سه شنبه, اپریل 30, 2024
Homeکالمونهاستاد شپوننوی تاند | استاد سعدالدین شــــپون

نوی تاند | استاد سعدالدین شــــپون

د تاند چلوونکی پوښتنه کوي چې د ده د برښنا پاڼې اوسنۍ جوله ښه ده که پخوانۍ ؟ طبعا دی تمه لري چې خلک به وايي، نه، اوسنۍ یې پر پخوانۍ سل ځلي شرف لري. ما چې ولوست په اول نظرزه ورته کابلی موټروان شوم چې لا هم په ګېرلرونکي موټر قسم خوري او له ځانه دلیلونه ورته تراشي. وايي اول خو تر اتومات نه قوي دی، د سالنګ په پېچومي داسې ورخیژي لکه کپچه مار. بل تېل کم خوري، بل خاوند ورکې یو قسم ته برکت ایښی دی، په تېره غواګۍ یا سراچه ټویټ(ټویوټا) کې. په نرخ کې هم ګېر لرونکي تر اتوماتو ګران دي. کابلیان، بلکه ټول وطني موټروانان چې اتومات موټر هم لري نو په (ډي) کې نه چالانوي او که هر څه ورته وایې چې ډي مانا ډرایو یا چلول دي. پخپله خارجیان یې هم همداسې چلوي خو دی وايي هغی خره دي.

افغانان په موټر کې هم خرافات ګډوي. اوراد او د پرچمیانو خبرهغه، عربی واژې چې لرو بر پرې ځړوي هغه به سړی د ټوټکې او تېغ بند په حیث ومني، خو ډېر ځلي دغه ریښکۍ، کڅوړې، رنجلومې، هندارې چې د هندي فلمي ستورو په تصویرونو جړاو دي، د موټروان لار لید زیانمنوي. مګر چا ته یې وایې؟ هر قام خپلو شتو ته خامتما دی. داسې توري،انځورونه نظمونه او شعارونه یې ورپورې لګولي، چې اوس یې زه البم ته چې مې راټول کړی کټ کټ وخاندم. عین کیسه د شورویانو په وخت کې هم روانه وه. والګا ډېره معتبره وه، بلکه هر قسم موټر ته همدا توری استعمالېده. کلي کې را پسې دروګه وه «ناوې یې په والګا کې بوتله» حال دا چې ما د ورور ناوې په فوکس واګون کې کابل ته بوولې وه بیا په دوکې د زاړه ماډل والګا معتبره وه، موټروانانو برکتي بلله. د والګا د برکت کیسه خو ما بل ځای هم کړې چې څنګه په ځغاسته کې د امپرېیالستانو به بېنز موټر مخکې شوی و.

بل خلقي په آب و تاب کیسه کوله چې یو بنز او یوه والګا یې په تله کې کېښودل. بنز یې په هوا کړ خو والګا ثابت قدمه پر مځکه پاتې وه. او چې چا پوښتنه وکړه چې دا خو ایله دا ثابتوي چې د شوروي موټر سړه وسپنه ده ، نور کمال نه لري. خلقي یار وویل، نه، کیفیت په فزیک کې د کمیت ترا کم ته وايي،هر څومره وسپنه ډېره، هماغومره یې د انجن کیفیت زیات

نو اوس هم زه همدا حکم کوم. د تاند پخوانۍ جوله پر نوې مرجحه ګڼم. فاعتبرو یا اولی الا لباب.


دا لیکنه د ۲۰۱۲ د سپټمبر په ۹ په تاند کې خپره شوې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب