جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهحنا رباني: له منځني اسیا سره د نښلول کیدو لپاره افغانستان کې...

حنا رباني: له منځني اسیا سره د نښلول کیدو لپاره افغانستان کې ثبات ته اړتیا لرو

تاند: ( یکشنبه، د دلوې ۳۰ مه )  د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې حنا رباني کهر په یوه خبري کنفرانس کې د افغانستان د روان وضعیت د دې هېواد او د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د پاکستان پر اقتصادي اړیکو د اغېز په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

نوموړې وویل، چې د افغانستان اوسني وضعیت له افغانستان سره د دغه هېواد سوداګریزې اړیکې له ننګونو سره مخ کړې دي.

حنا رباني د افغانستان ثبات له منځنۍ اسیا سره د پاکستان د نښلولو لپاره مهم وباله.

کهر د “پاکستان ستراتیژیکې پولې” تر عنوان لاندې په غونډه کې وویل: افغانستان د سوداګرۍ او انرژۍ د مرکز په توګه د پاکستان د اقتصادي لید د درک کولو او د جنوبي، مرکزي او ختیځې اسیا د سیمو د ادغام لپاره ډېر فرصتونه برابروي، خو اوسنی سیاسي وضعیت د ترهګرۍ له ګواښونو سره یو ځای د دې سیمې د هېوادونو لپاره ننګونه رامنځته کړې ده.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي “خانجان الکوزي” وویل چې د منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا د هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د زیاتوالي لپاره باید یو اقتصادي دهلیز جوړ شي.

الکوزي زیاته کړه چې د افغانستان د واکمنې ادارې پالیسي دا ده چې منځنۍ اسیا له جنوبي اسیا سره ونښلوي، چې لومړۍ دروازه یې پاکستان او افغانستان، بیا ازبکستان، ترکمنستان او تاجکستان دي.

دا په داسې حال کې ده، چې شنونکي پاکستان د چارواکو د څرګندونو برعکس یې لا هم د افغانستان د بې ثباته کولو لپاره د پلانونو او اقداماتو په تنظیمولو تورنوي.

2 COMMENTS

  1. نوموړې وویل، چې د افغانستان اوسني وضعیت له افغانستان سره د دغه هېواد سوداګریزې اړیکې له ننګونو سره مخ کړې دي.
    داجمله سمه نه ده[افغانستان=افغانستان]
    دحنا وضعییت : داسم نظر وه خو دا باید ډیرپخوا ستا ماشومتوب کې شوی وای چې ونه شو . هلته دباکستان لپاره دلیلی اومجنون کیسه بل ډول وه. خو دافغانستان ثبات ، ستراتیژیک موقعیت ،د سیمې اقتصادی او ترانزیتی اهمیت دتاسې له منافقته دغه حال ته راورسېد.اوس یې هم ننګوی او ثبات ټاپه پرمو وهی زرداری هم وویل. بدمرغی داده چی زموږ تحویلدار یا خانه سامان[ خانجان الکوزی] ددهلیز او دروازو خبره په اټکل کوی او حنا جمع بل اول ده او که اخر بیا دننګونو، سیمه ایزه ثبات، فرصتونو ادغام،ترهګری ګواښونو ترمینالوژی او زرنګی مولفو باندې ګړیږی وایی هم یې کره او هم یې رېبه! دپاکستان کوږ اقتصادی وضعیت پرا فغاستان هم مستقیمااغیز لری .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب