټلواله او هم پنجاب په افغانستان کی سوله او ثبات نغواړی

    که تاسی یاد وی کله چی امریکا راتلله نو لومړی پاکستان نظامی آډه ورکړ او بیا ربانی له امریکا هیله وکړه چی له لویو لویو بمونه کار واخل چی واړه واړه تاثیر نکوی او بیا همدی یونس قانونی چی وزیر دداخلی او عبدالله د بهرنیو چارو وزیر وو امریکا ته صلاحیت ورکړی چی هرځای په پښتنو حمله کولی شی چی دا خبره په لومړی ځل ټاکنو د افغان تلویزیون خبریال له عبدالله پوښتنه وکړ او عبدالله ترینه منکر شو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب