Homeخبرونهد هېواد مشهور ناول لیکونکی، نصیراحمد احمدي وفات شو

د هېواد مشهور ناول لیکونکی، نصیراحمد احمدي وفات شو

تاند (شنبه د سرطان ۱۹) د سیمې په کچه د پښتو ژبې مشهور نثر لیکونکي نصیراحمد احمدي د ۴۷ کالو په عمر د ورپېښې ناروغۍ له امله نن ماښام د کابل په یو روغتون کې ساه ورکړه.

احمدي ته نیږدې کسانو ویلي چې هغه له تېرو لسو ورځو راهیسې پر کورونا ناروغۍ اخته او په روغتون کې بستر و.

نوموړی د غزني ولایت  د قره باغ ولسوالي اوسیدونکی و چې له شلو ډیر د ناولونو، لنډو کیسو او د مشهورو لیکوالانو د ژوند لیکونو کتابونه یې لیکلي وو، د هغه په چاپ شوو اثارو کې تر ټولو مشهور د “نیکه” او “بغدادي پیر” په نومونو دوه تاریخي ناولونه دي.

 نصیراحمد احمدي له ٢٠٠٣ کال را په دېخوا د بي بي سي راډيو په ښوونیزه پروژه کې دنده تر سره کوله، په پيل کې يې په نوموړې ادارې کې د رپورټر او له تېرو شپږو کلونو راپه ديخوا د ماشومانو او لويانو له پاره د فيچر خپرونو ايډيټر و.

د نوموړي له مړینې سره سم په کور دننه او بهر ګڼ شمېر لیکوالانو او د هغه د چاپ شوو اثارو مینه والو پر ټولنیزو رسنیو د خواشینۍ پیغامونه خپاره کړي او د احمدي مړینه یې د پښتو ادب لپاره لویه ضایع بللې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...