شنبه, مې 18, 2024
Homeمقالېتورې زولنې او تورې بهانې (۱۲) | عبدالرحيم مسلم دوست

تورې زولنې او تورې بهانې (۱۲) | عبدالرحيم مسلم دوست

(د پاکستان د پټو زندانونو کيسې)
کړۍ: (۱۲)
بې غوره ناروغان او بې ضميره ډاکټران
د پاکستان په ټولو جېلونو په تېره د محتل اومقبوضه (ايللي او محکوم) پېښور په سنټرل جېل کې د چټلۍ، زېم، ناپاکۍ، بې غورۍ، ناوړه خوړو او ګڼميشتيا له کبله ډېر زيات ناروغان دي، چې زيات پکې په ساري ناروغيو لکه د توبرکلوز (نري رنځ) تور او زيړ زيړي او نورو ګڼو سختو ناروغيو اخته دي او بې درملنې پراته دي.
پوليس، چارواکي او بې ضميره ډاکټران بې له بډو ورکولو هيڅوک د باندې روغتون ته نه لېږي؛ خو ډېر بډايان او شتمن خلک او د واسطو خاوندان روغ رمټ وي؛ خو د چکر او له خپلوانو سره د ازاد ملا قات لپاره په بډو ورکولو او واسطو ځانونه د باندې جرنيلي (ليډي ريډنګ) او نورو روغتونونو ته باسي او هلته بيا د روغتون ډاکټرانو ته په بډو ورکولو او واسطو ځانونه په ځانګړو شخصي کوټو کې بستر او داخل کړي، په مياشتو مياشتو هلته پراته وي او ملا قاتونو ته ورته خلک راځي . د پوليسو او ډاکټرانو غوا پکې لنګه وي او داسې هم شوي دي چې له هغه ځايه بندي د رشوت په ورکولوکورته هم تللى او بېرته راغلی دی.
خو ډېر سخت ناروغان تر هغې بې درملنې پراته وي چې ومري .
زه چې جېل ته راغلى يم، زما په مخکې ډېر خلک مړه شول او لا ډېر بې درملنې د ژوند او مړينې تر منځ مړژواندي کړېږي او پراته دي، چې د احساس د خاوندانو له زړونو نه ورته وينې څاڅي . دلته انسان ډېر سپک، خوار او ذليل ګڼل کېږي او داسې سپکاوی يې کېږي چې له کوم څېرونکي وحشي ځناور سره هم نه کېږي .
له مړو نه غلا
د پاکستان وږي، بې پته، بې ننګه اوبزدل پوليس د فساد، رشوت او نورو جرمونو په ارتکاب کې پوره شهرت لري، د مړو او ټپيانو له جېبونو نه پيسې پټول خو د هغوی پخه دنده ده.
په جېل کې ډېر ناروغان بې غوره پراته وي او کله چې مړه شي، نو تر ټولو د مخه يې پوليس د جېبونو داسې تالاشي واخلي چې هېڅ پکې نه پرېږدي.
د سوات ديو بندي (ښايسته رامان) نه د پاکستان د کورنيو چارو د وزارت پوليسو د بې هوښۍ په حالت کې پيسې ايستلې وې، چې کيسه يې مخکې تېره شوه.
دا پيسې هغه ته د جېل دننه زمونږ ملګرو له خپلو جېبونو نه راټولې کړې وې .
سور سري نمبر داران
په جېل کې څه داسې بنديان دي چې په غلاګانو، چرسو، پوډرو، قتلونو او نورو لويو جرمونو کې نيول شوي وي، کلونه بند يې تېر کړی وي، په جېل کې نور هم لوچکان او لوفران شوي وي او د بند لږه موده يې پاتې وي، هغوى د چارواکو له پلوه د تالاشۍ، څوکۍ او څارنې لپاره ټاکل شوي وي، نمبرداران بلل کېږي او سرې خولۍ يې په سر وي. په دوی کې اکثره داسې لوى حراميان او وحشيان وي چې د انسانيت او شرافت بوى هم پکې نه وي، له بنديانو سره ډېر ناوړه سلوک کوي، رشوتونه اخلي، چرس، پوډر، شراب او نور منشيات او مخدرات پلوري، پوليس او د جېل چارواکي يې ورته راوړي او ددوی په لاس يې پلوري، بيا پکې څه لږه برخه دوی ته ورکوي او نور د پوليسو وي. پخپله هم هر ډول جرمونه او نشې کوي. کله چې پوليس کوم بې وزلى بندي وهي، نو ددوى په لاس يې وهي چې بوږنوونکي وهل ورکوي، په تالاشۍ کې د خلکو په عورت ګوتې وهي، سپکې سپورې وايي او الله تعالى ډېر زيات ذليله کړي هم دي .
د ټولو بنديانو له سپو نه زيات بد راځي، ډېر بې وزلي ورته زياتې ښېرې کوي او داسې پرې لګېدلې دي چې ډېر ستړى او ذليل ژوند يې دى . بنديانو ته چې له کورونو نه څه خوراکي شيان راشي، هغه هم څه پټ کړي او څه ورکړي .
د يووالي مظاهره
په ١٤\٢\١٤٣٠ هـ ق د سوات يو اتل (ښايسته رامان) چې دوه کاله مخکې په سوات کې د پوځ له لاسه لګېدلى ؤ، له نامه سره يې کولمه راوتلې وه، د (آى ايس آى) او (ايم آی) په پټو جېلونوكې له کړولو نه وروسته دپېښور مركزي زندان ته راوستل شو او بې درمله کړېده . ډېر سخت شو چې مرګوني حالت ته ورسېد، بې ضميره پوليسو له ډېر ټينګار او سپارښتنو نه وروسته روغتون ته بوت؛ خو هلته يې زمونږ له منتظرو ورونو نه له دې امله پټ کړ چې چېرته په روغتون کې بستري نه شي، مونږ ته يې څوکيداري را په غاړه نه شي او له بله پلوه يې هسې هم له اتلانو سره دښمني ده او نه يې غوښتل چې روغ شي ، بلکې د ټولو استخباراتي ادارو او پوليسو دا اراده وه چې د ډېرو نورو بنديانو په څېرد بې غورۍ له امله ومري؛ خو کله چې بې هوښه شو او روغتون ته يې بوته؛ نو په لار کې يې د هغه له جېبه دوه زره روپۍ پټې کړې او بېرته يې راستون کړ، بهانه يې دا وکړه چې ډاکټران وايي: دى ښه دى بېرته يې بوځئ !. عجيبه خبره ده چې خېټه يې سورۍ سورۍ ده،کولمه يې راوتلې ده، بې هوښه او مرګونى دى؛ خو ښه دى او د روغتون د بستري کولو وړ نه دى ؟!!!…
نو مونږ ټول سياسي نيول شوي بنديان د چکر په جومات کې سره راټول شو او دا پرېکړه مو وکړه چې يا به زمونږ ناروغان روغتون ته بېول کېږي او درملنه به يې کېږي او يا به هر ډول مظاهره او تر خپل وسه هر څه کوو……
مشوره مو سره وکړه او په دې مو پرېکړه وکړه چې لومړى به د جېل پرسپرنډنټ او مسئولينو باندې بيا هم غاړه خلاصه کړو. مونږ څلور کسان لاړو او سپرنډنټ ته مو د خبروکولو اطلاع وکړه . چيف او نور ډېر وارخطا شول، زمونږ يو ملګرى يې بېل کړ او ورته ويې ويل چې مونږ له تاسو وېرېږو، دا ستاسو ملګري دې خپاره شي او خپلو خپلو بارکونو ته دې لاړ شي.
هغوى ورته وويل: مونږ ته تر څو خپلو مشرانو نه وي ويلي؛ تر هغې نه ځو.
لنډه دا چې سپرنډنټ ما پسې ځواب راولېږه، زه ورغلم او خبرې مو ورسره وکړې . سپرنډنټ د مانسهرې ؤ، مسعود نومېده او له مونږ سره يې ښه سلوک وکړ. خبرې مو ورسره وکړې، هغه راته وويل : دا له جېل نه د دباندې پوليسو کار دى، هغوى حراميان دي، بې له رشوته څوک په روغتون کې نه پرېږدي . زما په وس کې ليکل دي، زه به يې بيا هم وليکم او که دا بندي ومري؛ نو ددې بهرنيو پوليسو په خلاف به ليکل هم وکړم. په ډېرې وېرې يې ماته دا هم وويل چې زمونږ خفيه ادارې (استخبارات) يې هم بهر په هسپتال کې نه پرېږدي.
سمدلاسه يې ملازم راوغوښت او ورته ويې ويل چې دا ناروغ هسپتال (روغتون) ته ولېږئ، ډاکټر هم ورسره ولېږئ او هلته يې داخل کړئ… زه بېرته راغلم ، ملګري مو خواره کړل او ناروغ روغتون ته ولېږل شو.
له ماښام نه وروسته پر جېل مامور پوليس راغلل او راته ويې ويل چې ستاسو ناروغ داخل شو؛ خو پيسې ورسره نشته او پوليسو يې له جېبه دوه زره روپۍ ايستلې او پټې کړې دي!!! .
مونږ ته تر دې دا معلومه نه وه چې زمونږ له ناروغ ملګري سره په جېب کې څو روپۍ دي؟ خو دوى ته يې شمېر هم معلوم ؤ او دا هم ورته معلومه وه چې کيسه برو پوليسو يې له جېبه ايستلې دي .
دوه ورځې وروسته يې بېرته له روغتون څخه را وايست اوبياخبر شوم چې ښايسته رامان په جېل کې ساه ورکړه او په حق ورسېد، هغه شهيد شو او پوريې په ټولو ننګياليو پاتې دى .
تښتېدلي پوځيان
د پاکستان پوځ اوس هغه پوځ دى چې خپل خلک وژني، جوماتونه او کورونه ړنګوي، پټ زندانونه يې له بې ګناه خلکو نه ډک کړي دي، په ډالرو اجرتي قاتلان او غلامان دي……….. نو ځکه ترې ننګيالي پوځيان تښتي.
د اټک په کلا او نورو جېلونو کې په زرونو هغه پوځيان پراته دي چې له مزدور او مرتد پوځ نه تښتېدلي او په دې پوهېدلي دي چې دا پوځ بې غيرته او مرتد دى او په دې پوځ کې کار کول بې پتي، بې غيرتي، غلامي او کفر دى .
د پېښور او نورو جېلونو ته د پاکستان د پوځ، ملېشې، خاصدارو او پوليسو جوپې جوپې بنديان راځي، دا هغه نوميالي او ننګيالي دي، چې نه يې غوښتل د څو ټکو او روپو په بدل کې په خپلو بې ګناه قبائلو او نورو ورونو په سوات، باجوړ، مومندو، خيبر، اورکزو،کورمې، وزيرستان، بلوچستان او نورو ځايونو کې ډزې وکړي، کورونه او جوماتونه ړنګ کړي او د خپلو ورونو پت او عزت ونړوي …..
دا هغه غيرتيان دي چې د احمقانو پوځيانو غوندې په پټو سترګو خپل خلک نه وژني، خپل ضميرونه نه پلوري او لا پکې د دين ولوله ژوندۍ ده، د څو نا څيزو روپو په بدل کې دوزخ ته نه ځي …
جېلونو ته راتلل يې ومنل؛ خو په بې ننګه خرڅ شوي او غلام پوځ کې يې سر ټيټي، نوکري او غلامي ونه کړه . د دوی د وياړ شملې هسکې دي؛ خو د هغو پوځيانو سرونه ټيټ دي چې د ډالرو لپاره _ چې هغه هم د دوی جېبونو ته نه بلکې د څو جنرا لانو او کرنيلانو جېبونو ته ځي – د ننګياليو اتلانو له لاسه وژل کېږي او تور مخونه جهنم ته روان دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب