جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهد امریکا دفاع وزیر د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د...

د امریکا دفاع وزیر د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د جوړجاړي لپاره د نړیوال فشار غوښتنه وکړه

تاند(شنبه، د سرطان ۱۹) د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټن په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د جوړجاړي لپاره د نړیوال فشار غوښتنه وکړه.

اسټن په یوه ټویټ کې لیکلي«د خبرواترو له لارې د شخړې د پای ته رسېدو لپاره د نړیوالې ټولنې فشار ته اړتیا لري. که فشار ته دوام ورکړي ټوله نړۍ مرسته کولی شي.»

اسټن دا خبرې یوه ورځ وروسته له دې وکړې چې د امریکا ولسمشر جو بایډن وویل د اګست تر لومړۍ پورې به په افغانستان کې د امریکا پوځي ماموریت په بشپړ ډول پای ته ورسول شي.

د امریکا دفاع وزیر ښاغلي اسټن دا په ګوته نه کړه چې له کومو هیوادونو د فشار غوښتنه کوي یا د کومو هیوادونو فشار په افغانستان کې له سیاسي جوړجاړي سره مرسته کولی شي.

خو ډیلي مېل ورځپاڼه وايي، عمومي باور دا دی چې پاکستان په طالبانو کې ژور نفوذ لري او که له زړه وغواړي طالبان روغې جوړې ته چمتو کولی شي.

د قطر په دوحه کې له یوه کال راهیسې د افغانستان د حکومت او طالبانو استازي بې نتیجې خبرو ته دوام ورکوي.

د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ د افغانستان د حکومت یوه پلاوي د ایران د حکومت په کوربه توب په تهران کې د طالبانو له استازو سره وکتل.

د تهران له غونډې وروسته طالبانو وویل چې د اوربند لپاره یې د افغانستان حکومت ته وړاندیز سپارلی دی.

په اوسني حالت کې چې طالبانو د اسلام کلا او تورغونډۍ بندرونه، چې  له افتصادي نظره مهم دي، نیولي دي، اوربند د ځان په ګټه بولي.

افغانستان د کال شاوخوا ۲ ملیارد ډالره عاید لري چې لویه برخه یې د اسلام کلا بندر له ګمرکي تعرفو ترلاسه کوي.

1 COMMENT

  1. ټولو هیوادولو ته څرګنده ده چی امریکا او نور غربی هیوادونه چی د ناټو او آیساف په چوکات کی افغانستان کی نظامی فعالیت درلوده په افغانستان کی د قوی نظام او پیاوړی اقتصاد درلودلو ملاتړی ندی ځکه کچیری پاکستان په افغانستان له نظامی او سیاسی او اقتصادی لاسوهنی څخه لاس واخلی په هغه ورځ به افغانستان د نورو سیالانو سره سیالی وکړای شی او کچیری همدا امریکا، چین، روسیه په پاکستان سیاسی او اقتصادی فشارونه په داسی ډول راولی لکه څنګه یی چی د ایران په سپاه پاسدارنو راوستی ده نو ټولی نړیوال به بیا ګوری چی افغانستان کی په یوه هفته یا یوه میاشت کی سوله او ثبات راتللی شی مګر لدی ښکاری چی نړیواله نغواړی چی د افغانستان اوسنی کشاله حل شی ځکه دوی دلته نظامی او سیاسی او اقتصادی بازار ته صدمه رسیږی ځکه همدا اوس د امریکا، او روسیی نظامی تجهیزات په افغانستان کی پلورل کیږی مګر له افغانانو څخه ددی جګړی د توکو په واسطه کار اخیستل کیږی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب