چهارشنبه, مې 1, 2024
Homeداسې هم شتهساینسد چاپیریال د ککړتیا مخنیوي لپاره د امریکا اقدام

د چاپیریال د ککړتیا مخنیوي لپاره د امریکا اقدام

ليکنه: کريسټين هاوسر

سرچینه: World Economic Forum

ژباړه: حذيفه مصلح   

سیاټل، د امريکا متحدو ايالتونو لومړنى ښار دی چې په‌کې پر هغو پلاستیکي توکو بندیز ولګېد چې د خوراک او څښاک لپاره ترې استفاده کېږي. په دغو پلاستیکي توکو کې یو وار مصرفېدونکي وسایل شامل دي لکه؛ قابونه، دستر خوانونه، کاشوغې او هغه بمبې چې جوسونه او مشروبات پرې څښل کېږي.

دغه بنديز، د ۲۰۰۸ کال د هغه قانون يوه برخه ده، چې په‌کې راغلي و؛ د ټولو هغو شيانو استعمال چې د خوراک په خوړلو او تيارولو کې ترې ګټه اخيستل کېږي او یوازې یو وار مصرفېږي يا هم د بيا ځل ګټې اخيستنې لپاره نه تيارېږي، بايد بند شي.

full refuse plastic and paper glass in plastic bin

خو په هغه وخت کې سیاټل يو استثنايي حالت غوره کړى و، دا ځکه چې هغه مهال دوی د دغو وسایلو بدیل څه نه درلودل او دا دی تر ننه یې استعمالول، خو تر دې وروسته یې ورته بدیل موندلی. دغه استثنا د روان کال د جون په دېرشمه نېټه پاى ته ورسېده. له دې وروسته به هغه سوداګر، چې دغه دغه بنديز يا قانون نقض کړي، ۲۵۰ امريکايي ډالر جريمه ورکوي.

له پلاستيک سره تړلې ستونزې:

تر اوسه انسانانو شاوخوا ۱۵۰ میليونه ميټريک ټنه پلاستيکونه سمندرونو او اوبو ته غورځولي دي او هر کال پرې ۸ میليونه ميټريک ټنه نور ور اضافه کېږي. په دې کې شک نشته، چې دغه پلاستيکونه د ځمکې سياره يوه خطرناک حالت ته کشوي. ساینسپوهان ټینګار کوي، چې دغه پلاستيکونه د سمندري ژویو ژوند ته جدي ګواښ دى، چې له دې ډلې ځينې يې پر مايکرو پلاستيکونو بدلېږي او په دې توګه بيا واړه او غټ ژوي دواړه ترې اغېزمن کېږي.

څېړنې ښیي، چې دغه مايکرو پلاستيکونه ان زموږ بدن ته هم لاره پيدا کوي او په دې ډول ترې انسانان هم اغېزمن کېدای شي.

سیاټل بنديز، پيل که تعقيب؟

سیاټل لومړنى ښار نه دى، چې دغه ګام پورته کوي، بلکې د امريکا مختلفو کمپنيو وخت نا وخت دغسې ګامونه پورته کړي دي. د بېلګې په توګه، الاسکا او بون پيټيټ کمپنيو لا تر دې وړاندې پلاستيکي يو ځل مصرفېدونکي توکي بند کړي او هڅه کوي، چې د خوړو پر تیارونکې مک ډونلډ کمپنۍ هم فشار راوړي، څو ورته بندیزونه پیل او عملي کړي.

د نړۍ په کچه ډېرو نورو هېوادونو هم ورته کارونو ته ټټر وهلی، چې ښایي په همدې نږدې راتلونکې کې یې د عملي کولو لپاره اقدام پیل کړي.

په امریکا کې هره ورځ ۵۰ میليونه سټرا (د څښاک پلاستيکې بمبې) کارېږي. د سېټل ښار تر دې اقدام وروسته ښایي په ټوله امریکا کې ورته ګامونه پورته شي. دا د چاپيريال د تخريب مخنيوي لپاره پر ځای او مثبت ګام بلل شوی دی.

پایله:

هیله ده په افغانستان کې هم ورته اقدامات ترسره شي، خو دا چې حکومت له ګڼو نورو ستونزو سره لاس و ګرېوان دی، نو تمه دا ده، چې په ولسي کچه دغه پوهاوی غښتلی شي. منفي لور ته د اقلیمي شرایطو بدلون تر بل هر ځای درېیمه نړۍ له جدي ګواښونو سره مخ کوي او همدا اوس افغانستان عملاً له دغه ګواښ سره مخ دی. د وچکالۍ مرګنۍ څپه، د اوبو ناسمه کارونه، په لویو ښارونو کې د پلاستیکي کڅوړو بحراني چټلتیا، ټول د افغانستان د هوا او چاپیریال ککړتیا ته د خطر سره کرښه ده. همدا نن که لاس په کار نشو، سبا به ناوخته وي. حد اقل که خپلو کورنو ته له بازار څخه د پلاستیکي کڅوړو پر ځای په کاغذي یا ټوټه‌یي کڅوړو کې توکي یوسو، نو په میاشت کې به مو د ۳۰ او په کال کې ۳۶۰ او تر دې د زیاتو پلاستیکي کڅوړو د ورتلو او چاپیریال ته د غورځولو مخه نیولې وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب