جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+په دې ورځ کوسوفو خپلواکي اعلان کړه

په دې ورځ کوسوفو خپلواکي اعلان کړه

تاند- له نن څخه ۱۶ کاله پخوا د ۲۰۰۸ کال په دې ورځ (د فبرورۍ ۱۷ مه) کوسوفو (Kosovo)، چې ځینې یې کوزوو یا کاسوو لیکي، له سربیا څخه خپلواکي اعلان کړه. که څه هم یو شمېر هیوادونو د کوسوفو له رسمیت پېژندلو ډډه وکړه خو وروسته ګڼو هیوادونو دا خاوره د یوه خپلواک هیواد په توګه په رسمیت وپېژندله. سربیا، چې کوسوفو ورڅخه جلا شوې سیمه ده، لا هم دا هیواد په رسمیت نه پېژني او هغه خپل یو ولایت ګڼي.

خو کوسوفوو د ۲۰۰۸ م کال د فبرورۍ له دې ورځې ځان د کوسوفو جمهورست بولي.

د ۲۰۲۰ د سپټمبر له میاشتې را په دې خوا د ملګروملتو ۱۹۳ هیوادونو کوسوفو د یوه خپلواک جمهوریت په توګه په رسمیت پېژندلی دی.

کوزوفو د بالکان په ټاپووزمه کې په وچه کې ایساره خاروه ده. پلازمېنه یې پریشتینا نومېږي. کوزوفو ۱۰ زره ۹۰۵ کیلومتر مربع مساحت لري، نفوس یې د ۲۰۱۸ له سرشمېرنې سره سم یو میلیون او ۹۰۰ زره دی چې د هغه له منځه ۸۸ سلنه البانیايي ټبره او ۷ سلنه سربیان دي.

دا کوچنی هیواد په جنوب کې له البانیا، په شمال کې له شمالي مقدونیا، په شمال لوېدیځ کې له مونتې نګرو او سربیا سره پوله لري.

د کوسوفو اکثره خلک (البانیايي الاصله) مسلمان او سُني مذهبه دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب