یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+زه روبوټ یم

زه روبوټ یم

کتاب: زه روبوټ یم

لیکوال: آیزک آسیموف

ژباړه: رحمت شاه فراز

۱- ((دوهمه برخه))

———————————–

(۱)

ډاکټر سوزن کالوین – د روبوټونو ارواپوهه

د روبوټپوهنې درې قوانین

  1. یو روبوټ باید انسان ته زیان ونه رسوي. او نه باید یو انسان زیانمنېدو ته ورکړي.
  2. یو روبوټ باید د انسان هر امر پر ځای کړي، مګر دا چې دغه امر يې له لومړي قانون سره په ټکر کې وي.
  3. یو روبوټ باید د خپل ځان ساتنه وکړي، مګر دا چې دغه ساتنه له لومړي او دوهم قانون سره په ټکر کې وي.

د روبوټپوهنې لارښود کتاب، ۲۰۵۸ زېږدیز

خپلو یادښتونو ته مې وکتل او یو مې هم خوښ نه شو. زه په نیویارک کې د امریکايي روبوټونو شرکت ته راغلی وم. غوښتل مې چې د روبوټونو له مشهورې ارواپوهې، ډاکټر سوزن کالوین سره خبرې وکړم او پر هغې یوه مقاله ولیکم. خو درې ورځې تېرې شوې وې او تر اوسه پورې مې یوازې د ډاکټر کالوین د کاري ژوند په باره کې معلومات موندلي وو. دغه حقایق بسنده نه وو. ما غوښتل چې د روبوټونو د جوړونې په هکله د هغې په افکارو او احساساتو ځان پوه کړم.

سوزن کالوین په ۱۹۸۲ کال کې زېږېدلې. په همدې کال لاریسن رابرټسن د امریکايي روبوټونو شرکت جوړ کړ. په شل کلنۍ کې سوزن، ډاکټر الفرډ لیدلی وو چې لومړنی روبوټ یې نندارې ته وړاندې کړ. دې روبوټ خبرې او حرکت کولی شوی. یاد روبوټ چې په مریخ باندې د څېړنو لپاره جوړ شوی وو، ډېر ستر او بدرنګه ماشین وو.

سوزن یوه جدي او ځیرکه نجلۍ وه او ښوی مخ يې درلود. له خلکو او شاوخوا شیانو سره به یې سوړ چلند کاوه. خو دې چې روبوټونه ولیدل او له ډاکټر لانینګ سره یې خبرې وکړې، نو یو څه د خوښۍ او هیجان احساس یې وکړ.

تر ۲۰۰۲ کال پورې کمپیوټرونه د روبوټونو د «مغزو» په توګه استعمالېدل. بیا یو څو کاله وروسته، ډاکټر رابرټسن پوزیتروني ماغزه اختراع کړل. تر دې وروسته، سوزن پخپله هم پوزیترني ماغزه ډیزاین کړل. په ۲۰۰۷ کال کې، سوزن د امریکايي روبوټونو له شرکت سره یو ځای شوه. نوموړې په دې شرکت کې روبوټ-ارواپوهه وه. پنځوس کاله یې په روبوټونو څېړنه وکړه او دا يې وموندل چې د دوی ذهنونه په څه ډول کار کوي. دې ساینسپوهان ولیدل چې داسې روبوټونه جوړوي چې تر پخوا ډېر ځیرک او ځواکمن دي. اوسمهال سوزن پنځه اویا کلنه وه او په امریکايي روبوټونو شرکت کې يې کاري موده پای ته رسېدلی وه. دې تقاعد اخیسته.

همدا هغه معلومات وو چې د خپلې مقالې لپاره مې ترلاسه کړي وو. خو ما د نوموړې ډاکټرې په هکله لا ډېر شخصي معلومات غوښتل.

ډاکټر کالوین ته مې په مسکا وویل: ((هیله کوم له روبوټونو سره د خپلو تجربو په هکله راته وغږېږئ. زه غواړم چې ستاسو او له روبوټونو سره ستاسو د ژوند په هکله پوه شم. زه غواړم چې ستاسو خپله کیسه واورم.))

سوزن راته ونه موسکل. زه فکر نه کوم چې هغې دې کله خندلي وي. خو غوسه هم نه ښکارېده. هغې ناڅاپه وپوښتل: ((د څو کلو يې؟)) د هغې ځیرکې او نېغې سترګې په ما کې خښې وې.

ومې ویل: ((دوه دېرش.))

ویې ویل: ((نو ستا به هغه وخت په یاد نه وي چې روبوټونه نه ول. له زرګونو کلونو راهیسې، انسان په شمسي نظام کې تنها ژوند کړی. خو نور نو اوس تنها نه یو. اوس موږ د مرستې لپاره خپل شاوخوا ته روبوټونه لرو او دغه روبوټونه تر انسانانو ډېر پیاوړي، رښتیني او ګټور موجودات دي. آیا په دې اړه دې کله فکر کړی؟))

ځواب مې ورکړ: ((نه، نه مې دی کړی.))

ویې ویل: ((ته چې یوه روبوټ ته ګورې، نو یو ماشین وینې. یو فلزي او برېښنايي ماشین. خو تا له روبوټونو سره وخت نه دی تېر کړی، نو ځکه ته هغوی نه پېژنې. دوی له موږ نه ډېر پاک او غوره دي.))

ورته ومې ویل: ((هیله کوم خپلې کیسې راته وکړئ. ګډستوریزه مجله خپل خبرونه په شمسي نظام کې تر درې میلیونو زیاتو وګړو پورې رسوي. دوی باید په دې پوه شي چې ته د روبوټونو په باره کې څه وینا ورته لرې.))

خو روبوټ-ارواپوهې زما خبرو ته غوږ نه وو نیولی. هغې د ماضي په باره کې فکر کاوه. ویې ویل: ((رښتیا ده چې پنځوس کاله مخکې امریکايي روبوټونو شرکت داسې روبوټونه جوړ کړل چې په ځمکه استعمالېدل. خو اوس په ځمکه هېڅ څوک هم روبوټ نه لري. خو زما یې یوه بېلګه یادېږي چې روبي نومېدله. زه چې دې شرکت ته راغلم، یو کال وروسته یې هغه روبوټ ټوټې، ټوټې کړ. تر دې وخته پورې، يې تاریخ تېر شوی وو.))

د یو څو شېبو لپاره یې خبرې بس کړې. خو ما هېڅ هم ونه وویل. اخر يې خبره وغځوله.

((روبي غږ نه درلوده. نوموړی نه غږېدونکی روبوټ وو. روبي د دې لپاره جوړ شوی وو چې له ماشومانو ساتنه وکړي. هغه یو ماشوم پالونکی (ایا) وو…))

—————————–

(۲)

روبي

((اته نوي! نهه نوي! سل!)) ګلوریا تر ونې شاته پټه وه او په لوړ غږ يې حساب کاوه. خپلې سترګې يې پرانیستې. شاوخوا يې وکتل. روبي يې یوې خوا ته هم ونه لیده. ورو له ونې را وخوځېده.

وړې ماشومې له ځان سره فکر وکړ: ((ممکن کور ته به ننوتی وي. دا خو غلط کار دی. هغه غالې کوي. دی باید په دې ډول دغه لوبه ونه کړي. څو ځله مې ورته ویلي.))

ګلوریا د ودانۍ په لور ګامونه واخیستل. ډېر وروسته یې غږ واورېده. ډنګ-ډنګ-ډنګ. د روبي فلزي پښې په ځمکه کړنګېدلې. دنګ روبوټ د خپل پټېدو ځای پرې ایښی وو او د ونې په خوا یې منډې وهلې.

ګلوریا چیغه کړه ((ودرېږه، روبي. ته باید تر هغو منډه وا نه خلې چې ما نه یې پیدا کړی.)) ګلوریا د ونې په لور منډه کړه، خو روبي ترې ډېر تېز وو. تر ونې داسې لس ګامه لرې روبي ناڅاپه ورو شو. ګلوریا ترې تېره شوه او لومړی يې ونې ته لاس ور ووړ.

اته کلنې نجلۍ چیغه کړه: ((روبي منډې نه شي وهلی!)) ښکته او پورته يې ټوپونه وهل او له خوشالۍ یې خندل: ((ما وګټله! ما وګټله!))

بالکل، روبي هېڅ ځواب ور نه کړ، ځکه هغه خبرې نه شوی کولی. هغه روان شو. ګلوریا هم پسې منډه کړه، خو ډېرې ورو منډې يې وهلې او هغه يې راګیر نه شو کړی. اخر، ګلوریا ودرېدله او ویې خندل ((ودرېږه روبي! په خپل ځای ودرېږه. اوس زه ځم چې پټه شم.))

روبي د ګلوریا امر پر ځای کړ. خپل سر یې په هو وخوځاوه، مخ یې ونې ته کړ او خپلې سترګې يې پټې کړې. دا ځل ګلوریا د پټېدو ځای ته منډه کړه.

تر پوره سل ثانیو وروسته، د روبوټ سرې سترګې خلاصې شوې او شاوخوا یې وکتل. سمدستي پوه شو چې ګلوریا تر لویې تیږې شاته پټه ده. روبي د هغې د لمنې یوه پیڅکه لیدلې وه. روبي، سوکه سوکه د وړې ماشومې د پټېدو ځای ته ور روان شو. یو لاس یې د هغې خواته اوږد کړ او بل لاس یې په فلزي پښه ولګېده، کړنګ يې شو.

ګلوریا له تیږې هاخوا ته لاړه او په ژړا یې وویل: ((ته غالې کوې. اوه! له دې لوبې ډېره ستړې شوې یم. نور يې نه غواړم. زه سورلۍ غواړم.))

خو روبي سر وښوراوه او ځمکې ته يې وکتل.

ګلوریا په نرمه ژبه وویل: ((روبي، زه غلطه وم، تا غالې نه کولې. بښنه غواړم. هیله کوم، ماته یوه سورلۍ راکړه.))

خو روبي یو ځل بیا خپل سر وښوراوه.

ګلوریا وژړل: ((باید په خپلو اوږو چکر راکړې او که یې را نه کړې، نو نور درته هېڅ کیسې نه کوم.))

روبي په احتیاط وړه نجلۍ ور پورته کړه او په خپلو قوي او پراخو اوږو یې سپره کړه. بیا یې د وښو په لور منډه کړه چې د انګړ ها بل لوري ته را شنه شوي وو. دلته ودرېدله، ورو يې ګلوریا په نرمو وښو ښکته کړه. ګلوریا په خوشالۍ وخندل. روبي په تمه شو او بیا یې ورو د هغې وېښتان کش کړل.

ګلوریا په موسکا وویل: ((کوم څه غواړې؟)) روبوټ بیا د هغې وېښتان کش کړل.

ګلوریا وویل: ((اوه… پوهېږم چې ته څه غواړې. ته غواړې چې کیسه واورې.))

روبي ژر خپل سر په هو وښوراوه.

ګلوریا وویل: ((اوه، سمه ده. و نه و. یو وخت یوه وړه نجلۍ وه چې نوم یې …))

روبي چې کیسې ته غوږ نیولی وو، سرو سترګو يې ځلا کوله.

ګلوریا د کیسې تر ټولو په زړه پورې برخې ته رسېدلې وه چې یوه چیغه یې واورېده. ((ګلوریا!)) د ښځې غږ زیږ او له وارخطايۍ ډک وو.

ګلوریا ارږمی وایست او روبي ته یې وویل: ((مور مې غږ کوي. بېرته مې کور ته یوسه، روبي!))

روبي یې سمدستي خبره ومنله. ګلوریا یې یو ځل بیا خپلو اوږو ته پورته کړه. روبوټ د مېرمن وېسټن خبره همېش سمدستي په ځای کوله. د ګلوریا پلار ډېر ښه سړی وو، خو د مور له لاسه یې روبي ډېر ځورېده. روبوټ ایا او ماشومه دواړه کور ته راورسېدل.

ګریس ویسټن په غوسه وویل: ((ګلوریا، چېرته وې؟))

ګلوریا ځواب ورکړ: ((له روبي سره وم، مورې.))

مېرمن ویسټن وویل: ((روبي، ته اوس تلای شې، او تر هغو رانه شې چې ما درته غږ نه وي کړی.))

روبي مخ واړاوه او روان شو.

ګلوریا چیغه کړه: ((ودرېږه؛ مورې! پرېږده چې پاتې شي. ما هغه ته کیسه کوله او لا مې ختمه نه ده.))

مور یې وویل: ((ګلوریا!))

ګلوریا وویل: ((خیر دی، مورې! هغه ډېر خوږ ده.))

مېرمن ویسټن وویل: ((ګلوریا، بس پرې يې ږده، که نه د یوې اونۍ لپاره به د روبي مخ هم ونه وینې.))

ګلوریا وویل: ((سمه ده)). په سترګو کې يې اوښکې ډنډ وې. ((خو ما روبي ته د هغه د خوښې کیسه کوله او …))

روبوټ ښکته وکتل او ورو يې قدمونه واخیستل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب