Homeخبرونههرات کې د ط په ډزو د یوه ډاکټر په ګډون ۲...

هرات کې د ط په ډزو د یوه ډاکټر په ګډون ۲ ملکیان وژل شوي

تاند:( سې شنبه، د جدي اته ویشتمه) په هرات کې ځايي سرچينو ويلي، چې د طالبانو د امنیتي ځواکونو په ډزو پرون ماښام د یوه ډاکټر په ګډون ۲ ملکیان وژل شوي.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، دا پېښه د هرات ښار د کاظمي سیمې کابل بانک ته څېرمه رامنځته شوې ده.

 د‌ عيني شاهدانو په حواله، طالبانو د يوې امنيتي پلټنې پر وخت د يوه سراچه موټر پر چلوونکي ډزې وکړې، چې د هغه تر څنګ د ډزو د شدت له کبله د پېښې ځای ته څېرمه د ډاکټر جلالي په نوم يو بل کس هم په ډزو ووژل شو.

طالبانو په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

په وروستيو ورځو کې له هرات، کابل او یو شمېر نورو ولايتونو څخه يو د ورته پېښو خبرونه زيات شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...